دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( یو پنځوسمه برخه )

م. محمد نعیم

دا چې اسلام د پور په ادا کولو ټینګار کوي، او په ځانګړي ډول په ګڼو احادیثو کې یاد شوی، لاندې څو لاملونه کېدای شي:

لومړی: پور ځکه یاد شوی چې هر څوک یې کولی شي، په دې معنی چې پور کول یو روا کار، او په ټولنو کې معمول دی، او کوم چې غصب، غلا، چور او چپاول دی، دا ټول هغه ګناهونه دي چې نه شرعا جواز لري او نه عرفا، هم په شریعت کې جرم دی اوهم په عرف کې، له همدې کبله دې ډول ګناهونو ته څوک زړه نه ښه کوي. او پور په عام ډول هر څوک کوي، ځکه ناروا نه دی. کېدای شي د پور په اړه د وعید یو حکمت دا وي چې په دې توګه یې له اړتیا پرته مخنیوی وشي. تر څو هر څوک زړه ورته ښه نه کړي.

دوهم: بل دا چې که د پور اخیستو په اړه وعید نه وی، بیا به هر چا د کمې اړتیا پر مهال هم پور کاوه، ددې پر ځای چې خپله کار وکړي، زیار وباسي، لاس تڼاکې کړي، له هر چا نه به پور غواړي، په دې توګه به په ټولنو کې بیکاري زیاته شي، لټان به زیات شي، د بې همتۍ کچه به لوړه شي، په داسې حالت کې بیا هر ډول ګناوو ته لاره پرانیستل کېږي، بیکاري او لټي نه یوازې دا چې یوه اجتماعي ناروغي ده، بلکې د افرادو د روغتیا او سلامتیا لپاره لوی سرطان دی، د اسلام مبارک دین هېڅکله نه غواړي چې مسلمان د بل د اوږو بار وي، اسلامي ټولنه دې بیکاره او لټه وي، اسلام خپل پیروان هڅوي چې باید کار وکړي، د خپل لاس ډوډۍ وخوري، تر څو هم خپله آسوده وي، هم ټولنه فعاله، آرامه او له جرمونو او ګناهونو پاکه وي.

دریم: معمولا انسان هڅه کوي خپل حق له نورو واخلي، د نورو د حق ور کولو پروا نه ساتي، کله چې پور اخلي خوښ وي، خو بېرته ور کولو ته یې ملا ماته وي، په دې توګه د خلکو تر منځ جنجالونه را منځ ته کېږي، غیببتونه کېږي، یو په بل تورونه پورې کېږي، د خپلوۍ او صله رحمۍ مزي سستېږي او پرې کېږي، د خلکو خبره وینې سپېنېږي، د انډېوالۍ، ملګرۍ او دوستۍ فضا په کرکو او نفرتونو بدلېږي.

ما خپله ډېر داسې حالات لیدلي چې د پور او قرض له وجې ډېر خواږه دوستان، ملګري او انډېوالان سره خوابدي شوي، اوږده او خوږه دوستي یې په دښمنۍ بدله شوې، خبره یوازې د دوه کسانو تر منځ نه ده، بلکې لویې لویې کورنۍ سره په جنجال کې لوېدلې دي، د یو پور له امله ګڼې کورنۍ په دښمنۍ سره اوړي.

کله که پور اخیستونکی مري، بیا یې د ورثه وو تر منځ د جنجال اور بل شي، ټول پکې سوځي، پوروړی وايي زما پور پرې پاتې دی، ورثه یې وايي نشته، سند راوړه، بیا په دې سره جنجال وي چې لږ دی که زیات دی، ورثه یې په خپلو کې په جنجال سره اخته شي، یو وايي ته یې ور کړه، بل وايي ته یې ور کړه، لنډه دا چې یوه پنډه جنجالونه ترې جوړ شي، او داسلام مبارک دین یو اساسي اصل دا دی چې باید د مسلمانانو په ځانګړي ډول خپلوانو، دوستان، ملګرو او انډېوالانو تر منځ خواخوږي او ورورولي وي، او هر هغه شی چې د خواخوږۍ او وروولۍ مخه نیسي د اسلام مبارک دین یې سخت غندي، له همدې کبله د صله رحمۍ په اړه راځي چې روزي زیاتوي، عمر اوږدوي، او هر هغه څوک چې صله رحمي غوڅوي الله تعالی وايي زه به یې له خپل رحمت نه بې برخې کړم!.

څلورم:  د پور په ادا کولو د اسلام د مبارک دین د زیات ټینګار یو حکمت دا هم کېدی شي، چې دغه د انساني خواخوږۍ او اسلامي ورورولۍ نښه له منځه لاړه نه شي او د بېوزلانو لاس نیوی وشي، که په خپل وخت پور ادا نه کړل شي، پور ورکوونکی مجبورېږي بیا ځل چا ته پور ور نه کړي، او حال دا چې په ټولنو کې هرومرو داسې کسان وي چې پور کولو ته اړتیا لري، د پور په ادا کولو کې له یوې خوا د بېوزولانو او اړمنو کسانو اړتیا پوره کېږي، له بلې خوا د ټولنې د غړو تر منځ خواخوږي، همدردي او ورورولي ټینګېږي، ځکه اسلام د پور په ادا کولو زیات ټینګار کوي.

