الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځه ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د مكي لښكر په هكله د مهمو معلوماتو لاسته راوړل

د همدې ورځې په ماښام رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مهاجرينو درى سرداران علي بن ابي طالب، زبير بن عوام او سعد بن ابي وقاص (رضي الله عنهم) له يو شمير نورو اصحابو (رضي الله عنهم) سره پدې مكلف كړل چې لاړ شي او د دښمن په هكله تازه معلومات راوړي. هغوى د بدر اوبو ته ورغلل هلته د مكي لښكر دوه كسه وو چې لښكر ته يې اوبه وړې. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عسكرو هغوى دواړه ونيول او له ځان سره يې راوستل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دغه وخت لمونځ ادا كاوه، نو اصحابو (رضي الله عنهم) ورنه تحقيقات شروع كړل. بنديانو ورته ويل: مونږ د قريشو سقاوان يو اوبو پسې راغلي وو. اصحابو (رضي الله عنهم) دا نه منل او ګومان يې كاوه چې دا به د ابو سفيان د كاروان خلك وي، ځكه هغوى لا تر اوسه په كاروان باندې د قبضې هيله او طمعه درلودله. په دواړو يې د وهلو شروع وكړه تر هغه يې ووهل تر څو دې ته اړ شول چې ووايي مونږ د ابوسفيان كسان يوو، نو بيايې پريښودل. كله چې رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لمونځ خلاص كړ، اصحابو ته يې په تهديد آميزه لهجه وفرمايل: ‏‏(‏ِإذا صدقاكم ضربتموهما، وإذا كذباكم تركتموهما، صدقا والله، إنهما لقريش‏)‏‏.‏ [كله يې چې رښتيا درته ويل نو وهل مو، خو كله يې چې دروغ درته وويل، نو پرې مو ښوول، دوى رښتيا وايي دا دواړه د قريشو كسان دي.]

بيا يې هغو دواړو ځوانان ته مخ ورواړاوه او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏أخبرني عن قريش‏)‏‏ د قريشو په هكله معلومات راكړىْ! دوى ورته وويل: هغوى ددې وادي په وروستۍ خوله كې پرتې غونډۍ شاته دي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏كم القوم‏؟‏‏)‏ شمير يې څومره دى؟ دوى وويل: ډير زيات دى. ده وفرمايل: ‏‏(‏ما عدتهم‏؟‏‏)‏ څومره؟ دوى وويل: په دقيق شمير يې نه پوهيږو. ده وفرمايل: ‏‏(‏كم ينحرون كل يوم‏؟‏‏)‏ د ورځې څو اوښان حلالوي؟ دوى وويل: يوه ورځ نهه او يوه ورځ لس. نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏القوم فيما بين التسعمائة إلى الألف‏)‏ د دوى تعداد د ( 900) او (1000) تر مينځ اټكل كيداى شي. بيايې بنديانو ته وفرمايل: ‏‏(‏فمن فيهم من أشراف قريش‏؟‏‏)‏ له دوى سره كوم مشران راغلي دي؟ دوى وويل: له دوى سره د ربيعه زامن عتبه او شيبه، ابو البختري بن هشام، حكيم بن حزام، نوفل بن خويلد، حارث بن عامر، طعيمه بن عدي، نضر بن حارث، زمعه بن اسود، ابو جهل بن هشام، اميه بن خلف او نور….
بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) ته مخ كړ او ويې فرمايل: (‏هذه مكة قد ألقت إليكم أفلاذ كبدها‏)‏‏. مكې د خپل زړه كترې (د جګر ټوټى) درته راليږلې دي.

د رحمت باران

الله تعالى په همدې شپه ښه باران وكړ. همدا باران د مشركينو لپاره عذاب او وبال وْ هغوى يې له وړاندې تګ نه منع كړل، او د مسلمانانو لپاره رحمت وْ د هغوى زړونه او بدنونه يې ورباندې پاك كړل ځمكه يې ورته برابره كړه، تر پښو لاندې يې ريګ كلك شو، حالات برابر او زړونه مضبوط شول.

