نظــر

دتاند یوه زبردسته موندنه !!

پخوانو به یو متل کاوو ،  چې ( د نه سړي اورتې ، دکلي ملامتې ) دابه یې هغه چاته ویل چې پیغور یا شرم به دخپل کردار له امله نه بلکې دبې ځایه اشنایي اوپردي  تړاو له امله وراوښتی وو، رښتیا هم کله ناکله ځیني داسې اشخاص موندل کیږي

چې دځان دشرمولو غوندې په خپل محیط هم اثر ښندي ، او خپل ټول متعلقین بدناموي او اعتبار یې په صفر کې ضربوي .

 دانلاین ژورنالیزم په برخه کې که ووایو چې داسې بدنام اوسپیره شخص دمیرویس جلالزي په نوم یو ژورنالیست نما دی ، چې له تیرو څوکلونو راهیسې یې په پښتو او دري ویب پاڼو کې لیکنې راځي ، او تراوسه یې له ځان سره څو سایټونه شرمولي او بې اعتباره کړي دي ، نوموړي لومړی  په بینوا ویب پاڼه کې کار کاوو ، چې خورا نادر او خندوونکي کشفیات به یې خپرول .

نوموړي د ۲۰۰۹ کال دمی په میاشت یوځل هغه وخت خلک په ځان پورې وخندول چې په بینوا کې یې خبر خپور کړ ، چې په سعودي کې یوه ډبره په هوا کې ولاړه ده  (http://www.benawa.com/fullstory.php?id=25479 ) خو وروسته معلومه شوه چې نوموړي  دغه خبره له خیټې را ایستلې   او په حقیقت کې ډبره په ځمکه تم ده یوازې دفوټوشاپ پروګرام په واسطه کار په کې شوی دی .

http://www.yabdoo.com/gallery/oldWatch.php?url=15301/gallery/resize_1349_p81863.jpg

جلالزي یوځلې بیا لیکلي  وو چې په سعودي عربستان کې پيغلې او تورسرې یو ډول مضرې حشرې ( سپږې ) په پیسو رانیسي او بیا یې په خپل سرکې پریږدي ، ځکه دده دمعلوماتو له مخې په سر کې  دسپږو له چکروهلو سره ویښتان تقویه کیږي  !!  دهمدې راپور له خپرلو راهیسې زما یو ملګری نوموړی په ټوکو ( سپږن ) بولي .

همدا ناپړیتې وې ، چې دبېنوا سایټ  چلوونکی ښاغلی خالدهادي حیدري یې دې ته اړ کړ چې ددې سپږن لکۍ ورغوټه کړي ، او له سایټه یې وشړي ، خو له بینوا له تیښتې وروسته  نوموړي په تاند ویب پاڼه کې لیکنې پيل کړې ، تاند ویب پاڼه چې واک یې دښاغلي پسرلي دزامنو خو امتیاز یې  دازادۍ راډیو دی ، یو له هغو سایټونو څخه شمیرل کیږي ، چې هرڅوک یې په تناره پتیرې وهي ، او چې څوک څه وغواړي هغه په کې خپرولی شي .

خبره ډیره نه اوږدوم  راځم یوه نوي راپور ته چې میرویس جلالزي دتاند له لارې  په خپل لومړي مخ خپور کړی دی  په دې  (http://www.taand.com/news/id-37112  ) په دې راپور کې لیکل شوي دي چې پاکستاني پټو ادارو په دې وروستیو کې یو شمیر دده په ژبه هغه طالبان له منځه وړي ، چې دافغانستان له حکومت سره روغه جوړه کوي  ، په دې لړ کې نوموړي ددوو کسانو ( مولوي شهید خېل  او ملافاتح ) نومونه یاد کړي دي .

دمولوي شهیدخېل په اړه میرویس جلالزي لیکلي چې نوموړی څو ورځې وړاندې دپاکستان څارګرو له دې امله وویشت چې له حکومت سره یې سوله کوله  ، خو عجبه بله ده هغه دا چې  وایي چې مړی خدای شرموي نو په تخته یې اودس ماته شي ، د دروغجن جلالزي هم دلته همداسې حافظې کار نه دی کړی او دروغ ترینه  بې تولې شوي دي ، ځکه له دې راپوره څو  ورځې وړاندې همدې میرویس جلالزي په کابل پریس فارسي سایټ کې په همدې موضوع یوه مقاله نشر کړې وه او په خپلو موندنو کې یې ویلي وو چې مولوي شهید خېل  دپاکستان لخوا نه بلکې داسدالله خالد لخوا ویشتل شوی دی (http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article135304 )

پرتوګ دې سوړې سوړې راووړ

چې هره سوړه یې ګنډم ژړا راځینه

نه پوهیږم  چې دتاند چلوونکي به دخپل وتلي خبریال ( میرویس جلالزي )  دې سوړو ته کوم ډول پتری ږدي ، دنوموړي دکابل پریس راپور به مني او که داچې دوی ورته نشر کړی دی ، دتاند دچلوونکو له جملې ایمل پسرلی ځان دپښتو انلاین ژورنالیزم (پلار) او اسدالله غضنفریې  ځان دپښتو کره کتنې (نیکه ) بولي ، نه پوهیږو چې ددوی په ژورنالیزم او کره کتنه کې به دغه  خبري تناقض  کوم ډول تحلیلیږي  او دخپراوي لپاره به یې کوم ډول توجیهات او دلائل تراشل کیږي ؟؟

میرویس جلالزي دخپل دې وروستي راپور په بله برخه کې ویلي چې دملافاتح په نامه یو تن هم په شلګر کې په همدې ډول دپاکستاني څارګرو لخوا وژل شوی دی ځکه چې دده په خبره دپاکستان اوامر یې نه منل ، خو دوستان دې خبر وي ، چې تاند په دې برخه کې هم دروغ ویلي ، دفاتح په نامه دطالبانو یو تن غړی دتیر برات په ۲۱ مه نیټه دشلګر په جوی پنج سیمه کې دشپې مهال دامریکایي  ځانګړو ځواکونو په چاپه کې په شهادت ورسید.

هغو کسانو ته چې دافغانستان له پیښو یوازې  داجیرو رسنیو له لارې خبریږي  باید ووایم چې باید په دې پوه شي ، چې په افغانستان لکه څنګه چې صلیبي جنګ روان دی کټ مټ همداسې  تبلیغاتي اود دروغ پرانۍ جګړه هم په خرپ روانه ده ، په دې جګړه کې دازادۍ له راډیو نیولې بیا ترتاند او کابل پریس غوندې مرتزقه سایټونو پورې  ټول ښکیل دي ، چې باید خبرې یې په پټو سترګو ونه منل شي ، دوی باید وپیژندل شي ، او له هغه وروسته یې په خبرو قضاوت وشي . ( تربیا )

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دلیکوال له نظر سره دنن ټکی اسیا توافق ضرور نه دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x