fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپږ ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل رب ته د سوال لاس اوږدوي

له كله نه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) صفونه برابر كړل او څپرې ته راغى له همغه وخت نه يې خپل پروردګار ته د سوال لاسونه پورته كړې وو او د كړې وعدې د پوره كيدو غوښتنه يې ورنه كوله، داسې يې فرمايل: ‏‏(‏اللهم أنجز لي ما وعدتني، اللهم إني أنشدك عهدك ووعدك‏)‏ ((اې خدايه! له ماسره خپله وعده پوره كړه، خدايه! زه له تانه ستا د عهد او وعدې سوال كوم)). كله چې جګړه ښه ګرمه شوه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا دعا فرمايله: ‏‏(‏اللهم إن تهلك هذه العصابة اليوم لا تعبد، اللهم إن شئت لم تعبد بعد اليوم أبدًا‏)‏‏.‏ ((اې پروردګاره! كه نن دا ډله هلاكه شوه، نو بيا به ستا عبادت ونشي، خدايه! كه ستا اراده وي نو له ننه وروسته به هيڅكله هم ستا عبادت ونشي)). ده مبارك دومره خشوع او خضوع كوله چې ان چادر يې له مباركو اوږو نه ولويد، ابوبكر (رضي الله عنه) هغه بيرته ورسم كړ او ورته ويې ويل: بس كړه يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! تا له خپل رب نه په ډير اصرار سوال وكړ. الله تعالى هم خپلوملائكو ته وحي وفرمايله :((أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ)) (الانفال:12) [زه له تاسې سره يم موْمنانو ته ثبات وركړئ او زه به د مشركينو په زړونوكې ويره اچوم.] او خپل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې داسې وفرمايل:((أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنْ الْمَلائِكَةِ مُرْدِفِينَ)) .(الانفال:9) [ترجمه: زه مو په زرو فرښتو سره چې يو په بل پسې وي مرسته کوم.]

د ملائكو نزول (راکوزيدل)

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يوه لحظه پړمخې پريوت، ژر يې خپل سر را پورته كړ او ويې فرمايل: ‏‏(‏أبشر يا أبا بكر، هذا جبريل على ثَنَاياه النَّقْعُ‏)‏ ‏[‏أي الغبار‏]‏ وفي رواية ابن ږسحاق‏:‏ قال رسول الله صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏‏(‏أبشر يا أبا بكر، أتاك نصر الله، هذا جبريل آخذ بعنان فرسه يقوده، وعلى ثناياه النقع‏)‏‏.‏ زيرى مې درباندې ابوبكره! دا دى جبريل له مخې سره يې ګرد او غبار را ولاړ شويدى.

د محمد بن اسحاق په روايت كې راغلي: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ابوبكره! خوشاله اوسه، د الله تعالى كومك درته راورسيد، دا دى جبريل (ع) پداسې حال كې چې د آس قيزه يې نيولې او له مخې سره يې ګرد او دوړې اوچتې شوې را روان دى. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له څپرې نه پداسې حال كې راووت چې زغره يې اغوستې او دا خبرې يې په خوله وي:

((سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ)) (القمر: 45)) ترجمه :[ژر به د دښمن ټولي ماتې وخوري او په تيښته بۀ شي].

په ډير جوش او هيبت سره روان و، يو موټى ښې يې واخيستې د قريشو خوا ته يې مخ واړاوه او ويې فرمايل: ((شاهت الوجوه)) (ورك دې دا مخونه شي) او ښې يې ددوى په طرف وروشيندلې، دا ښې د ټولو مشركينو په سترګو، سږمو، او خولو كې ولګيدې. الله تعالى پدې هكله فرمايي: ((وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ رَمَى)) (الانفال:١٧) [حقيقت دادى چې تا و نه ويشتې بلكه الله وويشتلې.]

