نظــر

لومړنۍ چیغه / دردمن طالب

لیکوال: دردمن طالب-

دې ورځو کې یوې عجیبې فتنې سر راپورته کړی، هغه  کسان چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له ډاره یا شرمه امارتیان  او د خدای په لاره برابر وو په دې شپو کې یي عجبو نخرو ته ملاوې تړلي دي.

رښتیني مجاهدین لګیا دي تر سینو باروت تړي، موټر بمي بریدونه کوي، تر ګل ښایسته ځوانۍ ددین او قرآن په ننګ فدا کوي، څوک د سرنذرانې ورکوي، د چا کور، اهل ، اولادونه او ټول دنیوي هست او بود د چاپې او بمبار له خطر سره مخ دي خو بیا هم د جهاد او اسلامي امارت د قیام لاره نه پریږدي.

لسګونه زره  ځوانان ، هغه ښایسته، میړني او نازولي زلمي چې د ګرد اولس لب لباب ورته ویلی شو د باګرام او پل چرخي په کرغیړنو زندانونو کې پراته دي، د ځوانۍ قیمتي او هوسناکې شیبې یې د ظالم او جابر غلیم په اسارت کې تیریږي . هره قرباني یې منلې، خو د ځان په خاطر نه بلکې د هغو لکونو شهیدانو د ارمان په خاطر چې په  دې وطن یي د اسلامي امارت  د قیام په هدف سرونه ایښي، د هغو لکونو کونډو او یتیمانو د ارمان په خاطر چې خپل نازولي قریبان یي د یوه مستحکم ، متحد او مضبوط اسلامي نظام د تاسیس په ارمان نذرانه کړې دي.

یوې خوا ته  همدا د مخلصو مجاهدینو، فدایانو، بندیانو، سرببرو یتیمانو، بې کوره کونډو، بې څوکه معیوبینو او په وینو ککړو زخمیانو  لښکر دی، چې په څومره اخلاص یي قربانۍ ورکړې او قربانۍ ورکوي او له  متحد اسلامي نظام نه پرته بله هیڅ ارمان او تقاضا هم نلري، مګر بله غاړه  دهمدې سروهلیو بروهلیو، دهمدې ځوریدلیو او  لوغړیدلیو د وینو، اوښکو او قربانیو تاجران دي، چې په ډير بې دردۍ ، په ډیره ناترسۍ او په ډیره  بي شرمۍ   زموږ د شهیدانو له وینو د رغیدلي متحد امارت په  متحده تنه د نفاق او شقاق د شیطاني تبر ګوزارونه کوي.

الهي څومره د بې رحمۍ او بي شرمۍ اوج دی. نه پوهیږو ددې خلکو زړونو له غوښو جوړ دي که له ډبرو چې په دې دربدره حالت کې یي هم زموږ د شهیدانو د وینو ځبیښاک ته اړولي، زموږ د شهیدانو د وینو د ثمرې ځبیښاک ته داسې تږي دي چې د ګوادر او ویش باډر تجارتونه یي ورته پریښودل، هغوی چې دیارلس کاله یي  د کافر په خلاف ډز ونه کړ، دیارلس کاله یي یوازې تجارتونه ، پراپرټیانې او کاروبارونه وچلول، نه د صلیب ځپلي اولس په ویر او وخ خبر شول او نه په باروتو د سوځیدلي طالب له درد او کرب څخه اګاه شول.

مګر نن چې ورته د ولجې فرصت په نظر ورغی، ناڅاپه مجاهدین هم شول او مبارزین هم، اوس نو وایي زه چا د نوي زعیم په ټاکلو کې نه یم خبر کړی. ده ته دې وویل شي چې جنابه د نوي زعیم د ټاکلو په وخت خو ته په پراپرټي کې ناست وې او په شلیانو دې چنې وهلې. د نوي زعیم د ټاکلو په شپه خو ته اسلام اباد او چین ته په طیاره کې سپور وې، تا کله ځان د امارت سړی باله ، چې نن دې دغه دعوا راپورته کړې!
وایي د غله په ږیره خس وي. که ستا د موازي امارت دعوه په حقه وای، نو دروغو ته څه ضرورت و، داچې ته وایې چې مرحوم ملاصاحب د اختر محمد منصور لخوا شهید شوی، خو د ملاصاحب ورور او زوی  په جهر او په لویو غونډو کې اعلان کوي چې ملامحمد عمر مجاهد په خدایي مرګ  وفات شوی دی، له همدې دروغو دې ښکاري چې ټوله داعیه دې دروغجنه، باطله، ناحقه او یوازې په شیطاني آمالو بناء ده، نیت دې شیطاني دی، مدعا دې نفساني ده او یوازینی مقصد دې دادی چې د څو تنو رښتینو مؤمنانو دغه یوازینی کورګی هم وران کړې، دغه لږ متحد پاته صف هم دړې وړې کړې او په دې ډول د لرې او نږدې کفارو او منافقینو د لسیزو ارمان ترسره کړې.