پنځم: د پور نه ادا کول د نورو ګناوو لامل ګرځي، څوک چې پور وکړي، که یې وس وي په خپل وخت یې ادا کړي خو ډېر ښه، چې دا ډېر کم پېښېږي، او که یې وس نه وي، مجبورېږي پوروړي ته درواغ ووايي، بې لوظي ور سره وکړي، وعده خلافي ور سره وکړي، دا ټولې هغه کبیره ګناوې دي چې د هرې یوې په اړه په مبارکو احادیثو کې ګڼ وعیدونه راغلي، بې لوظي او وعده خلافي خو د منافقت له نښو څخه، او درواغ د ګناهونو مور ګڼل شوې.

د سمندر شهید ته پور هم بښل کېږي!

لكه د شهیدانو د ډولونو په برخه کې چې تېر شول، د سمندر شهید د وچې له شهید نه غوره او مرتبه یې ترې لوړه ده، یو غوره والی یې دا دی چې دسمندر شهید ته پور هم بښل کېږي، کوم څه چې د وچې شهید ته نه بښل کېږي، مخکې خبره یاده شوه چې له پور نه موخه حقوق العباد دي، نه یوازې پور، په دې اړه دا ډول روایت شوی، ( عَنْ سُلَيْمِ بْنِ عَامِرٍ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا أُمَامَةَ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « شَهِيدُ الْبَحْرِ مِثْلُ شَهِيدَىِ الْبَرِّ وَالْمَائِدُ فِى الْبَحْرِ كَالْمُتَشَحِّطِ فِى دَمِهِ فِى الْبَرِّ وَمَا بَيْنَ الْمَوْجَتَيْنِ كَقَاطِعِ الدُّنْيَا فِى طَاعَةِ اللَّهِ وَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَكَلَ مَلَكَ الْمَوْتِ بِقَبْضِ الأَرْوَاحِ إِلاَّ شَهِيدَ الْبَحْرِ فَإِنَّهُ يَتَوَلَّى قَبْضَ أَرْوَاحِهِمْ وَيَغْفِرُ لِشَهِيدِ الْبَرِّ الذُّنُوبَ كُلَّهَا إِلاَّ الدَّيْنَ وَلِشَهِيدِ الْبَحْرِ الذُّنُوبَ وَالدَّيْنَ )[1]

ژباړه: له سلیم بن عامر نه روایت دی وايي له ابو امامه رضی الله عنه نه مې واورېدل چې ویل یې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل یې: ( د سمندر د شهید اجر د وچې ددوه شهیدانو هومره دی،  او هغه مجاهد چې په سمندر کې یې سر ګرځي، د هغه مجاهد په څېر دی چې په وچه کې  په خپلو وینو کې رغړي.

او دسمندر ددوه څپو تر منځ دومره اجر دی، لکه یو څوک چې خپل ټول عمر د الله جل جلاله په عبادت کې تېر کړي، او الله جل جلاله د د سمندر له شهید پرته د ارواحو د اخیستو  دنده ملک الموت ته سپارلې، او دسمندر د شهیدانو ارواح الله جل جلاله په خپله اخلي، د وچې شهید ته له پور نه پرته ټولې ګناوې بښل کېږي، خو  د سمندر شهید ته د نورو ګناهونو تر څنګ پور هم بښل کېږي.

ملا علي قاري رحمه الله کله چې د وچې د شهید په اړه د علماوو اقوال یادوي چې پور یعني حقوق العباد نه ورته بښل کېږي، ورپسې داسې وايي: ( قلت إلا شهيد البحر فإنه يغفر له الذنوب كلها والدين كما ورد في حديث وورد أيضا أن الله تعالى يقبض أرواح شهداء البحر لا يكل ذلك إلى ملك الموت… )[2] ژباړه: ما ویل د سمندر له شهید پرته، ځکه هغه  ته هره ګناه، او پور هم بښل کېږي، لکه په حدیث کې چې راغلي دي، همدا ډول راغلي چې د سمندر د شهیدانو ارواح الله تعالی په خپله اخلي، ملک الموت ته یې نه سپاري.

لکه مخکې چې تېر شول، سمندري جګړه د وچې جګړې په پرتله ګرانه ده، له همدې کبله د سمندري جګړې شهیدانو اجر او رتبه د وچې جګړې تر شهیدانو زیات ا لوړه ده، همدې اصل او معیار ته په کتو سره ویلی شو چې د هوايي جګړې شهیدانو درجې او اجرونه به د سمندري جګړې له شهیدانو هم لوړې او زیات وي، ځکه اوس مهال  هوايي جګړه د سمندري جګړې په پرتله ګرانه ده. دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې هوايي جګړه نه وه، نو کېدای شي له همدې کبله یې په احادیثو کې یادونه نه وي شوې، او تر دې ټولو زیات اجر او لوړې درجې بیا د فدايي او استشهادي مجاهدینو کېدای شي، په دې اړه مخکې بحث شوی.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – سنن ابن ماجه, باب فضل غزو البحر. المعجم الكبير للطبراني. حديث أبي أمامة. رضي الله عنه.
[2] –  مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، کتاب الجهاد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x