ځوابي بريد

په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لښكر ته د ځوابي يرغل قومانده وركړه او ورته ويې فرمايل: (شدوا) يعنى پرې ور ودانګئ. بيا يې جنک ته وهڅول ويې فرمايل: ‏‏(‏والذي نفس محمد بيده، لا يقاتلهم اليوم رجل فيقتل صابرًا محتسبًا مقبلًا غير مدبر، إلا أدخله الله الجنة)‏.په هغه ذات مې دې قسم وي چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نفس دده په واك دى، هر څوك چې نن له دښمنانو سره جګړه كوي، بيا پداسې حال كې ووژل شي چې د جګړې په ميدان كې دښمن ته مخامخ د ثواب په نيت ټينګ او صابر ولاړ او له ميدان نه تښتيدلي نه وي، الله تعالى به يې جنت ته داخلوي. د خپل لښكر حماسې راپاروي او ورته فرمايي: ‏‏(‏قوموا إلى جنة عرضها السموات والأرض‏)‏.پاڅىْ د هغه جنت په لور پاڅىْ چې د ځمكې او آسمانونو په اندازه پراخه دى. پدې وخت كې عُمَيْر بن الحُمَام‏ وويل: بَخْ بَخْ‏.‏ (واه، واه څومره ښه). رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل: ‏‏(‏ما يحملك على قولك‏:‏ بخ بخ‏؟‏‏)‏ ولې دې بخ، بخ وويل؟ ده ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دا مې يوازې پدې هيله او اميد وويل چې زه هم دې جنت ته له داخليدونكو نه شم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏فإنك من أهلها‏)‏‏. ته جنتي يې. ورپسې هغه له خپلې توبرې نه څودانې خرماوې را وايستلې او خوړلى يې، بيا يې وويل: كه زه دومره ژوندى پاتې شم چې دا خرماوې وخورم، نو دا به هم ډير اوږد ژوند وي، نو ژر يې پاتې خرماوې وغورځولې او په مشكرينو ورگډ شو، تر هغې وجنګيد تر څو شهيد شو.1 همدا راز د مشهورې ښځې عفرا زوى عوف بن حارث له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه پوښتنه وكړه: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! الله تعالى د بنده په كوم كار دومره خوښيږي چې وخاندي؟ ده ورته وفرمايل: ‏‏(‏غَمْسُه يده في العَدُوّ حاسرًا‏)‏.الله تعالى پدې سره ډير خوښيږي چې بنده بې له زغرې او ډال نه خپل لاس په دښمن كې ور د ننه كړي، يعنى په دښمنانو وردانګي. نو عوف خپله زغره وايسته او توره په لاس د دښمن په ليكو ورګډ شو تر هغې وجنګيد تر څو د شهيدانو له كاروان سره يوځاى شو.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ځوابي حملې قومانده وركړه هغه وخت د دښمن څو حملې تيرې شوې وې، د هغوى جوش او خروش مخ په سړيدو و، نو دا يو داسې با حكمته تاكتيك و چې د مسلمانانو د موقف په ټينګولو كې يې ژوره اغيزه درلوده، ځكه هغوى ته پداسې وخت كې د حملې او يرغل امر وركړ شوى و چې د دوى د جهاد روحيه ځوانه او په پوره زور كې وه. همدا وه چې پر مشركينو يې داسې سخته او پريكنده حمله وكړه چې ليكى يې ورماتې او ډيرې ككرۍ يې پر ځمكه راوغورځولې. د اسلام د سپاهيانو جوش او خروش هغه وخت لا پسې ډير شو كله چې دوى خپل عظيم رهبر پداسې حال كې وليد چې زغره يې په تن ده په ډير كلك عزم او لوړ همت را روان دى او فرمايي: ((سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ)) [دا لښكر به ماتې خوري او شا به را اړوي، تښتي به.]

