په هلمند کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان د برید وروسته انځورونه

نن ټکی اسيا (يکشنبه ۲۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتېری بريد وشو، په هغه انځورونو کې چې د چاودني د صحنې څخه تر لاسه شوي، ښکاري چې د بهرنیو ځواکونو په یوه موټر د اور لمبې ګرځي.

پيښه نن مازیګر په څلور بجې را منځته شوې، عیني شاهدان وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د سیند پر غاړه دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شول کله چې له سیمي څخه د امریکايي ځواکونو کاروان په تیریدو وو.

امنیتي چارواکو ویلي چي په پيښه کې یو تن پولیس مړ او ۱۱ تنه نور ملي وګړي ټپیان شوي دي.

د امریکایانو د تلفاتو په اړه تر اوسه رسما څه نه دي ویل شوي ، خو د سیمي څخه عیني شاهدینو د تلفاتو خبر ورکړی، خو د کره شمېر په اړه یې ناخبري ښودلې ده.

افغاني چارواکي اجازه نه لري چې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

نن ټکی آسیا ته د پيښي وروسته لاندي انځورونه رسیدلي :

helmand_blast (4)

helmand_blast (5)

helmand_blast (1)

helmand_blast (2)

IMG_20151115_192726

د سرتيري بريد انځور، چې نن ټکی اسيا ته رارسېدلی

helmand blast

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د