ستا یي ددې صف په اتحاد او انشقاق څه؟ ددې صف په متلاشی کیدلو به ستا زړه ولې ودردیږي چې پنځلس کاله یي له هیڅ درد او تکلیف څخه  نه یي خبر شوی.

ددې صف عزت او منزلت خو د یوه عادي طالب له موقفه له ماسره دی، چې د ټول ژوند هستي او نیستي مې د همدې نظام د بقاء لپاره په داو کړې ده، د خپل بدن غوښې مې د همدې نظام د ساتلو او سرلوړۍ لپاره  دبارودو په لمبو کباب کړې دي، په زرګونو  ککرۍ مو د همدې متحد اسلامي امارت د بقاء او تداوم لپاره قربان کړې دي، دا امارت خو زما په شان د بې کورو کورګی دی  هغوی چې په ګوادر کې کورونه لري دهغوی یې ددې کور په پاتیدو او نړیدو څه؟

الله تعالی شاهد نیسم په والله که به یا د کوم شخص مبلغ یم او یابه دا لیکنه د کوم خاص فرکسیون د ګټو لپاره کوم ، نیت مې یوازې خالص لله  او د مسلمانانو دسرلوړۍ دی .

خو یو دردمن طالب یم، داسې طالب چې کلونه کلونه مې ددې نظام په چوکاټ کې د همدې اسلامي نظام د ټینګښت، سرلوړۍ، اتحاد او تقویې لپاره جهادي مبارزه کړې، په دې لاره کې مې د جهاد د ډګر ستړې او ستومانۍ لیدلي، بمونه، بمبارونه، شهادتونه، قربانۍ او مظلومیتونه مې لیدلي، د دې نظام لپاره د تویو شویو وینو حجم رامعلومیږي، د دې نظام د بقاء لپاره د زغمل شویو دردونو څړیکي مې اوس هم په زړه کې غزونې کوي، همدا شیبه چې دا کرښې لیکم هاغه پاک طالبان مې یو یو په تصور کې تیریږي چې ددې نظام د بقاء لپاره یي ګلوریني ځوانۍ د امریکایي بمونو خوراک شوې، نو په دې اساس د یوه دردمن طالب په حیث ځان ددې ټولو شهادتونو او رشادتونو وارث بولم، او هر هغه څوک چې ددې نظام اتحاد شړوي، په نظام له شا څه ناځوانمردانه برید کوي، جلا صف اعلانوي، کشران مجاهدین خطاباسي ، د مجاهدینو قوت  د نفاق او اختلاف په توسط له منځه وړي ، زه ورته د اسلام، جهاد، شریعت  او بالاخره امارت د اشد دښمن په نظر ګورم  او د مخنیوي لپاره به یي له هیڅ چارې ځان ونه سپموم .

د عامو طالبانو نو تاسو د پولي او پتي شریکان یاست او نه ملا اخترمحمد منصور ، مګر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد وفات شو او په ځای یې د یوې معتد بها شوری لخوا چې په هر لحاظ د اهل الحل والعقد اطلاق ورباندې کیدلی شي اختر محمد منصور امیر وټاکل شو، ما ته چې الله تعالی کوم علم راکړی  یا مې له لویو علماء کرامو پوښتلي  او اوریدلي، د دې امیر په ټاکنه کې د شریعت له نګاه هیڅ حرج نشته، بله داچې د افغانستان د ۳۴ ولایاتو ټولو عملي مجاهدینو، مشرانو او کشرانو ، علماء کرامو ، مشائخو او عام اولس نوی زعامت  ومانه ، بیعت یي ورسره وکړ او د شریعت له اړخه یي مشروع وباله، زموږ  عادي مجاهدینو د قناعت  لپاره همدا کفایت کوي.