مسلمانانو ډيره سخته جګړه وكړه، ملائكو يې هم مرسته كوله. ابن سعد له عكرمه نه په يوه روايت كې وايي: پدې ورځ به موږ كتل چې د سړي سر پرې كيږي خو دا نه معلوميږي چې چا وواهه او د بل سړي به لاس پرې كيده او دا به نه معلوميده چې چا وواهه. ابن عباس وايي: يوه مسلمان د جنګ په ميدان كې يو كافر تعقيباوه او ورپسې و، پدې وخت كې ناڅاپه پر مشرك باندې د درې (متروكې) د ګوزار آواز واوريدل شو او د يوه سواره غږ پورته شو چې ويل يې:((اقدم حيزوم)) حيزومه! وړاندې ځه، مسلمان هغه مشرك وليد چې په شا راولويد، ورته راوګرزيد كه ګوري چې پزه يې زخمي او مخ يې داسې څيرې شويدى لكه چې په متروكه وهل شوى وي، دا ټول زخمونه يې نوي او تازه وو، دا انصاري مسلمان راغى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې ټوله كيسه بيان كړه، نو ده ورته وفرمايل: (‏صدقت، ذلك من مدد السماء الثالثة)‏‏.‏‏ ته ريښتيا وايې دا د دريم آسمان كومك او مدد وْ.(1)

ابو داود مازني وايي: زه په يوه مشرك پسې وم چې ويې وهم، خو مخكې لدينه چې زما توره ورورسيږي د هغه سر راپريوت، نو زه پوه شوم چې بل چا وواژه. يوه انصاري حضرت عباس (رضي الله عنه) اسير كړى او له ځان سره يې راووست. عباس (رضي الله عنه) وويل والله كه زه دې سړي اسير كړى وم، زه يوه داسې سړي اسير كړم چې په سر يې ويښتان نه وو، ښكلى او روڼ مخ او په يوه تور و سپين آس سپور وْ، زه اوس هغه دلته نه وينم. انصاري وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دا ما اسير كړيدى. ده ورته وفرمايل: (اسكت فقد أيدك الله بملك كريم‏)‏‏.‏ چپ شه، الله تعالى د كريمې ملكې په واسطه ستا مرسته كړيده.

ابليس د جنګ له ډګر نه پښې سپكوي

ابليس چې د سراقه بن مالك بن جعشم مدلجي په شكل كې له قريشو سره راغلى وْ، تر هغې پورې له دوى سره حاضر وْ تر څو يې ملائكى وليدلې چې پر مشركينو باندې حملې كوي، نو پدې وخت كې يې شا واړوله او د تيښتې لاره يې ونيوه. دلته حارث بن هشام هغه راونيو ځكه ګومان يې كاوه چې سراقه دى، خو ابليس ټټر كې داسې ګوزار وركړ چې ايسته يې ورغوځاوه او په تيښته له ميدان نه ووت. مشركينو ورته وويل: سراقه چيرته ځې تا خو ويلي وْ چې زه به تر پايه درسره ولاړ اوملګرى وم؟ ده ورته وويل: زه هغه څه وينم چې تاسې يې نه وينىْ، زه له خدايه ويريږم، الله تعالى شديد عذاب وركوونكى دى، بيا همداسې تښتيده تر څو ځان يې په بحر كې لاهو كړ.

بشپړه ماتې

د مشركينو په مينځ كې ماتې ګډه شوه، ټول ويرې او پريشانۍ ونيول. د مسلمانانو د ملاماتوونكو ګوزارونو په وړاندې يې قوت او مقاومت ختم شو، جګړه د ختميدو حالت ته نژدې كيده. مشركينو د جګړې له ډګر نه د تيښتې كوښښونه كول، مسلمانان ور پسې وو څوك به يې ورنه وژل او نور به يې ژوندي رانيول، پدې ترتيب سره د كفر او شرك لښكر له پريكنده او كاملې ماتې سره مخ شو.

