افغانستان

لښکرګاه کې پر بهرنيو عسکرو سرتېری بريد وشو

نن ټکی اسيا (يکشنبه ۲۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتېری بريد وشو.

افغان اسلامي اژانس د لښکرګاه د اوسېدونکو له قوله وايي، چې نن مازديګر څلور بجې يو سرتيري بريدګر له چاودېدونکو ډک موټر په واسطه د هلمند سيند پر غاړه د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتېری بريد وکړ.

راپورونه وايي، چې بريد کې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او موټر يې هم له منځه تللي دي.
بريد د هلمند مرکزي زندان او ملي امنيت رياست څېرمه سيمه کې د مارجې او نادعلي ولسواليو پر لويه لار شوی دی.
د بريد له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه د هلمند ولايت چارواکو او بهرنيو عسکرو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د بريد مسؤوليت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

helmand blast

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x