اسلامي لښكر د مهمو عسكري مركزونو په لور وړاندې ځي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لښكر ته د وړاندې تګ قومانده وركړه، تر څو له مشركينو نه مخكې د بدر اوبو ته ورسيږي او هغوى ته اجازه ورنكړي چې پر اوبو ولكه ولګوي.

لښكر مخكې لاړ او لماسختن يې د بدر له ټولو نه نژدې چينې سره واړول. په دې وخت كې حباب بن منذر لكه د نظامي امورو د متخصص په حيث رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل: آيا الله تعالى پدې ځاى كې د اړولو امر درته كړيدى؟ او مونږ همدلته تم كيدو باندې مامور يو د مخكې او وروسته تګ اجازه نلرو؟ او كه نه تا خپله د جنګي حكمت او تدبير په اساس دا ځاى غوره كړيدى؟

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏بل هو الرأي والحرب والمكيدة)‏‏.‏ دا زما نظر او يو جنګي تاكتيك دى. نو ده ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دا مناسب ځاى ندى، لښكر ته امر وكړه چې قريشو ته تر ټولو نه لنډې چينې باندې واړوي، هلته به بيا مونږ نورې ټولې چينې پټوو او پخپله چينه به حوض جوړوو او له قريشو سره به په جګړه لاس پورې كوو، نو هغه وخت به له مونږ سره اوبه وي او دوى به له اوبو نه محروم وي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏لقد أشرت بالرأي‏)‏‏.‏ تا ډيره ښه مشوره راكړه.

ورپسې يې لښكر ته د وړاندې تګ امر وكړ، او په نيمايي شپه كې يې دښمن ته له ټولو نه نژدې چينه باندې واړول، هلته يې د اوبو ډنډونه جوړ كړل، او نورې ټولې چينې يې پټې كړې.

د قيادت مركز

وروسته له هغه چې مسلمانان ځاى په ځاى شول، سعد بن معاذ (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وړانديز وكړ چې بايد د خاصو او عاجلو حالاتو سره د مقابلى او احتمالي ماتې د جبران لپاره د قيادت لپاره يو خاص مركز جوړ شي. خپل وړانديز يې داسې وړاندې كړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! خوښه دې نده چې ستاسې لپاره يوه څپره جوړه كړو ته به پكې تشريف لرې، او ستاسې سورلي به هم هملته تياره درته ولاړه وي، مونږ به له دښمن سره د جګړې ډګر ته ننوزو كه چيرته الله عزت راكړ او پر دښمن يې بر لاسي كړو، نو دا به هغه څه وي چې مونږ يې غواړو، او كه داسې ونه شول نو بيا به ته پخپله سپرلۍ سپور او له مونږ نه پاتې شوو كسانو سره به يو ځاى شي. يا نبي الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! زمونږ له قوم نه هغه كسان وروسته پاتې دي چې مونږ له تاسره له هغوى نه ډيره مينه نلرو، كه چيرې هغوى خبر واى چې ته به له دښمن سره مخامخ كيږې، نو چيرې به هم نه واى پاتې شوې، الله تعالى به د هغوى په واسطه د تا ساتنه كوي، هغوى به ستا خير غواړي او په جهاد كې به ستا ملګري وي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سعد (رضي الله عنه) ستاينه وكړه او د خير دعا يې ورته وفرمايله.مسلمانانو خپل عظيم قائد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته د جګړې د ميدان شمال ختيځي خوا ته د غونډۍ په سر په يوه حاكمه نقطه كې څپره جوړه كړه.او د سعد بن معاذ (رضي الله عنه) تر مشرۍ لاندې د انصارو ځوانانو يو ګروپ پدې موْظف شو چې د قيادت د مركز يعنې د لښكر د عمومي قوماندانۍ ساتنه او حفاظت وكړي.