د ابو جهل مقاومت

ابو جهل چې كله پخپل لښكر كې د ماتې نښې او آثار وليدل، نو هڅه يې كوله چې ددې عظيم طوفان مخې ته بند واچوي، خپلو عسكرو ته يې په ډير كبر او غرور سره آواز وكړ: ګورىْ د سراقه ماتې او تيښته ستاسې د ماتې سبب نه شي، هغه له مخكې نه له محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره سازش كړى وْ. او ګورىْ د عتبه، شيبه او وليد په وژل كيدو خپل همت له لاسه ورنكړىْ، هغوى بيځايه بيړه وكړه، په لات او عزى مې دې قسم وي چې تر هغې به بيرته ستانه نه شو تر څو مو هغوى په رسيو نه وي تړلي، تاسې د هغوى د وژلو كوښښ مه كوىْ، بلكه هغوى ژوندي رانيسىْ تر څو د خپلو كړو مزه وروڅكو.

خو ډير ژر ده ته د خپل كبر او بې ځايه غرور حقيقت څرګند شو، د لښكر ليكې يې د مسلمانانو د حملو په وړاندې دړې وړې، تيت او پرك شوې.د ابو جهل شا و خوا يو ګروپ پاتې وْ چې تر ده يې د تورو او نيزو كلا راتاو كړې وه، خو د مسلمانانو د ايمان او تورې زور د شرك دا كلا هم ونړوله او ستر طاغوت په آس سپور د مسلمانانو مخې ته راښكاره شو، دا هغه وخت وْ چې مرګى هم ورته رارسيدلى وْ او ددې انتظار يې يوست چې دوه انصار ځوانان دده سر پرې كړي او مرګى يې وينې وڅښي.

د ابو جهل وژل كيدل

عبدالرحمن بن عوف وايي: زه د بدر په ورځ په صف كې د ننه وم، كه ګورم چې ښۍ او چپې خوا ته مې دوه تنكي ځوانان دي، زه د دوى په ليدو حيران شوم. په همدې وخت كې له دوى نه كوم يوه پټ راته وويل: تره! ابو جهل راوښيه. ما ورته وويل: وراره! په ابوجهل څه كوې؟ ده وويل زه خبر شوى يم چې هغه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په حق كې نا مناسبه ژبه استعمالوي، او خپلو خبرو ته يې ادامه وركړه ويې ويل: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس كې دى، كه زه ابو جهل ووينم نو تر هغې به يې پرې نه ږدم تر څو چې له مونږ دواړو نه هغه يو مړ شوى نه وي كوم ته چې مرګ مخكې ليكل شوى دى. عبدالرحمن زياتوي: زه د ځوان دې خبرو ته ډير تعجب شوم، بيا وايي: دلته يې هغه دوهم ځوان هم په پټه همدا ډول خبرې راته وكړې، لږ درنګ وروسته مې ابوجهل وليد چې د خلكو په مينځ كې كارته پورته كيږي. نو دوى دواړو ته مې وويل: نه وينىْ؟ هغه دى هغه څوك چې تاسې يې پوښتنه كوىْ.

عبدالرحمن وايي: دوى دواړو ورمنډه كړه او د تورو ګوزارونه يې پرې وكړل او ويې واژه. بيا دواړه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضورته ورغلل، ده مبارك پوښتنه ورنه وكړه چې: ‏(‏أيكما قتله‏؟‏‏)‏ له تاسې دواړو نه كوم يوه وواژه؟ دوى هر يوه ويل ما وواژه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏هل مسحتما سيفيكما‏؟‏‏)‏آيا تاسې خپلې تورې پاكې كړيدي؟ دوى وويل: نه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې تورې وكتلې او ويې فرمايل: ‏‏(‏كلاكما قتله‏)‏. تاسو دواړو وژلى دى، خو د ابو جهل مال او سامان يې معاذ بن عمرو بن جموح ته وركړ. دا دواړه تنكي ځوانان وروڼه د يوه نوم معاذ بن عمرو بن جموح او د بل نوم يې مُعَوِّذ بن عفراء وْ(1).

