دخپلواکی بدره!
زه چــي دوصل ښكلـــي باب د عشـــق كتاب كي غواړم
بـــس لــكه تږي مسافـــر چـــينــې سراب كـــي غواړم
خدايه ! چي ستا لپاره تورو غروكـــي شپې تېروي
هامسافـــر طالب مسجد او په محرابــــــ كى غواړم
اي د نايټ كلپ دفحــــاشۍ او عريانــۍ داعيانــو!
زه مـې دخپل وطـن پېغلوټې په حجــــاب كي غواړم
چي مستانـــــه د الا هـــو په شور كي وځنګېـــــــږم
ستاد توحـــــيددترنم تار په ربآبــــــــ كې غواړم
چـــي له تورتــــــم دغلاميو ځــــل و بـــــل راووزې
دازادۍ بــــــدره ! تا بيا په اٌب وتــــاب كي غواړم
كه دي زما غـــــزلــــې تنــــده دادب ماتــــه كــــــړه
نو (حليمياره) پيا غزل درنـــــه جواب كــــــي غــــواړم
حمدالله حليميار