د لښكر ترتيب او د شپې سبا كول

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لښكر ترتيب او تنظيم كړ(1). د جګړې په ميدان كې وګرزيد او پخپل مبارك لاس سره به يې اشاره كوله. چې دا سبا د فلاني د وژل كيدو ځاى دى (ان شاء الله)(2) او دا د فلاني. ورپسې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هلته د يوې ونى سره لمونځ كاوه، مسلمانانو ټولو په ډاډ او راحت سره شپه سبا كړه، زړونه يې له سكون او هيلو نه مالا مال وو او ددې طمعه يې درلوده چې سبا د خپل رب رحمت او كرم د سر په سترګو وويني ((إِذْ يُغَشِّيكُمْ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنْ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَى قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الأَقْدَامَ)) (الانفال-11).[ياد كړه هغه وخت چې د الله له لوري د امن پخاطر خوب درباندې راغى، او له آسمان نه يې اوبه درباندې نازلې كړې تر څو تاسې ورباندې پاك كړي او د شيطان پليتي درنه ليرې كړي، او زړونه مو سره وتړي او قدمونه ورباندې استوار او ثابت وګرزوي.]

دا شپه د جمعې مباركې شپه وه چې د دوهم هجري كال د رمضان مياشتې له اوولسمې سره سمون خوري او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د همدې مياشتې په 8 يا 12 له مدينې نه راخوځيدلى وْ.

د جنګ په ميدان كې د مکي لښکر اختلاف

قريشو هلته العدوه القصوي (ليرې  خوا)كې شپه سبا كړه، او سهار ټول له غونډۍ نه راكوز او د بدر په لور روان شول، يو څو كسان يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د حوض په خوا راغلل، چې اوبه وڅښي. رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: پرې يې ږدىْ. وروسته له حكيم بن حزام پرته نور ټول چې لدې حوض نه يې اوبه څښلى وي په همدې جګړه كې مړه شول، حكيم وروسته په اسلام مشرف شو، او كله به يې چې كلك قسم كاوه، نو ويل به يې: قسم په هغه ذات چې ماته يې د بدر په ورځ نجات راكړى.

كله چې قريش ډاډه شول، نو عمير بن وهب الجمحي ته يې وظيفه وركړه چې لاړ شي او د مدينې د لښكر په قوت او اندازه ځان پوه كړي. عمير په خپل آس سپور او د اسلامي لښكر له قرار ګاه نه راتاو شو، بيا قريشو ته ورغى ويې ويل: دوى څه كم يا څه زيات درى سوه كسان دي، خو اجازه راكړىْ وګورم چې هغوى خو كوم كمين او يا نور كومك نلري؟ آس يې د وادي په مينځ كې تر ډيره وزغلوه خو هيڅ يې هم ونه ليدل، بيرته راغى او ورته ويې ويل: ماڅه ونه ليدل، خو اې قريشو! داسې بلاوې مې وليدلې چې د مرګ پيغام يې درلود، د مدينې اوښانو خالص مرګ راوړى دى، دا داسې خلك دي چې له تورو پرته هيڅ ملجا د تيښتې ځاى او پناه ګاه نلري، د قوت راز يې هم په تورو كې دى، زه قسم خورم چې له هغوى نه هيڅوك تر هغې نه مري تر څو يې له تاسې نه څوك نه وي وژلي، نو كه چيرې هغوى ستاسې د سركسان ووژني، نو بيا به د ژوند خوند او ارزښت څه وي؟ درته وايم چې ښه فكر وكړىْ.