ابن اسحاق وايي: معاذ بن عمرو بن جموح ويل: ما له مشركينو نه واوريدل چې وايي: ابو الحكم ته څوك نه شي ورسيدى، ځكه هغه دغه وخت د خپلو سپاهيانو د تورو او نيزو پداسې يوه دايره كې د ننه وْ چې مشركينو له هغې ونې سره تشبيه كاوه چې رسيدل ورته ممكن نه وي. وايي: ما چې دا واوريدل: نو خپل هدف مې په نښه كړ، ځان مې ورته برابر كړ او كله چې موقع په لاس راغله، نو حمله مې ورباندې وكړه او داسې ګوزار مې وركړ چې پښه يې په پنډۍ كې بوټه ماته شوه او ايسته پريوته، پښه يې داسې والوته لكه چې كوم زړى د زړيو ماتوونكي د سوټي له ګوزار نه والوزي. معاذ وايي: پدې وخت كې يې زوى عكرمه ګوزار راباندې وكړ او زما لاس يې بوټ پرې كړ، لاس مې تش په پوستكي ځوړند وْ، خو څرنګه چې زه په جنګ بوخت وم ډير فكر مې ورته نه وْ ټوله ورځ مې جګړه وكړه او لاس مې همداسې راپسې ځړيده، خو كله يې چې درد زيات شو، نو پښه مې ورباندې كيښوده، كش مې كړ او ايسته مې واچاوه(2)، بيا معوذ ورغى او په ابوجهل يې چې دغه وخت ما زخمي كړى وْ يو داسې ګوزار وكړ چې هملته پريوت، خو نفس لا پكې چليده، او معوذ تر هغې وجنګيده تر څو شهيد شو. او كله چې جګړه پاى ته ورسيده نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏من ينظر ما صنع أبو جهل‏؟‏‏).څوك به وګوري چې ابوجهل څه كړيدي؟ خلك ورپسې لاړل،ګوري يې، دا دى چې عبدالله بن مسعود ورباندې ور برابر شو او هغه آخرينۍ سلگۍ وهي، عبدالله بن مسعود يې په غاړه پښه وركيښوده، تر ږيره يې راونيو چې سر يې ورپرې كړي او ورته ويې ويل: د خداى دښمنه! خداى څنګه سپك كړې؟ ده ورته وويل: څه يې سپك كړم؟ آيا له هغه چا غوره څوك شته چې ستاسې په لاس وژل شوى وي؟ يعنې دا څه سپكاوى ندى چې څوك د خپل قوم له لاسه ووژل شي. بيا يې وويل: كاشكي د بزګر په ځاى بل چا وژلى واى؟ زياته يې كړه: وايه چې نن برى د چا دى؟ عبدالله بن مسعود ورته وويل: برى د الله او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى. بيا يې ابن مسعود ته چې دده پر غاړه يې پښه ايښى وه وويل: شپونكيه! نن ډير لوړ او خطرناك ځاى ته پورته شوى يې. (عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) به په مكه كې رمه پووله).لدې خبرو نه وروسته عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د ابوجهل سر پرې كړ او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته يې وړاندې كړ، او عرض يې ورته وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دا دى د الله د دښمن ابوجهل سر. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) درى ځله داسې وفرمايل: الله الذي لا اله الا هو)) بيايې وويل: ‏‏(‏الله أكبر، الحمد لله الذي صدق وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده، انطلق أرنيه‏)‏. الله اكبر، ثنا او صفت دى هغه خداى لره چې خپله وعده يې ريښتونې كړه، د خپل بنده مرسته يې وكړه، او يوازې (الله) ټولو مشركينو ته ماتې وركړه. بيا يې ابن مسعود ته وويل: راځه راو يې ښيه. هغه وايي: بيا لاړو او د هغه جسد مې ور ورښود، هلته يې وفرمايل:‏‏(‏هذا فرعون هذه الډمۍ‏)‏‏.‏دا د دې امت فرعون وْ.

