نړۍ

د پاریس تر بریدونو وروسته اروپایان دمهاجرو پر وړاندي خپلي دروازي تړي

نن ټکی اسيا (يکشنبه ۲۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د فرانسي په پلازمېنه پاریس کې لاهم د بریدونو صحنې ندي پاکي شوي او د وژل شویو فرانسویانو نومونه او شمېر پرخپل ځای ناڅرګند پاتي دی خو ځیني اروپایې مشران د منځني ختیځ او افریقا څخه د جګړو له ویري پر تښتېدونکو مهاجرو د خپلو هیوادونو د دروازو تړلو تابیا نیسي.

فرانسي د بریدونو له پيل سره هم مهاله خپلي پولي وتړلي او د مهاجرو ورتګ یې په ټپه ودروی.

اروپایې هیوادونه په نژدې راتلونکي کې یوه غونډه لري چې په هغې کې پر هغه قوانینو له سره غور کیږي په کومو کې چې یې ۱۶۰۰۰۰ مهاجرو ته د پناه ورکولو پریکړه کړي وه، په دې غونډه کې د اروپایې اتحادیې ۲۸ غړي ګډون کوي.

په دې وروستیو کې د منځني ختیځ او افریقا زرګونو کډوالو اروپا ته مخه کړي او هلته پناه اخلي، دوی د اوږدو مزلونو او سختو ستونزو ګاللو وروسته د اروپا تر پولو ځانونه رسولي چې سلګونو یې په سمندرو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x