دلته د ابوجهل په خلاف يو بل مخالفت راولاړ شو، چې غوښتل يې د ابو جهل د نظر بر عكس بې له جګړې بيرته مكې ته ستانه شي. حكيم بن حزام پدې هكله د خلكو په مينځ كې فعاليت شروع كړ، عتبه بن ربيعه ته ورغى او ورته ويې ويل: ابو الوليده! ته د قريشو مشر او سردار يې ټول ستا خبرې اوري، نو ته ولې يو داسې نيك كار نكوې چې تر قيامته د نوم ښه پرې ياديږي؟! ده وويل: حكيمه دا به كوم كار وي؟ ده ورته وويل: هغه دا چې دا خلك بيرته ستانه كړې، او په سريه نخله كې د وژل شوي عمرو بن الحضرمي چې ستا حليف وْ معامله ته پخپله غاړه واخلې! عتبه وويل: سيي ده، دا خبره زما قبوله ده، ته زما له خوا ددې ضامن يې، هغه زما حليف وْ زه يې د ديت او ټول ضايع شوي مال ضامن او ذمه وار يم. بيا عتبه ورته وويل: لاړ شه حكيمه بن حنظليه ته ورشه – حنظليه د ابو جهل مور وه – ځكه زه د خلكو په معاملاتو كې له ده پرته له بل چا نه د مخالفت او مشاجرې تشويش نلرم. بيا عتبه بن ربيعه پاڅيد او خلكو ته په خطاب سره يې وويل: اې قريشو! تاسې له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو سره يې له جګړې نه څه نه شىْ ګټلىْ او نه پدې سره كومه خاصه كارنامه تر سره كولاى شىْ كه چيرې تاسې هغه ووژنىْ هم، نو داسې مخونه به ووينئ چې ليدل يې نه خوښوىْ، ځكه هر چا به يا د تره زوى، يا د ماما زوى او يا بل خپلوان وژلى وي، نو بيرته ستانه شىْ او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له نورو عربو سره پريږدىْ، وګورىْ كه عربانو هغه وواژه، نو ستاسې هيله به پوره شوې وي، او كه داسې ونه شول نو بيا به هم تاسې پداسې حالت كې ورسره مخامخ كيږىْ چې له ده سره به مو هغه څه نه وي كړي چې كړل مو يې غوښتل.

حكيم بن حزام ابوجهل ته ورغى، هغه خپله زغره برابروله او ورته ويې ويل: ابو الحكمه! عتبه دا پيغام درته را استولى دى. ابو جهل ددې خبرې په اوريدو سره وغوړمبيد او ويې ويل: د محمد او اصحابو په ليدو سره د عتبه سينه پړسيدلې ده، يعنې ويرې اخيستې دى، دا نه منو، قسم په خداى تر هغې به ستانه نه شو تر څو الله زمونږ او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مينځ فيصله نه وي كړې. عتبه دا خبره ځكه كړې چې فکر کوي محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب يې اوښ خوړونکي دي. او بله دا چې زوى يې حذيفه چې مخكې مسلمان او مهاجر شوى وْ هم له دوى سره دى. او له همدې كبله تاسې له هغوى نه ويروي. كله چې عتبه د ابو جهل په خبرو خبر شو نو ويې ويل: ابو جهل ويرې اخيستئ، دا په كوناټي خوشبويي وهونكى به پوه شي چې د چا سينه له ويرې نه پړسيدلې ده، ډارن زه يم او كه هغه؟ ابو جهل لدې ويرې چې هسې نه دا مخالفت زور و نه نيسي، په حركت راغى او ژر يې په سريه نخله كې د وژل شوي عمرو ورور عامر بن الحضرمي ته احوال وليږه چې وګوره ستا حليف (عتبه) غواړي خلك بيرته ستانه كړي، تا خو خپل انتقام پخپلو سترګو ليدلى، پاڅه او خلك له خپل مظلوميت او د ورور د مرګ له انتقام نه خبر كړه. پدې پسې عامر پاڅيد خپل كوناټى يې لوڅ كړ او چيغه يې كړه، واعمراه! و اعمراه! خلك يو ځل را سره شول، معامله سخته او د جنګ اراده پخه شوه، د عتبه د عقل مندۍ خبره هيره شوه، او پدې ترتيب سره جوش پر هوش يعنې جذبه پر عقل بر لاسې شوه او دا مخالفت هم ختم شو.

