افغانستان

ارګ یو ځل بیا د سولي امیدونه پر پاکستان وتړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ خبري کانفرانس ته د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وویل، که پاکستان وغواړي، کولای سي د سولي په پروسه کې د یو ښه همکار په حیث برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې سوله د افغانانو غوښتنه ده، لومړی سوله باید د پاکستان سره بیا د طالبانو سره وشي.

نوموړي وویل چې پاکستان د سولي په پروسه کې ښه برخه هغه وخت اخیستلای سي، کله چې په خپل هیواد کې د طالبانو په ضد فعالیت زیات کړي، خصوصا هغه طالبان چې په افغانستان کې جنګیږي او هغه طالبان چې د کابل د حکومت سره ناستي او سولي ته زړه ښه کوی، هغه دي سوله وکړي.

نوموړي ویلي وه چې پاکستان د افغانستان دښمن خپل دښمن بللی وو، نو پر دغه اساس باید په پاکستان کې د طالبانو سره دښمنانه سلوک وکړي.

ویل کیږي د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف امریکا ته تللی، تر څو هلته د امریکايي جګپوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث وکړي.

ددې تر مخه د پاکستان نواز شریف هم امریکا ته تللی وو او هلته یې د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره په ګډه د طالبانو څخه د افغان حکومت سره د مذاکراتو غوښتنه وکړه.

نوموړي په یوه بله غونډه کې وویل چې د افغانستان حکومت ددوی څخه هم د طالبانو وژل غواړي او هم یې سولي ته اماده کول غواړي، چې دواړه په یوه وخت ناممکن دی، پاکستان به یا طالبان سولي ته حاضره وي، او یا به یې وژني.

باید وویل شي چې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو له کبله افغانستان د پاکستان سره خپلي اړیکي ترینګلي کړې او پر دغه هیواد یې تور لګولی چې د طالبانو سره مرسته کوي.

د افغانستان ولسمشر د بهرنیو اړیکو هغه اولویت چې د خپل ولسمشرتوب په لومړیو کې پاکستان ته ورکړی وو، یو ځل بیا هند ته ورکړ، په دې وروستیو کې د ولسمشر امنیتي سلاکار حنیف اتمر هندوستان ته سفر وکړ او هلته یې د پوځي چارواکو سره د درندو وسلو او پوځی ملاتړ خبره وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x