اوس که له څو میاشتو تیریدو وروسته یو څوک راولاړیږي ، دا ټول جوړ کار په لغته وهي، د مسلمانانو په امیدونو کې ګانډو وروهي، د فتحو خوشالۍ یي د اختلاف  او تفرقې په بدمرغۍ وربدلوي او تنها و تنها د خپل نفساني، عصبي او شیطاني ضد او حسد له مخې د مسلمانانو امیدونه په اوبو لاهو کوي، دا د جنایت  او جفاء تر ټولو وورستی حد دی، دا د شهیدانو له وینو سره بربنډ خیانت دی، دا د امیرالمؤمنین  رحمه الله میراث ته په سپکه کتل دي، دا اقدام په هیڅ دلیل نشي توجیه کیدلی، نو ځکه خو ددغسې اشخاصو په ادرس وایم چې لږ له خدایه وویریږئ، لږ له خدایه حیاء وکړئ، د هغو شهیدانو له وینو حیاء وکړئ چې غوښې یي په څادرونو کې راټولیږي ، د امارت په سرنوشت لوبې مه کوئ، په هرڅه تجارت کوئ مګر په جهاد او د مسلمانانو په اتحاد تجارت مه کوئ او که کوئ یي نو بیا یي پاداش ته هم ټینګ شئ.

له همدا اوسه وعده درکوم چې په والله بالله ثم تالله چې الله تعالی به مو شرموي، ورشئ د امارت د پخوانیو انشعاب ګرو او اختلاف کوونکو سرنوشت وګورئ چې د چا په غیږ کې پراته دي، ورشئ د نوي خدام الفرقان، جیش المسلمین ، معتصم اغا، نجیب وردګ او نورو انجام مطالعه کړئ چې د امارت آزار څرنګه د کفر او نفاق غیږې ته وغورځول.

دا امارت کوم رواجي سیاسي تحریک نه دی، دا امارت یو عالم استثناءات لري، دا د پاکو شهیدانو له ارواحو جوړ امارت دی، دا د  ولي کامل حضرت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د لاس ایښودل شوی نهال دی، د دې ونې وچول او ټوټه کول کومه اسانه خبره نه ده، په دې کار کې د عصر لوی شیطانان الله تعالی شرمولي نو د ټیټي کچې معارضین به څه وکړای شي؟

دا مې د یوه دردمن طالب  له موقفه لومړنۍ چیغه وه، په راتلونکې کې به هم د عام طالب د زړه خبرې درسره شریکي کړم، هیله ده چې نفس مو ورباندې خراب نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abrauf

مولوي صاب محمودالله!
چې یوازي محمودالله دي لیکلی وای ښه به نه وو؟؟؟

مسلم

ښه دی سره جوړ کړل، ورورکیه! په دی ډول سپکو ورکو، لوړو،ګواښونو او خواشینیو ملفوظاتو نه ګنډله کیږي، کوشش وکړه دجوړ لپاره که څه لیکل کولای شې ویئ کړه ، ټول پوهیږوچی: اوبه په ډانګ نه بیلیږي، او داسي بي پروا د ډیرو خلګو نومونه دکفر په غیږ کي ( ستا په خبره) پراته یادول: کومه ایدیالوژي ده؟

جابر نعماني

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته:

وا زما د دردمن طالبه! رب دي ونازوه، د زړه له تله مي دعا درته کړي، ان شاءالله حتماً به قبلیږي، ټوله لیکنه مي دي په نمجنو سترګو، خوږ احساس، او دردمن زړه لوستي، ستاسو احساسات مي محسوس کړل، په والله د لیکني له هر ټکي دي خوند اخلم!

مونږ مو د نورو داسي دردناکو لیکنو په انتظار یو.