دواړه لښكرې يو بل ته مخامخ

كله چې مشركين را ښكاره شول، او دواړه لښكر يو بل ته مخامخ ودريدل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏اللهم هذه قريش قد أقبلت بخُيَلائها وفَخْرها تُحَادُّك وتكذب رسولك، اللهم فنصرك الذي وعدتني، اللهم أحْنِهُم ‏[‏الغداة]‏‏)‏. يا الله! دا قريش چې په ډير كبر او غرور سره دلته پداسې حالت كې راغلي چې ستا سره دښمني كوي او ستا رسول تكذيبوي، يا الله! ستا مدد… هغه چې تايې وعده راسره كړيده، يا الله! ته نن د دوى ملا ورماته كړې! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې كله عتبه بن ربيعه وليد چې په يوه سره اوښ سپور دى، نو ويې فرمايل: (أن يكن في أحد من القوم خير فعند صاحب الجمل الأحمر، إن يطيعوه يَرْشُدُوا‏)‏‏.كه چيرې پدې خلكو كې له چا سره خير وي، نو هغه د سره اوښ له خاوند سره دى، كه خلك دده خبره ومني، نو په نيغه لار به تللي وي. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مسلمانانو ليكې برابرول پيل كړل، په همدې وخت كې يوه عجيبه پيښه وشوه، هغه داسې چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يو غشى وْ چې خلك به يې پرې برابرول، همدا غشى يې د سواد بن غزيه چې له صف نه لږ وتلى وْ په خيټه ور چوخ كړ او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏استو يا سواد‏)‏ سواده! برابر شه. سواد وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زه خو دې خوږ كړم، بدله غواړم! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله مباركه خيټه ورته لوڅه كړه او ويې فرمايل: ‏‏(‏استقد‏)‏ بدله دې واخله. سواد يو ځل ورنه تاو شو او مباركه خيټه يې ورته مچي كړه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:‏‏(‏ما حملك على هذا يا سواد‏؟‏‏)‏.ولې دې داسې وكړل؟ سواد عرض وكړ يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! حالات خو وينى چې څه ډول دي، ما وغوښتل چې له تاسره مې آخري معامله دا وي چې زما پوستكى ستا له مبارك جلد سره ولګيږي. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته د خير دعا وفرمايله. كله يې چې صفونه برابر كړل نو ورته ويې فرمايل: تر هغې به جنګ نه شروع كوىْ تر څو زما آخرينۍ قومانده نه وي صادره شوې، بيايې د جنګ په هكله خصوصي لارښوونه ورته وكړه او ويې فرمايل: ‏‏(‏إذا أكثبوكم يعنى اقتربوا منكم فارموهم، واستبقوا نبلكم، ولا تسلوا السيوف حتى يغشوكم‏)‏.كله چې د قريشو ټولي درته را لنډ شول، نو د غشو باران ورباندې وكړىْ، د غشو ساتلو خيال كوىْ يعنې هسې بې فايدې غشي مه ولىْ.(1) او تر هغه پورې تورې مه وهىْ تر څو دوى درنه را تاو شوي نه وي(2) بيايې له ابوبكر سره څپرې ته تشريف يووړ، او سعد بن معاذ د ساتنې له ګروپ سره د څپرې په خوله كې ولاړ و.

د مشركينو له مينځه ابو جهل پدې ورځ د فتحې دعا وكړه او ويې ويل: اې خدايه! زمونږ نه هغه ډله ماته او ټوټې ټوټې كړه چې د خپلوۍ د مزي شلوونكې وي، او هغه څوك مات كړې چې موږ ته يې داسې څه راوړي چې مونږ يې نه پيژنو. اې خدايه! هر څوك چې تاته ډيره ګران او نژدې وي هغه نن بريالى كړه. الله تعالى دې ته په اشارې سره فرمايي:

((إِنْ تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمْ الْفَتْحُ وَإِنْ تَنتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَعُودُوا نَعُدْ وَلَنْ تُغْنِيَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئاً وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ)). (الانفال:١٩) [که تاسو د فتحې او فيصلې غوښتنه کوئ، نو فيصله خو در وشوه، اوس كه منع شئ نو همدا ستاسې لپاره ډيره ښه ده او كه بيا وګرځئ او هماغه حماقت تكرار كړىْ نو مونږ به هماغه سزا تكرار كړو او ستاسې ډله كه هر څومره زياته هم وي ستاسې په درد به هيڅ ونه شي خوړ لاى، الله د موْمنانو ملګري دى.]

