افغانستان

پکتيکا: برمل کې پاکستاني پوځيانو جوړه کړې دروازه رسماً پرانیسته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په انګوره اډه سیمه کې د پاکستاني پوځيانو له لوري جوړه شوې دروازه تېره ورځ رسمي پرانیستل شوه.

دغه دروازه چې په افغان خاوره کې نږدې دېرش کیلومتره وړاندې د پاکستان د «پولې» په توګه جوړه شوې ده، شپږ میاشتې وړاندې يې کارونه پيل او په یوه میاشت کې يې کار پای ته ورسید.

د دې دروازې د جوړولو پر مهال افغان سرحدي ځواکونو د ولایتي یا هم مرکزي امره پرته له پاکستاني پوځيانو سره جګړه وکړه چې پکې د نجيب الله په نوم یو تن افغان ساتنمن ووژل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې له پنځو میاشتو راهیسې دا دروازه همداسې تړلې پاتې وه، خو ټولې موټرې به له دروازې نه دوه کلیومتره څنګ ته پرېښودل کېدل، مګر تېره ورځ د لوړ پوړو پاکستاني پوځيانو په ګډون دا دروازه د پاک – افغان «پولې» په نامه پرانیستل شوه.

په سیمه کې سرحدي ځواکونه وايي چې دوی په دې دروازه د پاکستان بیرغ ولید چې جنرالانو پورته او دا دروازه يې د موټرو د تګ – راتګ لپاره پرانیسته.

د پکتیکا ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د دروازې د جوړولو په مهال يې ویلي و، چې دوی يې کار ور درولی او پاکستاني پوځيان يې شاتګ ته اړ کړي دي.

د سیمي قومي مخورو هغه مهال د پکتیکا د ځايي چارواکو دا څرګندونې بې بنسټه وبللې او تر ولسمشره يې خپل غږ ورساوه، چې د دوی په سیمه کې پاکستاني ځواکونه ډېر وړاندې راغلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق کېندنې چارې روانې، په ننګرهار او کندهار کې پراخې سیمې د پاکستاني پوځیانو تر واک لاندې شوې دي، خو افغان لوړ پوړي چارواکي يې پر وړاندې چوپ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکبرخان

دا ګوډاګئ دولت چې ټوله ورځ د تمامیت ارضي تمامیت ارضي د ساتلو چیغې وهي، ولې د پاکستانیانو د دې ښکاره تجاوز په وړاندې ناتوانه او چوپه خوله پاتې ده؟؟؟ همدا په فساد کې ډوب دولت او فاسد چاوراکي دي چې دا خاوره پلوري کنه ولې تر دې د وړاندې بنجاب دا جرأت نشو کولائ چې خپلې پښې د افغان خاورې ته نزدې کړي. ډیر د افسوس ځای دئ!

ذبیح الله

زما تبصره مو ولې خپره نکړه …. ددې تورمخو اثرات دي درباندې؟؟؟

محمد داود شینواری

سوال دا هم دی ، چه طالبان ولی عکسلعمل نه شکاره کوی ؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x