افغانستان

نن د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): نن په هېواد کې د ټولو ولايتي شوراګانو د وکيلانو له لوري د دې شوراګانو د اداري پلاوو ټاکنې ترسره کېږي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وايي چې نن « د لړم ۲۴مه » د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوو د ټاکنې ورځ ده او په وينا يې دا پرېکړه تېره اوونۍ په یوه غونډه کې وشوه.

د سرچينې په وينا په دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملی دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت رییس، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر او د سیمه ییزو ارګانونو پر غړو سربېره د ويډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو مسوولین او د ولایتي شوراګانو مرستیالان هم برخه وال و.

یوسفزاده وايي چې په یاده غونډه کې د « لړم ۲۴مه » د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوو د ټاکنو ورځ وټاکل شوه او په وينا يې ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې ټاکنو د ورځې د تغیر او په ټاکنو کې د لاسوهنې حق هیڅوک نه لري.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو تر څنګ ترسره شوې، چې نن يې د اداري پلاوو د ټاکل کېدو ورځ ټاکل شوې ده، تر اوسه اجرايوي رییس د دې ټاکنو یا يې هم د کره ورځې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x