ذبیح الله

بیشکه چې د اسلامي امارت مجاهدینو په تاریخ کې نه هیریدونکې قربانیانې ورکړې خو ددې یوه تور څخه يې ځان پاک نشو کړای او نه يې هم کوم عملي ګام واخیست چې دوۍ د تور مخو (آی ایس آی ) تر امر لاندې ندي ، زمونږ مشران (د اسلامي امارت مشران) چې ډیر يې د یوه تصویر ویستل (د ضرورت پرته) هم لویه ګنا ګڼي ولې د داسې اشخاصو (مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق چې د دواړو څخه يې په ژوندینې کې پلاران ناراضه ول(د ښیځینه وزیرې بینظیر بوټو همکاران)) تر اثر لاندې دي کوم چې په کال… نور لوستل »

Saleem

هو ذبیح الله خانه ! منافقین دا سوال همیشه کوي ، لکه دا تاسو جناب چې بیا تکرار کړی ، خو واقعیت بل ډول دی ، یو څوک چې کلمه طیبه وایی ، هغه د آی ایس آی لپاره فدایي برید نه کوي . یوازي ته او ستا غوندي صاحبان دي چې فی قلوبکم مرض …. سقم النفاق ! والی الله المشتکی وبه المستعان

الحاج استا ذ بیانزی

طالبان زمونږ د خاوری ، خلکو ، خپلواکی او د ناموس د خوندی ساتلو او بیا تر لاسه کولو د پاره قربانی ورکوی د پاکستان او افغانستان د بادارانو ( امریکایانو انګریزانو او ….) په مقابل کی په ځانو ، مالو او اولادو قربانی ورکوی اتلان دی ټول مظلوم اولس څه چه ټول اسلامی امت یی په جهادی کړنو ویاړنی لری دعا ورته کوی او تر خپلی وسی مرستی ورسره کوی ، د دوی قربانی د بریاوو تر کچی رسیدلی . طالبان څرنګه د بادار سره جنګیږی او د هغه بادار د غلام د اغیزو لاندی راشی ، دا هم… نور لوستل »

محمد داود شینواری

د ا لحاج استا ذ بیانزی تبصری همیشه د یر د پاکستان په گته دی ، ولی ؟

rahmatullah

مګر طالبان ولی پنجابي تورمخو غلامانو ته څه نه وایی پداسي حال کي چي هغوی بی شمیره طالبان او عرب په امریکانانو باندي خرڅ کړل، اډي یی ورکړې،په لعل مسجد یی د امریکانانو په خوله حمله وکړه بي شمیره حافظان یی شهدان کړل.
خو افسوس پاکستاني مولایان ډیری یی دخپل مردار دولت ڼینګ ملاتړي دی.
دالفاظو په استعمال کی لژاحتیاط کوی کنه تاسو پخپله به….

khalid

دومره چی له پاکستان سره د جنګ شوقی ورشه پاکستانی طالبانو ته دهغوی مشر هم ملامحمدعمر(رحمه الله) و او تراوسه یی د خپل مشر په حیث پیژانده او ځانګړی احترام او قدر یی ورته درلود ولی ته یوهم نه کوی هسی بيځایه بهانی لټوی اصل مطلب دی داده چی افغانان همدا د کفارو تحت الحمایه د غلو، قطاع الطریقو، ناموس پلرونکو، زناکارو، مفسدو او زر نوعه چاریبی شرعییو جکومت ومنی زه دا منم چی د پاکستان جکومت د افغانانو په مقابل کی زر نوع نارواوی کړی دی اما خو د امریکا حکومت له اوسنی دافغانستان لاسپوڅی حکومت نه د پاکستان… نور لوستل »

khalid

دومره چی له پاکستان سره د جنګ شوقی یی ورشه پاکستانی طالبانو ته دهغوی مشر هم ملامحمدعمر(رحمه الله) و او تراوسه یی د خپل مشر په حیث پیژانده او ځانګړی احترام او قدر یی ورته درلود ولی ته یوهم نه کوی هسی بيځایه بهانی لټوی اصل مطلب دی داده چی افغانان همدا د کفارو تحت الحمایه د غلو، قطاع الطریقو، ناموس پلورونکو، زناکارو، مفسدو او زر نوعه چاریبی شرعییو حکومت ومنی زه دا منم چی د پاکستان حکومت د افغانانو په مقابل کی زر نوع نارواوی کړی دی اما خو د امریکا حکومت له اوسنی دافغانستان لاسپوڅی حکومت نه د… نور لوستل »