پدې جګړه كې د ايماني عظمت څو نښانې

مخكې مو د عمير بن حمام او عوف بن حارث دوى مثالي كارنامې تر نظر تيرې كړې. پدې غزا كې نورې هم ډيرې داسې پيښې شويدي چې د عقيدې قوت او د مبدا عظمت له ورايه پكې ښكاري. پدې جګړه كې زوى د پلار، ورور د ورور په ضد سنګر نيولى وْ د عقيدې او اصولو د اختلاف له وجې يو بل ته تورې له تكيو راووتې، او فيصله د تورې وه. او په همدې جګړه كې مظلومان د ظالمانو مخې ته ودريدل او خپل زړونه يې ښه ورباندې يخ كړل.

1- ابن اسحاق له ابن عباس (رضي الله عنهما) نه روايت كړى چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحابو ته وفرمايل: ‏‏(‏إني قد عرفت أن رجالًا من بني هاشم وغيرهم قد أخرجوا كرهًا، لا حاجة لهم بقتالنا، فمن لقى أحدًا من بني هاشم فلا يقتله، ومن لقى أبا البَخْتَرِيّ بن هشام فلا يقتله، ومن لقى العباس بن عبد المطلب فلا يقتله، فإنه إنما أخرج مستكرهًا‏)‏، فقال أبو حذيفة بن عتبة:‏ أنقتل آباءنا وأبناءنا وإخواننا وعشيرتنا ونترك العباس، والله لئن لقيته لألحمنه أو لألجمنه بالسيف، فبلغت رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقال لعمر بن الخطاب‏:‏ ‏‏(‏يا أبا حفص، أيضرب وجه عم رسول الله صلى الله عليه وسلم بالسيف‏)‏، فقال عمر‏:‏ يا رسول الله، دعني فلأضرب عنقه بالسيف، فوالله لقد نافق‏.‏ زه پوه يم چې بني هاشم او څه نور خلك دلته په راتلو باندې مجبور شويدي، هغوى زمونږ سره جګړې ته اړتيا نلري، نو كه هر چا ته د بني هاشم كوم كس په لاس ورغى نه يې دې وژني، او كه چا ته ابو البختري بن هشام په مخه ورغى هغه دې هم نه وژني، او كه چا ته عباس بن عبدالمطلب په مخه ورغى هغه دې نه وژني، ځكه هغه په زور او جبر راوستل شويدى. نو ابو حذيفه بن عتبه وويل: مونږ به خپل پلرونه، زامن، وروڼه او نور خپلوان وژنو او عباس به پريږدو، قسم په خداى كه هغه زما مخې ته راغى نو په توره به يې ووژنم او يا به يې سورى كړم. دا خبره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورسيده هغه مبارك (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عمر (رضي الله عنه) ته وفرمايل: ابو حفصه! آيا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د تره مخ په توره وهي؟ عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: اجازه راكړه چې سر يې په توره غوڅ كړم، والله چې هغه منافق شويدى. وروسته ابو حذيفه (ض) وويل: زه له هغې خبرې نه آرام او مطمئن نه يم كومه مې چې هغه ورځ (د بدر په ورځ) كړې وه، او لا تر اوسه ورنه په ويره او خوف كې يم، خو يوازې دومره ويلى شم چې كيداى شي شهادت زما د هغې خبرې کفاره شي. وروسته نوموړى د يمامه په جګړه كې په شهادت ورسيد.

2- د ابو البختري له وژلو نه پدې خاطر منع شوې وه، چې نوموړى له هغو كسانو څخه وْ چې په مكه كې يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته زيان او ضرر نه رساوه، نه يې په لاس ضرر ورساوه، او نه يې په ژبه. او دا هماغه كس دى چې د بنو هاشم او بنو مطلب په خلاف ليكل شوې ظالمانه معاهدې په ماتولو كې يې مهم رول لوبولى دى. خو ابو البختري په همدې جګړه كې ووژل شو، او دا داسې چې په جګړه كې مجذر بن زياد البلوي ورباندې برابر شو له ابو بختري سره دده يو ملګري هم و، دواړو يو ځاى جګړه كوله، مجذر ورته وويل: ابو البختري! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مونږ ستا له وژلو نه منع كړي يوو، ده وويل: او زما د ملګري له وژلو هم؟ مجذر ورته وويل: نه د ملګري خلاصون دې نشته. ده وويل: نو چې داسې ده اوس به مونږ داوړه يو ځاى مرو، بيايې جګړه پيل كړه، نو مجذر مجبور شو چې ويې وژني.

