چارواکي: هلمند کې ۸۸ عسکر او څلور ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت په وروستیو نښتو کې ۸۸ عسکر او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هلمند والي میرزاخان رحيمي وايي چې مرکز لښکرګاه ته څېرمه او د مارجې ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې ۸۸ عسکر، څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه دعوه وکړه چې په دې جګړو کې يې دوه سوه وسله وال طالبان هم وژلي دي، خو وسله والو طالبانو د خپلو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د ۶۵ تسلیم شویو عسکرو په اړه يې هم پلټنه روانه ده او په وينا يې هغه نظامي مسوولین چې پخپلو دندو کې يې بې پروايي کړې ده، له پېژندنې وروسته څارنوالي ته معرفي شي.

د هلمند والي وايي چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د جګړې له امله ۳۰ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

یاده دې وي د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه پر نښتو سربېره په مارجه او سنګين ولسوالیو کې هم نښتې روانې دي چې افغان چارواکو يې هم پخلی کړی دی.

میرزاخان رحیمي وايي چې په سنګین کې جګړې زور اخیستی خو په وينا يې لا هم د ولسوالۍ ودانۍ د دوی په واک کې ده.

یاده دې وي هلمند یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د موسمې جګړو پر ځای پکې پرلپسې جګړې روانې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د