دیني، سیرت او تاریخ

د فدايانو د ظهور په اړوند د رسول الله اطلاع او اخبار

رسول الله فرمايلي دي، چې له ما څخه وروسته به داسې قوم راځي، چې هغوى به زما د رؤيت او ليدو  په موخه دا ښه ګڼي چې له خپل اولاد او مال څخه تيرشي او زما د ملاقات لپاره خپل اهل او مال ټول فدا کړي.

دا د رسول الله ځانګړي وړاندوينه او معجزه ده، چې په اوس مهال کې يې مصداق ټولي نړۍ په سترګو وليد، ښائسته ښائسته صحتمند ځوانان، سپينږيري حتى زنانه په سالم هوش او حواس کې له کوم جبر او زور څخه پرته په خپله خوښه، په ډېره مينه او ځانګړي شوق  په رسول الله صلی الله علیه وسلم ځان فدا کوي،

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دين د ساتني په موخه د اسلام په دښمنانو او د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې احترامي کونکو او د قرآن کريم په توهين کونکو له خپل مال او اهل څخه تير دي او فدايې تندريز بريدونه تر سره کوي، په خلاص مټ او په خوشحاله اروا مرګ ته په داسې توګه غيږ ورکوي، چې د وجود غوښي او هډونه يې په ټنونو بارودو کې ذره ذره شي.  

    بزار په خپل مسند  کې له حضرت ابو هريره رضی الله تعالی عنه  څخه روايت را نقل کړى دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي.

حَدَّثَنا أحمد بن عمرو بن عبيدة العصفري حَدَّثَنا عبيد الله بن عبد المجيد الحنفي حَدَّثَنا عبد الرحمن بن أبي الزناد عن عمرو بن أبي عمرو عن سهيل بن أبي صالح , عن أبيه , عن أبي هريرة رضي الله عنه , قال : قال رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إن قَوْمًا يَأتُوْنَ مِنْ بَعْدِيْ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ أن يفتدي بِرُؤْيَتِي أهله وماله .( )

ژباړه: … رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: يقيناً له ما څخه وروسته به يو قوم راځي، هر يو کس د هغوى به دا غوره ګڼي، چې زما په ليدنه(ملاقات) خپله کورنۍ او مال هر څه  فدا (قربان) کړي.
همداسي طبراني هم په معجم الکبير کې روايت را نقل کړى  دى.

- حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بن عَلِيٍّ الْمَرْوَزِيُّ، ثَنَا الْحَسَنُ بن يَحْيَى الأَزْدِيُّ، ثَنَا عُبَيْدُ اللَّهِ بن عَبْدِ الْمَجِيدِ أَبُو عَلِيٍّ الْحَنَفِيُّ، ثَنَا عَبْدُ الرَّحْمَنِ بن أَبِي الزِّنَادِ، عَنْ عَمْرِو بن أَبِي عَمْرٍو، عَنْ سُهَيْلِ بن أَبِي صَالِحٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:”إِنَّ نَاسًا مِنْ أُمَّتِي يَأْتُونَ مِنْ بَعْدِي، يَوَدُّ أَحَدُهُمْ أَنْ يَشْتَرِيَ رُؤْيَتِي بِأَهْلِهِ وَمَالِهِ”. لَمْ يَرْوِ هَذَا الْحَدِيثَ عَنْ عَمْرِو بن أَبِي عَمْرٍو إِلا ابْنُ أَبِي الزِّنَادِ ( )

ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: په تحقيق سره ځينې خلک زما د امت چې له ما څخه وروسته به راځي، هغوى به دا ښه او دوسته ګڼې چې د خپل مال او کورنۍ په بدله کې زما ليدنه او ملاقات رانيسي.

    تاسو ته به بهتره معلومه وي، چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم مينه او محبت د ايمان يوه برخه ده او يو کس تر هغه پوري مؤمن نشي کيداى تر څو رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپل اهل، مال او ټولو خلکو څخه محبوب ونه ګرځوي.

امام مسلم له حضرت انس رضي الله عنه څخه داسي روايت را نقل کړى دى.  

عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ يُؤْمِنُ عَبْدٌ – وَفِى حَدِيثِ عَبْدِ الْوَارِثِ الرَّجُلُ – حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ .

ژباړه:…رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايلي: يو بنده (د عبدالوارث په حديث کې راغلى چې  يو سړى) تر هغه پوري مؤمن نشي ګرځيداى، تر څو ورته زه له خپل اهل، مال او ټولو خلکو څخه محبوب نشم.      
نو په اصلي توګه له رسول الله صلى الله عليه وسلمسره د کامل محبت اظهار کونکي همدا فدايان دي.

ځينې کسان د فدايې(استشهادي) بريدونو د عدم جواز فتوا ورکوي او وايې چې فدايې بريدونه حرام دي، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغوى د را تګ وړاندوينه کړي، علت د بريد يې راته په ګوته کړى، چې د دنيا د حصول، پر چا د ظلم په موخه به نه تر سره کيږي، بلکې د رسول الله صلى الله عليه وسلم او اسلام په مينه کې به مستغرق وي، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ملاقات شوق به يې په زړه کې وي. دا هم ياد ساتئ چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم رؤيت يا ليدنه له مرګ څخه پرته په دنيا کې  نشي تر سره کيداى، نو که چیرته فدايې برېدونه حرام واى، بيا به رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل رؤيت يا ملاقات د دوى له قرباني، سرښندي، فِدَا کيدنې او فنا کيدنې سره نه و مقيد کړى او د صفت د مقام په ځاى به دا حديث د دوى په ذم کې وو.

