ادبي لیکني

ژوند ادبي بهير د خپل پایښت لپاره هره چهارشنبه نوې ساه اخلي

راپور: شاه محمود عابد (۱۳۴۹/۸/۲۷)

د روان ښوونیز کال څلورمه او پرلپسې یوسل او دولسمه غونډه د رحمت الله جاهد په  تلاوت پیل شوه. دغونډې مېلمانه عبدالبصیر عاجز او هدایت الله همت وو. کوربه یې فضل احمد زماني او د دریځ چارې سباون مشال پر مخ بېولې. دتېرې اونیزې غونډې راپور شاه محمود عابد ولوست.

خالد سحر د راپور لیکلې بڼه خوندوره وبله؛ خو د کوچنیو نظرونو په ذکر کولو ناخوښ و. مشال د راپور پیلیز الفاظ ځکه نیمګړي وبلل، چې د فکر کولو ځواک یې کمزوری ښکارېده. نوموړي دا یادونه هم وکړه، چې د راپور اوډون باید صعودي او یا نزولي بڼه ولري. جاهد په راپور کې د مقالې په زیاته برخه را اخېستلو ناخوښ و؛ په داسې حال کې، چې په راپور کې د مقالې په اړه درې خبرې شوې وې.

دغونډې دویمه (برخه ځانګړې موضوع) د قرانکریم په مقابل کې د ناکامو هڅو تر سر لیک لاندې طلامحمد سنګر وړاندې کړله.

کره کتنه د غونډې دریمه برخه وه، چې د شاه محمود عابد په یوه نثري لیکنه یې د تحقیق وزرونه وغوړول.

هویت

دکلونو شمېرپه پېړۍ کېده، چې دبدلېدو په ترڅ کې به یې د زمانې پر انسانانو او محیط کې بدلون لیدل کېده؛ کله به د تمدن ډبره اېښودل کېده او کله به اوج ته ختلی تمدن را وپر ځول شو.

واک غوښتل اوخپل ځان پر نورو انسانانو اوچت بلل ددې نجیب زاده ګانو فطري غریضه وه؛ خو د نوم اونښان ایستل یې داصلې ریښې له چوکاټ څخه بد ګڼل.

دا خلک دهغه غرونو په شاوخوا کې اوسېدل، چې دنګو څوکو یې داسمان سره خبرې کولې. هغه وخت دوی اروپا ته د وروسته والي پېغورونه ورکول .

نابغه ګانو به یې په افغاني نامه ځانونه فخرمن بلل. دې خلکو د برم ،شان او شوکت نه ډکه واکداري ورپسې نسلونو ته په میراث  پرېښوده .

بچیانو! بچیانو یې نه یوزې واکداري له لاسه ورکړه؛ بلکې دخپل نام او نښان په له منځه وړلو یې  هم غوږ ونه ګراوه.

دلته دوه نظرونه موجود دي:

ـ  یا به دپخوانیو نابغه ګانو نبوغ مجازي و؟

ـ  یا به د اسنیو ډاکټرانو تفکر ډېر لوړوي؛ چې مونږ یې په وهم او شک کې اچولي یو! هغه دا چې د نن ورځې دملي وحدت دوو پر مختللو ډاکټرانو دافغان کلمه تر ډېرو لابراتواري معایناتو لاندې ونیوله، چې په نتجه کې یې ورته د یوه مرموز پرازیټ نوم کېښود او خپل ملت ته یې د دې کلیمې له استعمال څخه جدي پرهېز ورکړ

دا د پرهېز ورکولونخسه د نفوس او احوالو د ثبت له مرکزي دفترڅخه ترلاسه کولای شئ!

مبارک موشه! نوې الکترنیکي تذکیرې.مبا رک موشه(!!!)

سحر د ادبي ټوټي تاریخي اړخ ته قایل و؛ خو دعنوان سره یې نظر نه غاړی کېده. بخت مرجان بختیار ته د پراګرافونو تر منځ لاره ناهمواره برېښېده. همیم ته ځکه د لیکنې پیغام خوږښکاریده،

چې ټولو پښتنو ته منسوب و. په لومړي پرګراف کې د کېدل کومکي فعل درې ځله تکرار شوی و، چې احسان الحق دا د متن بې خوندي بلله.

مشال ته د هر پراګراف طرز بدل ښکارېده، ده یادونه وکړه، چې ادبي ټوټه په پیل، منځ او پای نه لرلو سربېره باید په داسې جمله پای ته ورسيږي، چې ابهام پکې موجود وي. مشال د خپلې خبرې د ټینګښت لپاره یوه له ابهامه ډکه جمله د ګډونوالو ِغوږونو ته په دې الفاظو ورسوله، چې اسمان خپلې اوښکې بهولې، ده همدارنګه د لیکنې د پای پراګرافونه طنز ته ورته وبلل. محمدالله شاکر ته د فخرمن پر ځای د ویاړمن لفظ رنګیني او استعمال غوره ښکارېدل. دغونډې پر پای د شاعرانو شرنګین شعري بزم د ښکلا پرده خوره کړې وه، چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې ګډون درلود.

د راتلونکې اونیزې غونډې لپاره ذبیح الله زبیر د کره کتنې لپاره د غزل او حمیدالله همیم د ځانګړې موضوع د راوړلو ژمنه وکړه.

یاده غونډه مازیګر نا وخته د شاه محمود عابد په دوعایه پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x