نړۍ

سلواکیا: د چورلکې د غورځېدو په پيښه کې ۷ افغان کډوال وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د اوکراین یوه چورلکه تیره چهار شنبه په سلواکیا کې غورځېدلې، چې له کبله یې اوه تنه افغانان او یو پیلوټ وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم دغه چورلکه تیره چارشنبه د سلواکیا په ځمکه کې غورځېدلې وه، خو د ګردونو له وجي د چورلکې د موندنې چاري ځنډېدلي وې.

د سلواکیا د کورنیو چارو وزارت وايي په دغه چورلکه کې پنځه نارینه او دوه ښځو سفر کوی، د جمعې په ورځ یې درک ولګېد. او زیاته کړې چې په چورلکه کې پاسپورټونه تر لاسه شول چې په هغو باندي عربي توري لیکل شوي، د تحقیقاتو وروسته معلومه شول چې پاسپورټونه د افغانستان دي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند اوان نیټیک رسنیو ته ویلي چې دغه Mi-2 هلیکوپټر په خراب موسم کې په ډیره ټیټه سطحه پرواز کوی او غوښتل یې چې د رادار څخه ځان وساتي چې د یادي پيښي سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړې چې دوی ددې پيښي په اړه د اوکراین سره په اړیکه کې دي، داسي ښکاري چې د بشري تجارانو کومه مافیا په دې کې لاس لري.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې افغانان په زیات شمېر د جرمني او اوروپا په لور روان دي چې د هغوی څخه یې یو شمېر پر لارو د غرقېدو او موسمي ناروغیو له کبله مړه کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې افغان کډوال د قاچاقي الوتکو په واسطه د مرګ سره مخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x