
فارياب چارواکو د طالبانو له لوري د ګلیم باف سیمې نیول ومنل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو له څو ورځې محاصرې وروسته د پښتونکوټ د ګلیم باف سیمه او پکې مېشتې امنیتي پوستې بشپړې ونیولې.
وسله والو طالبانو تېره ورځ وویل چې ياده سیمه يې نیولې او لسګونه عسکرو ورته وسلې په ځمکه اېښې دي.
د دوی په وینا په دې سیمه کې ۲۱ امنیتي پوستې موجودې وې او په ۵۵۰۰ کورونو مشتمل ۱۲ کلي پراته دي.
د پښتونکوټ ولسوالۍ ولسوال عبدالقدیر قادري وايي چې دغه سیمه درې ورځې کلابنده وه، دوی يې د خلاصون لپاره ډېرې نارې ووهلې خو چا يې غږ وانه وريد.
نوموړی وايي چې د دوی ځواکونه له ګلیم باف سیمې نه په تېښته بريالي شوي او سرحوض سیمې ته يې ځانونه روغ رسولي دي، خو د فارياب ولایتي شورا بیا د اربکيانو د قومندان په ګډون د شپږو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې شورا مرستیال طاهر قادري وايي چې د قرق ایګیټ په چهل جوان سیمه کې د قومندان امان الله په ګډون شپږ اربکيان وژل شوي دي.
د دوی په وینا په دې سیمه کې ټول ۱۵۰ عسکر تسلیم شوي دي، چې تر دې وړاندې په بندر سیمه کې هم د دوو قومندانانو په ګډون ۱۸ تنه له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د نظامي چارو پوهانو په اند د افغان ځواکونو له لیکو ډله ییزې تېښې د عسکرو د کمزورې روحیې ښکارندویي کوي او د پاتې عسکرو په روحیه منفي اثر پریږدي.
په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ «سیګار» په راپور کې راغلي و چې د ۲۰۱۳ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر جنورۍ پورې د افغان ځواکونو له لیکو څخه څلویښت زره «۴۰،۰۰۰» سرتیري تښتېدلي دي، چې ډېری يې طالبانو ته ورغلي دي.