نړۍ

فرانسه: اپوزیسیون د حکومت څخه د مسلمانانو په ضد اجراءات غواړي

نن ټکی آسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فرانسې اپوزیسیون سخت دریځي ګوند پر حکومت تنقید کړی چی ولي د مسلمانانو په ضد سخت اجراءات نه تر سره کوي.
دغه ګوند د حکومت څخه غوښتي چې د مسلمانانو مسجدونه دي وتړل شي او پر اسلامي ګوندونو دي بندیزونه لا سخت شي.

د فرانسې د ښې لاسي سخت دریځي ګوند مشري مارین لوبن ویلي چې یوازي به د مسلمانانو په ضد سخت دریځ اجراءات وکولای شي چې د فرنسوي اتباعو ژوند وژغوري، او زیاته یې کړه: «دا د وخت اړتیا ده».

مارین لوبن زیاته کړې: وروستیو بریدونو فرنسا ضعیفه کړې، فرنسا باید یو ځل بیا خپل دفاع قوي کړي، پر اسلامي ګوندونو دي بندیزونه سخت شي، د سخت دریځو مسجدونه دي وتړل شي، او هغه اجنبيان دي وشړل شي چې زمونږ په هیواد کې سخت دریځۍ ته بلنه ورکوي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په فرانسې کې د اسلامي ګوندونو فعالیت دومره ازاد نه وو، دغه هیواد پر مسلمانو میرمنو د خپل دین او عقیدې سره سم پر اسلامي حجاب هم بندیز لګولی وو.

بل اړخ ته د فرانسې لومړي وزیر مانیول فالس ویلي چې مونږ د اسلامي دولت ډلي سره په جګړه کې یو، مونږ به په فرنسا، اوروپا، او سوریه کې دغه دښمن ځپو، او زیاته کړې، مونږ به هم په همدې شدت سره جواب ورکړو، دغه جګړه په هیواد کې دننه او هم په سوریه کې کوو.
نوموړي د نورو ورته بریدونو خبرداری هم ورکړ او زیاته یې کړه چې مونږ به د مساجدو ټول سخت دریځي امامان له هیواده وشړو او د هغوی څخه به د هیواد تابعیت سلب کړو.

د یادوني وړ ده دوه شپې وړاندي د پاریس په مختلفو برخو کې اوه تنه وسلوالو په ولسي وګړو ډزي وکړې او بیایی د هغوی په منځ کې ځانونو ته چاودنه ورکړه چې له کبله یې د رسمي احصائیاتو له مخي تر اوسه د ۱۲۹ تنو د وژل کیدلو تصدیق شوی دی، ګمان کیږي چې دغه شمېره به نوره هم پورته شي.

ددغه پيښي په اړه ویل کیږي چې درې تنو وسلوالو د فوټبال د لوبغالي مخته، درو وسلوالو په یوه تیاتر کې او یوه کس په عام سړک باندي پر خلکو برید وکړ چې له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیدل.

ددغه پيښي مسؤولیت په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلي اخیستی خو فرانسوي امنیتي چارواکي وايي چې لا په دې اړه تحقیقات روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x