ورزش

وارن بیا هم ټنډولکر ته ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د کرکټ د ستورو تر منځ د دریو شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه نن ترسره شوه. دغې لوبې کې د وارن لوبډلې د ټنډولکر لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

سچن ټنډولکر د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نننۍ لوبې کې د سچن ټنډولکر د لوبډلې توپ وهوونکو غوره او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د سچن ټنډولکر لوبډلې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ګنګولي او ټنډولکر نیمه سلیزو په مرسته ۲۱۹ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د سچن ټنډولکر لوبډلې لپاره خپله ټنډولکر په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۵۶، ګنګولي په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰، جېوردنې په ۱۸ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د وارن لوبډلې لپاره وېټوري تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. ویټوري خپل څلورو اورونو کې ۳۳ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

د وارن لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف په ۱۹.۵ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سنګکارا، پونټینګ او کېلېس غوره او چټکې توپ وهنې سره پوره کړه.

د وارن لوبډلې لپاره کېلېس په ۲۳ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۷ او سنګکارا په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

ریکي پونټینګ په ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ټنډولکر لوبډلې لپاره سوان تر ټولو غوره او پیاوړی توپ اچوونکی ثابت شو. سوان خپل څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او دوه ویکټې يي ترلاسه کړې.

د کرکټ د ستور د دریو شل اورویزو سیالیو لومړۍ دوه لوبې هم د وارن لوبډلې په بریا پای ته رسیدلې وه. د وارن لوبډلې د ټنډولکر لوبډلې ته د سیالیو دغې لړۍ کې ۳-۰ سره ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x