نړۍ

امریکا د شکیل افریدي د خلاصون لپاره د پاکستان سره پټ مذاکرات کوي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا خبري تلویزون فوکس نیوز وايي، د هغه ډاکټر د خلاصون لپاره په لوړه سطحه پټ مذاکرات روان دي، چې د القاعده د مشر، اسامه بن لادن د ځای معلومولو په موخه یې امریکايي څارګرې ادارې سره مرسته کړې وه.

ډاکټر شکیل افریدی پاکستانی ډاکټر دی، چې د امریکا د استخباراتو لپاره يې د پولیو د واکسین په پلمه جاسوسي کوله.

د فوکس نیوز په وینا شکیل افریدي پاکستان ته په خیانت تورن دی. د هغه تبادله په اوس وخت کې هیڅ امکان نه لري.

دغه سرچینه وايي چې د امریکا استخباراتي ادارې (سي آی ای) مشرتابه خپل مذاکره چیانو ته پوره واک او صلاحیت ورکړی تر څو په هر قیمت چي وي، شکیل افریدي د پاکستاني زندان څخه را خوشي کړي.

بل اړخ ته ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د سي آی ای ټولو وروستیو غوښتنو ته منفي جواب ورکړی.

یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط فوکس نیوز ته ویلي «آی ایس آی دوی ته دا بهانه کوي چې تر اوسه د شکیل افریدي قضیه ډیره حساسه ده»، که چیري د شکیل افریدي په قضیه کي خاموشي اختیار کړل سي، نو د هغه د ازادیدو چانس به لا زیات سي.

او زیاته کړې چې په ډیر افسوس سره باید په دې اعتراف وکړو، که د ډاکټر شکیل افریدي ژر خلاصون غواړو نو باید په بندي خانه کې یې بندي پریږدو او په خاموشي سره هر څه وکړو.

د نوموړي د خلاصون لپاره په لوړه کچه د سي آی ای هغه چارواکي په کار ګومارل شوي چې د دې ترمخه یې په پاکستان او افغانستان کې د خپلو ترې تم شویو او بندیانو د خلاصون لپاره هلي ځلي او مذاکرات کړي دي، خو ویل کیږي چې دغه چارواکي هم د ډاکټر شکیل افریدي په قضیه کې د یو بند حالت سره مخ دي.

ډاکټر شکیل افریدي د امریکايي استخباراتي ایجنسۍ (سي آی ای) لپاره کار کړی، نوموړي د واکسین په پلمه د پاکستان په ابیټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن پټن ځای په نښه کړ، د نوموړي د ماشومانو (ډي این ای) تر لاسه کړه، او د امریکایانو سره یې د دغه ځای په نښه کولو کې مرکزي کردار ادا کړ.

د دې تر مخه چې ډاکټر شکیل د پاکستان څخه ووځي، د نوموړي راز د امریکا د سي آی ای مشر لیون پانیتا افشا کړ، ډاکټر شکیل یې د امریکا د یو اتل په صفت ونوماوه، چې له کبله یې د پاکستان امنیتي چارواکو نوموړی ټینګ کړ او په کال ۲۰۱۲ کې پر نوموړي د ۳۳ کلونو بند حکم وکړ، د نوموړي په اړه د بند دغه پریکړه وروسته ۲۳ کلونو ته را ټیټه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ذبیح الله

دا تورمخي منافقین (آی ایس آی) اوس مسلمانان په خپلو منافقانه خبرو دوکه کول غواړی !!!! دا هر څه د همدې پلیتې ادارې په خوښه شوي ، تاسو به د هغو پاکستاني جنرالانو خبرې اوریدلي وی چې هغوی په خپله دا اقرار کړی چې د آی ایس آی غړي د سی آی ای غړي هم ګڼل کیږي او تر مینځ يې هیڅ توپیر نشته ….

الحاج استا ذ بیانزی

په دی اړه به زه خپلی سیاسی څیړنی او حقایق په چلا لیکنه کی ولیکم ، دومره به لنډه ووایم چه د اسامه مرګ د سپټمبر د جعلی تراجیدی سره کټ مت ډیر ورته والی لری ، څرنګه ، دا به په لیکنه کی انشالله په ډاګه شی . مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x