3- عبدالرحمن بن عوف او اميه بن خلف په مكه كې د جاهليت د دوران كلك ملګري وو. د بدر په ورځ عبدالرحمن د خپل ملګري اميه چې د خپل زوى علي لاس يې نيولى او ولاړ دى، خواته تير شو، له عبدالرحمن سره د غنيمت څو زغرې وې چې له ځان سره يې وړلې، اميه چې هغه وليد، نو ورته يې ويل: آيا ما ته د څه حاجت نشته؟ زه درته لدې زغرو نه غوره او بهتر يم، ما كله هم داسې بده ورځ نده ليدلې، آيا تاسې شيدو ته ضرورت نلرىْ؟ يعنې كه زه چا اسير ونيولم، نو په فديه كې به ښې شيدې وركوونكې اوښانې وركړم- عبدالرحمن زغرې ورغوځولې، اودوى دواړه يې اسيران او له ځان سره يې روان كړل. عبدالرحمن وايي: پداسې حال كې چې زه د اميه او د هغه د زوى تر منځ روان وم، را ته ويې ويل: عبدالرحمانه! دا چې په سينه كې يې د فيل مرغ بڼكه ټومبلې ده څوك دى؟ ما ورته وويل: هغه حمزه بن عبدالمطلب دى. ده وويل: همدغه په مونږ باندې ناتار جوړ كړى وْ، او همدغه مونږ تباه كړو. عبدالرحمن زياتوي: ما دوې دواړه بوول چې د بلال سترګې پرې ولګيدې، اميه خو همغه كس وْ چې پر بلال يې په مكه كې ډير ظلمونه كړي وْ، دلته بلال وويل: د كفر مشر اميه بن خلف! اوس به يا زه ژوندى وم يا هغه! ما ورته وويل: بلاله! دا زما اسير دى. ده وويل: نن به يا زه مرم او يا دى. ما وويل. د تورې زويه زما خبره نه اورې. ده وويل: يا به زه ژوندى پاته كيږم او يا دى، بيايې په لوړ آواز چيغه كړه: يا انصار الله! دا د كفر سر لښكر اميه بن خلف، نن به يا زه مرم او يا دى. عبدالرحمن وايي: يو ځل خلك راباندې راټول شول مونږ يې محاصره كړو، زه له اميه نه دفاع كوم، خو يو چا توره را تيره كړه او د اميه زوى يې په ده پښه وواهه هغه په ځمكه پريوت پدې وخت كې اميه داسې يوه چيغه وكړه چې پخپل ژوند كې مې داسې هولناكه چيغه نه وه اوريدلې. عبدالرحمن وايي: ما اميه ته وويل: اوس د ځان چاره پخپله كوه، لكه چې د نجات لاره دې نه وي زه اوس هيڅ هم نه شم كولى، همدا وه چې خلكو تورې ترې تيرې كړې او د دواړو كار يې تمام كړ. عبدالرحمن به وروسته ويل: الله دې په بلال رحم وكړي، زما زغرې هم لاړې، او په بندي يې هم وځورلم. په زاد المعاد كې راځي چې عبدالرحمن بن عوف، اميه ته وويل: څمله، هغه څملاست، او عبدالرحمن پاس ځان ورباندې ورواچاوه، نورو خلكو هغه له لاندې نه تر هغې په تورو وواهه تر څو مړ شو، پدې وخت كې د عبدالرحمن پښه هم څه زخمي شوې وه.(1)

4- په همدې ورځ عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) خپل ماما عاص بن هشام بن مغيره وواژه.

