افغانستان

دفاع او کورنیو چارو وزارت یو تر بل اعتماد او هم آهنګي نه لري

نن ټکی اسيا (يکشنبه ۲۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت ومنله چې د دوی د ځواکونو تر منځ په ټیټه سطحه په ځینو مواردو کې هم آهنګي نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ملي اردو د ځواکونو له لوري په ځینو عملیاتو کې همکاري نه کول ددې سبب شوي چې د دولت له ولکې ځیني سیمي ووزي، او زیاته کړې چې همدا راز د ځینو عملیاتو په پرمخ بیولو کې هم د دفاع وزارت ځواکونو په ټیټه سطحه د سستۍ څخه کار اخیستی.

باید وویل شي چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو پر لپسې پرمختګ د دولت د مختلفو امنیتي ارګانونو تر منځ د هم آهنګۍ نه موجودیت په ډاګه کړ.

په کندوز ولایت کې د زرګونو په تعداد امنیتي ځواکونه چې په جدیدو سپکو او درنو وسلو سمبال وه، په څو ساعتونو کې د کندوز ښار طالبانو ته پرېښود، چې لوی لامل یې ددغه ځواکونو تر منځ د هم آهنګي نه موجودیت په ګوته کړل شوی.
ویل کیږي چې د طالبانو شمېر تر اوه سوه زیات نه وو.

طالبان وتوانېدل چې د کندز ښار تر ۱۵ ورځي زیات په لاس کي ولري، دوی په دغه موده کې د ښار څخه ټول وسلې، مهمات او دولتي محرم اسناد یې له ځانه سره یو وړل.

بل اړخ ته د هلمند په ولایت کې هم د طالبانو پرمختګ په اړه ددغه ولایت د ولایتي شورا مشر کریم اتل او نورو غړو د خصوصي تلویزونونو سره په تیرو ورځو کې وویل چې د طالبانو پرمختګ د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت تر منځ د هم آهنګۍ د نه موجودیت له کبله را منځته شوی، دوی د ملي اردو پر ځواکونو تور پوري کړ چې د ملي پولیسو څخه دفاع نه کوی، یوازي په خپلو قرارګاو کې د ځان څخه دفاع کوي.

باید وویل شي چې طالبان ورځ تر بل د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته په نیژدې کېدو دي.

د امنیتي چارو کارپوهانو ویلي چې د امنیتي ځواکونو تر منځ دغه ستونزه طالبانو ته د پرمختګ او لویو بریاوو لاره هواره وي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل: د امنیتي ځواکونو د جګپوړو چارواکو تر منځ هم آهنګي موجوده ده، خو په ټيټه کچه دغه هم آهنګي وجود نه لري، مونږ هڅه کوو چې د ټیټ رتبه چارواکو په منځ کې هم آهنګي زیاته کړو.

د امنیتي چارو ځیني کارپوهان په دې اند چي د ملي امنیت او دغه دواړو ادارو تر منځ د هم آهنګي نه نشتوالی هم ددې لامل دی چی دوی کمزوري کړي، او طالبانو ته د پرمختګ زمینه مساعده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x