افغانستان

سرپل: د طالبانو د قومندان په نوم یو تن درې ځلې حکومت ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د سرپل چارواکي وايي چې یو تن د طالب قومندان په نوم د درېیم ځل لپاره دوی ته تسلیم شوی دی.

دغه کس چې خیال محمد نومېږي تر دې وړاندې هم دوه ځلې حکومت ته له څو تنو سره پر دې پلمه تسلیم شوی چې ګواکې په سیمه کې د طالبانو د یوې ډلګۍ مشر دی.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم وايي چې دغه کس تېره ورځ له څو تنو سره دوی ته د درېیم ځل لپاره تسلیم شوی دی.

که څه هم د سرپل والي يې لا هم د طالبانو یو ځايي قومندان بولي مګر د سیمې اوسېدونکي وايي چې خیال محمد یو عادي سړی دی، او پر هر ځل تسلیمېدو يې ډېرې پیسې تر لاسه کړې دي.

د سرپل چارواکي وايي چې دوی تر اوسه هم پر خیال محمد باوري نه دي، چې بیا به هم د دوی له واکه ووځي او که به پر همدې تسلیمۍ بسنه وکړي.

وسله والو طالبانو هم د خیال محمد پر هر ځل تسلیمي کومه تبصره نه ده کړې او نه يې هم هغه د خپل کوم قومندان په توګه یاد کړی دی.

تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د سولې ولایتي شوراګانو ورته کسان د تسلیم شویو طالبانو په نوم معرفي کړي، چې تسلیم شویو کسانو ته پیسې ورکړل شوې او د سولې شورا د خپل فعالیت کریډیټ لوړ کړی دی.

څارونکو ډېر وخت د دولت له لوري د طالبانو په نوم د اشخاصو پر تسلیمۍ شک څرګند کړی او د دوی په باور دا یوازې رسنیزه ډرامه وي چې دولت يې د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x