5- ابوبكر (رضي الله عنه) خپل زوى عبدالرحمن ته چې هغه وخت لا مشرك وْ غږ وكړ، اې خبيثه زما مال او دارايي چيرې ده؟ عبدالرحمن ورته وويل:

لم ببق غير شكة و يعبوب            و صارم يقتل ضلال الشيب
[له وسلې، تيز رفتار آس او له هغې تورې پرته بل هيڅ هم ندي پاته، كومه چې زړه ګمراهي د مرګ كندې ته اچوي.]

6- كله چې مسلمانانو د مشركينو نيول او بندول پيل كړل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په څپره كې تشريف درلود او سعد بن معاذ (رضي الله عنه) توره په لاس پيره ورباندې كوله. رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خلكو د كړو له امله د سعد په مخ كې د ناخوښۍ آثار وكتل، ورته ويې فرمايل: سعده! لكه چې د مسلمانانو دا كار دې خوښ نه شو؟ څه خفه غوندې ښكارې؟ ده عرض وكړ: هو، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، له مشركينو سره دا لومړنۍ جګړه او لومړنۍ موقه وه چې الله تعالى مونږ ته په لاس راكړې، زه دې دوى له ژوندي پاته كيدو نه د دوى په وژل كيدو او تباهۍ ډير خوښ يم.

7- په همدې ورځ د عكاشه بن محصن الاسدي توره ماته شوه، او كله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته راغى نو هغه ورته يو لرګى وركړ او ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏قاتل بهذا يا عكاشة‏). عكاشه! ځه پدې سره جنګيږه. عكاشه دا لرګى واخيست او ويې غورځاوه كه ګوري په يوه اوږده، مضبوطه او تكه سپينه توره بدل شويدى. او په همدې تورې سره تر هغې پورې وجنګيد تر څو الله تعالى مسلمانانو ته برى ورپه برخه كړ. دغه توره په العون مشهوره وه، عكاشه به هرې جګړې ته له همدې تورې سره تله. تر څو د ردت په جګړه كې پداسې حال كې شهيد شو چې همدا توره يې په لاس كې وه.

8- د جګړې له ختميدو وروسته مصعب بن عمير العبدري خپل ورور ابي عزيز بن عمير وليد، نوموړى د مسلمانانو په خلاف له جګړې نه وروسته اسير شوى وْ، يوه انصاري يې لاسونه ورتړل، مصعب هغه انصاري ته وويل: ددې سړي په واسطه خپل لاسونه مضبوط كړه، دده مور مالداره ده، كيداى شي په بدل كې يې ښه فديه دركړي. ابو عزيز خپل ورور مصعب ته وويل: زما په باب دې همدا وصيت او سفارش دى؟ مصعب په ځواب كې ورته وويل: ستا په ځاى دا انصاري زما ورور دى.

9- كله چې امر وشو د مشركينو جسدونه دې په كنده كې واچول شي، او عتبه بن ربيعه د كندې په لور كشول كيده، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عتبه د زوى ابو حذيفه مخ ته وكتل، ويې ليده چې غمګين او خفه ښكاري، بڼه يې اوښتې ده، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: (‏يا أبا حذيفة، لعلك قد دخلك من شأن أبيك شيء‏؟‏‏)‏ ابو حذيفه! لكه چې د پلار په هكله دې په زړه كې څه ګرزي؟ ده وويل: نه، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! والله كه مې په زړه كې د پلار او د هغه د مرګ په هكله څه غم او تشويش وي، خو خبره داده چې زما پلار يو پوه، دور انديشه، حليم او د فضل خاوند وْ او زما هيله دا وه چې ددې پوهې او نورو ښو خصلتونو په بركت به په اسلام مشرف شي، خو اوس مې چې دده دا حال وليد، او زما د هيلې په خلاف كافر له دنيا تير شو، نو رښتيا هم چې غمجن شوم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حذيفه ته د خير دعا وفرمايله او نيكې او خوږې خبرې يې ورته وكړې.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د