د صفر ګړۍ او د جګړې لومړۍ قرباني

ددې جګړې لومړنۍ قرباني اسود بن عبدالاسد المخزومي وْ. دا ډير شرير او بد اخلاق انسان وْ پدې وخت كې د لښكر له مينځ نه راووت او ويې ويل: په خداى مې دې قسم وي چې يا به د دوى له حوض نه اوبه څښم، يا به يې ړنګوم او يا به همدلته مرم. مقابلې ته يې حمزه (رضي الله عنه) راووت او له حوض سره خوا كې يې د تورې داسې ګوزار پرې وكړ چې پښه يې په پنډۍ كې بوټه ور پرې كړه او د شا په تخته ولويد، خو هغه پداسې حال كې چې له پښې نه يې وينو دارې وهلې په خپوړو خپوړو حوض ته ځان ورساوه او غوښتل يې حوض ړنګ او خپل قسم پوره كړي، خو حمزه (رضي الله عنه) بل ګوزار ورباندې وكړ او هملته حوض كې د ننه په وينو كې خولم شو.

مقابله

دا لومړنى فتل وْ چې د جګړې اور ورباندې بل شو، پدې پسې د قريشو د سردارانو د يوې كورنۍ درې غړي د ربيعه زامن عتبه او شيبه، او وليد بن عتبه ميدان ته را وړاندې شول او د مقابلى چيلنج يې وركړ. په ځواب كې د انصارو درى ځوانان د حارث او عفراء زامن عوف او معوذ، او عبدالله بن رواحه ميدان ته ور ووتل. مشرکانو ورته وويل: تاسې څوك يئ؟ دوى ځواب وركړ، مونږ انصار يو. هغوى وويل: تاسې قدرمن سيالان يئ، مونږ له تاسې سره غرض نلرو، مونږ خپل تربرونه غواړو. بيايې غږ اوچت كړ اې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! مونږ ته له خپل قوم نه زمونږ سيالان رامخكې كړه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ او ويې فرمايل: عبيده بن حارث، حمزه اوعلي (رضي الله عنه) راووزىْ. هغوى را مخكې شول او كله چې مشركينو ته ورنژدې شول، ورته ويې ويل: تاسې څوك يې؟ دوى ځانونه وروپيژندل.

مشرکينو وويل: تاسې قدرمن سيالان يئ. مقابله پيل شوه. عبيده چې له ټولو نه مشر وْ د عتبه بن ربيعه او حمزه د شيبه او علي د وليد مقابلې ته ودريد.(1) حمزه او علي (رضي الله عنه) په دير لږ وخت كې خپل حريفان د مرګ په خوله وركړل، خو د عبيده او مقابل لوري تر مينځ د تورو ګوزارونه تبادله شول او دواړه سخت ټپيان شول، پدې وخت كې حمزه او علې (رضي الله عنهما) په عتبه ورتاو شول او ويې واژه. عبيده يې له ځان سره يووړ. د هغه پښه غوڅه شوې وه او له خبرو لويدلې وْ، بالاخره د جنګ په څلورمه يا پنځمه ورځ كله چې مسلمانان د مدينې په لور روان وو د صفرا په سيمه كې وفات شو. علي (رضي الله عنه) به قسم يا داوه او ويل به يې چې دا لاندينى آيت د دوى په حق كې نازل شويدى ((هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ)) (الحج :19) [دا دواړه مخالفان دي چې د الله په خاطر يې مخالفت سره كړى.]

عمومي يرغل

ددې مقابلې پاى د مشركينو لپاره د يوې لويې غميزې پيلامه وه، هغوى په يو ځل د درى تكړه او پياوړي مشران له لاسه وركړل. ټول يو ځل له قهراو غوسې نه په جوش راغلل او په مسلمانانو يې ور ودانګل. مسلمانان پداسې حال كې چې له خپل رب نه يې په پوره عجز او زاريو د مرستې او نصرت سوالونه كول، پخپلو ځايونو ټينګ ولاړ وو، ژبې يې د احد احد په ويلو لمدې وې، كلكه دفاع يې كوله او مشركينو ته يې ډير زيانونه ور واړول.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د