    که څوک د همدې حديث مصداق عام مجاهدين يا عام مسلمانان چې د عمل په ځاى  يواځي په زړه کې يا په اعتبار د آينده سره د مال او اهل د قربانولو اراده لري وګرځوي، نو دا صحيح ځکه نه ده، چې مجاهدين او مسلمانان خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې هم موجود وو، نو بيا د يو خاص قوم ځانګړي کول او د  من بعدي قيد څه ګټه نشته او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې دا قوم به وروسته راشي، نو له فدايانو څخه پرته د وروستۍ زمانې خلک خو ټول د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وخت د خلکو په څېیر دي، تر دې چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مينه  او محبت د صحابه کرامو په نسبت کم دى، نو ثابته شوه چې له فدايانو څخه پرته بل څوک له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د داسي قوي محبت اظهار نشي کولاى.
    بله مهمه خبره دا ده، چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ملاقات او ليدنه خو به ټول مسلمانان مشرف کيږي، خو دوى يې ځکه په ځانګړي توګه ياد کړي، چې دوى به د رسول الله صلى الله عليه وسلم د ليدني شوق د دې جوګه کړي، چې پر دښمنانو يې فدايې بريد وکړي او له شهادت سره سم د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ملاقات مشرف شي.

    ځيني کسان کيداى شي ووايې، چې د ځان پر ځاى به خپل اهل يعني مور او پلار او مال به په حقيقي بڼه په رسول الله صلى الله عليه وسلم فدا (قربان) کوي، دا د حديث د مفهوم دوهم اړخ دى،  چې په خلکو کې مصطلح او مروج نه دى، او که داسي عمل تر سره شي، نو بيا د همدې کس په ځاى بيا دا د هغه د مور، پلار او اولاد افتخار وي، چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم  يې ځان قربان کړو، نو د ده پر ځاى بيا هغوى د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رؤيت مستحق ګرځي،  اصلي تعبير د حديث داسي دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چې له ما څخه وروسته به داسي قوم يا خلک را شي، چې زما د ملاقات، زما د دين د نصرت، زما د دين د دشمنانو د شکست او د اعلاء کلمة الله په موخه به له خپل اهل(مور، پلار، ښځي،اولاد) او مال(کور، دولت، منصب، تجارت، تنخوا) څخه تيريږي او د دې ټولو د انتخاب کولو په ځاى به ټول ترک کوي او ځان به زما په مينه کې فدا کوي.

يادونه: دا هم ياد ساتۍ چې د فدايانو د فدايې حملو لړى په داسي وخت کې را منځته او زياتي شوي، چې کافرانو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ښکاره  عداوت پیل کړو، په نړيواله کچه يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې احترامي او ګستاخي لاس پوري کړو، نو په همدې مهال کې فدايانو ظهور وکړو، له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د مرګ په بيه د خپلي ميني اظهار وکړو او کافرانو ته يې ثابته کړه، چې تاسو زموږ په رسول پسې څومره هم تبليغات وکړئ، زموږ مينه نشئ کمولاى، بلکې لا په زياتيدو روانه ده. له حديث څخه دا هم معلوميږي، چې که څوک فدايې حمله په داسي ځاى کې تر سره کړي، چې له هغې سره د رسول الله صلى الله عليه وسلم مينه او محبت ته زيان رسي او د الله تعالى او رسول الله صلى الله عليه وسلم خوښي او رضا پکښي نه وې،  نو دا يو ناوړه، ناجائز او غير مشروع عمل دى، چې له هغې څخه بيا په ځان وژنه تعبير کيږي. د فدايانو را منځته کيدا د روانې پیړۍ ستره پیښه او بدلون دى.   

د فدايانو قصه: د کال ١٤٣٣د شوال په مياشت کې د هلمند په ولايت کې د شوراب په فوځي اډه چيرته چې له اته ويشت زره څخه زيات صليبي فوځيانو ژوند کول، د څوارلسو کسانو ډله ايزه فدايې حمله تر سره شوه، دا فدايې حمله ډيره سخته او تندريزه وه، دښمن ترې تر هغه مهال نا خبره وو، تر څو فدايان د دوى استوګنځاى ته ورسيدو او خپله حمله يې پیل کړه، جګړې له څلورويشت ساعتونو څخه د زيات وخت لپاره دوام وکړ،  بيس، څیرمه ذخيرو او ډيپوګانو  ته يې داسې اور ورته کړو، چې د څو ورځو لپاره بليدو،  په دې حمله کې په لسګونو خارجيان مړه او په زيات شمير الوتکې له منځه لاړې. امريکايانو په خپله ومنله چې د  دوه سوه ميلونو ډالرو نقصان ورته اوښتى، ولې زموږ له اټکل سره د دوى تاوان له اته سوه ميلونو څخه هم زيات وشو. د برتانيې شهزاده هيري چې  په خپل اولس کې د ناوړه کارونو په تر سره کولو او د  لغړ انځورونو په نشر بدنام شوى وو، د خپل تور مخ د سپيانوي په موخه د شوراب لوري ته مخه کړي وه، تر څو ځان خپل ملت ته اتل معرفي کړي، خو د همدې  فدايانو له کبله يې داسي منډه وکړه، چې د مخ له سپينيدو څخه پرته په خيرن مخ بېرته وتښتیدو.

حافظ احمد احمد الخراسانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x