سپین ماښام

اسلام علیکم … محترمو دا ځای د خبرو د سپینولو نه دی چی دعوی سره وکړو دلته باید یو دبله غمشریکی وکړو د مسلمانانو د هدایت دعا د الله ج څخه و غواړو، زه یو فارمول درته پیشه وم هر مسلمان دی ځان پری وتلی چی د ایمان اندازه یی ورته معلومه شی. ۱+۱=۲ په دنیوی ژوند کی دوی لاری دی ۱ د الله ج لاره ۲ د شیطان لاره اوس نو د الله ج لاره هم معلومه ده چی هر څوک کولای شی ځان پری وتلی او د شیطان لاره هم معلومه ده ټول مسلمانانو ته لازمه ده چی… نور لوستل »

محمودالغزنوی

کسیکه خودارادیت استقلال فکرواخلاص عمل نداشته باشدنمیتواندموقف خودراصراحتاتثبیت واعلان نماید

pattang

وروڼو زه خو ۸ زره کيلو متره لرې له طالبانو څخه پروت يم ، ددوی په ناکامي مې هروخت اوښکې تو ئيږي او تويې شوې دي. الله پاک د نفاق دطالبانو وروڼو له منځه لري کړي او تل د يو موټی وي ! دځينو وروڼو په ادرس داسې وايم چې زمونږ وروڼه طالبان له داخلي ډېرو فتنګرو وطنفروشو عناصرو او دخارجي اسلام دوښمنې اشغالګرې قوې سره په شکېدليو څپلويو او وږي نس جنګ کوي ! طالب نه توپ لري نه طياره ، نه کلينيک لري او نه بستره !! چې چېرې شهيد شي هلته پروت وي چې چېرې زخمي شي… نور لوستل »

rahmatullah

محترمه زه حق ته حق او نا روا ته ناروا وایم د پاکستان د شیطانی دولت پرضد ډیری طالب چارواکو هم فتوا وی او نظریات ورکړی لکه استاد یاسر او یوبل عالم خو بیخي دامریکا نه هم اغلظ کافر بللی او طالبانو یی غوشتی وو چی اول ددوی پرضد جهاد وکړي پاته شو افغان حکومت زه یی مکمل مخالف یم خو ته د پاکستان ډیره ننګه مه کوه####

rahmatullah

قرآني آیت ده چی وایی له اصلي کافر نه مخکي له مرتدینو سره باید جنګ وشي چي شیطانستان هم پکي شامل ده.

rahmatullah

ماطالبان د پاکستان غلامان ندی بللي خو تا پرما داتو ر ولګاوو چي په شریعت کي لویه
ګناه ده. محترم خالد صاحب د خلکو نظریاتوته احترام کوه###.

khalid

اول خو ما د پاکستان ننګه نده کړی بل د اچی ته ډیر غټ ګنکپ یی په بل انتقاد کوی اما خپله ځان ته متوجه نه یی تاسو صریحا داخبره نده کړی اما ستا خبرو دا معنی ورکوله چی طالبان د پاکستان غلامان دی ځکه دی داسی خبری په پورته تعلیق کی کړی وی او داتنها زه نه چی بل هر څوک یی ستا لدی پورته مخکنی تبصری نه دا اقتباس کوی که داسی نه وای بیا دی دا خبری نه کولی دافغانستان د طالبانو زور او قوت او ټول امکانات د افغانستان دننه دی د خپلی خاوری له سیمی… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

ټولو هغو مسلمانو ورونو ته چه د اشغالګرو او غلامی اداری سره کرکه او دشمنی لری سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم او هغوی چه ورسره دوستی لری او له دغی دوستی د بیغرتی څه تر لاسه کوی چه بچیان پری وساتی ، الله ج دی لمړی تری هغه بچی په مرګ یا ژوند جلا کړی ، تر دی زیات که څه لیکم ډآریږم چه له اسلامی لارښوونو سرغړونه راڅخه ونه شی . زما نه خوښیږی چه د یو مشخص کس نوم واخلم او یا ورسره مناقشه په مجادله بدله کړم ، مګر هغه چه مجبور شم لکه شینواری صاحب… نور لوستل »

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x