د وایو (Vivo) نوی سمارټ فون له لاندنیو ځانګړتیاو سره وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه ۱۳۹۴ل): وایو (Vivo) چینايۍ کمپنۍ له اوږدې مودې څخه په خپل پیاوړی سمارټ فون چې وایو ایکس ۶ (Vivo X6) نومول شوی کار پیل کړی.

د دغې سمارټ فون وروستي خپاره شوي تصویرونه ښيي چې دغه سمارټ فون ښکلی ډسپلې لري او په فورس ټاچ (Force Touch) نومې ټکنالوژي کوم چې د ایفون په وروستیو ماډلونو کې موجود و سمبال شوی.

د هغو راپورونو پر بنسټ چې د دغې سمارټ فون په اړه خپاره شوي دغه فبلېټ ډیر پیاوړی دی چې له همدې امله د دغې فبلېټ ګرافیک فعاله ساتلو لپاره یو ګیګابایټ ځانګړی رېم په نظر کې نیول شوی.

دغه چینايۍ کمپنۍ خپل دغه فبلېټ کې د فورس ټاچ (Force Touch) ټکنالوژي کوم چې د بې شمیره کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شوی هم ځای پر ځای کړی او د کمپنۍ په وینا دغه فبلېټ کې ۹۸٪ فلز کارول شوی.

د ځینو راپورونو او شته معلوماتو پر بنسټ د دغه ښکلی او پیاوړی سمارټ فون ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي.

• ۶ انچه کیو ایچ ډي (QHD) ډسپلې.
• اته هستې لروونکی هیلیو ایکس ۲۰ (Helio X20) نومې پروسېسر په کې کارول شوی.
• ۴ ګیګابایټ رېم لري چې یو ګیګابایټ يي د پروسېسر ګرافیک ته ځانګړی شوی.
• ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لروونکی بیټرۍ لري.