fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اوه ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د دواړو ډلو مړي

جګړه د مشركينو په پوره او كاملې ناكامۍ او د مسلمانانو په پريكنده بري سره پاى ته ورسيده. پدې غزا كې له مسلمانانو نه (14) كسه چې (6) مهاجر او (8) يې انصار وو په شهادت ورسيدل.خو مشركينو ته ډير زيان ور واښتى وْ، اويا تنه ورڅخه وژل شوي، اويا نور يې ژوندي نيول شوي وو، د مړيو او اسيرانو زياتره برخه يې مشران او مخور خلك وو.

كله چې د جګړې اور مړ شو، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تشريف راوړ، د مشركينو مړيو ته ودريد او ويې فرمايل: (‏بئس العشيرة كنتم لنبيكم؛ كذبتموني وصدقني الناس، وخذلتموني ونصرني الناس، وأخرجتموني وآواني الناس‏)‏. تاسې زما له ټولو نه بد او خراب خپلوان وىْ، تاسو زه تكذيب كړم پداسې حال كې چې نورو خلكو زه ريښتينى وبللم، تاسو يوازې پريښودم او نورو خلكو زما مرسته وكړه، تاسو له خپل كور نه وايستلم، خو نورو خلكو ځاى او پناه راكړه. بيا يې امر وكړ چې د بدر په يوه كنده كې دې واچول شي.

له ابو طلحه نه روايت دى چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په امر د بدر په ورځ د قريشو (24) مشران او سرداران د بدر په يوه مرداره او خبيثه كنده كې واچول شول. د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا عادت وْ چې كله به په كوم قوم بريالى او برلاسى شو يعنې جګړه به يې ورنه وګټله، نو درى ورځې به هملته د جګړې په ميدان كې پاتې كيده.

د بدر د غزا چې دريمه ورځ شوه نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د امر سره سم سواري تياره شوه زين او كجاوه پرې كيښودله شوه، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همداسې پياده روان شو، اصحاب (رضي الله عنهم) وروسته ورپسې روان وو مخكې لاړ او د هغې كندې په څنډه ودريد، چې د کفارو مړي پکې اچول شوي وو (مړيو) ته يې د هر يوه نوم او د پلار نوم اخيسته فرمايل يې:
‏‏(‏يا فلان بن فلان، يا فلان بن فلان، أيسركم أنكم أطعتم الله ورسوله‏؟‏ فإنا قد وجدنا ما وعدنا ربنا حقًا، فهل وجدتم ما وعد ربكم حقًا‏؟‏‏)‏ فقال عمر‏:‏ يا رسول الله، ما تكلم من أجساد لا أرواح لها‏؟‏ قال النبي صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏‏(‏والذي نفس محمد بيده، ما أنتم بأسمع لما أقول منهم‏)‏ وفي رواية‏:‏ ‏‏(‏ما أنتم بأسمع منهم، ولكن لا يجيبون‏)‏‏.‏ [ آيا پدې خوشاليدىْ چې د الله او د هغه د رسول اطاعت مو كړى وىْ؟ ځكه زمونږ رب له مونږ سره كړې وعده پوره كړه او د څه يې چې وعده راسره كړې وه هغه مو تر لاسه كړل، آيا تاسې هغه څه په حق سره وليدل كوم چې ستاسې رب يې وعده درسره كړې وه؟ دلته عمر (رضي الله عنه) ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! آيا ته له بى روحه جسدونو سره خبرې كوې؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: قسم په هغه ذات چې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نفس يې په لاس كې دى، تاسې زما خبرې له دوى نه ښې نه اورىْ. او په بل روايت كې راځي چې تاسې له هغوى نه ښه اوريدونكي نه يئ، خو دا خلك ځواب نه شي وركولى].(1)

د مشركينو د ماتې خبر مكې ته رسيږي

د بدر له ميدان نه مشركين هرې خوا ته وتښتيدل، هر څوك د ځان په غم كې وْ، په كومه يې چې مخه وه په همغه وتښتيد، په خوړونو او درو كې تيت پرك شول، د ټولو وروستى منزل مكه وه، خو له شرم او خجالت نه لاره ورنه وركه وه چې څه ډول مكې ته داخل شي.

ابن اسحاق وايي: لومړى كس چې مكې ته يې د قريشو د ماتې خبر راوړ حيسمان بن عبدالله خزاعي وْ. هغه چې ورغى خلكو ورته وويل: څه خبر دې راوړئ؟ ده وويل: د عتبه، شيبه، ابو الحكم، اميه بن خلف او نورو سردارانو د مرګ خبر مې راوړى. ده چې د قريشو د سردارانو نومونه اخيستل صفوان بن اميه چې په حجر (حطيم) كې ناست وْ، وويل: قسم په خداى كه دا په هوش كې وي، تاسې زما په هكله پوښتنه ورنه وكړىْ! دوې ورته وويل: په صفوان بن اميه څه وشول؟ ده وويل: هغه خو دا دى په حطيم كې ناست دى، قسم په خداى چې ما يې پلار او ورور وليدل چې ووژل شول.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مولى (آزاد شوى غلام) ابو رافع وايي: زه د عباس (رضي الله عنه) غلام وم، اسلام زمونږ كورنۍ ته داخل شوى وْ، ما، عباس او ميرمنې يې (ام الفضل) ټولو اسلام راوړى و، خو عباس (رضي الله عنه) خپل دين پټ ساته. ابو لهب بدر ته نه وْ تللى او كله يې چې د ماتې خبر واوريد، نو الله تعالى ډير خوار او ذليل كړ، خو مونږ د قوت او عزت احساس وكړ. زه يو كمزورى سړى وم، د زمزم په حجره كې به مې غشي جوړول، قسم په خداى چې زه ناست وم او غشي مې جوړول، ام الفضل هم دلته ناسته وه، مونږ ددې خبر په اوريدو سره ډير خوشاله وو، چې يو ځل ابو لهب راغى پښې يې ورپسې څښيدلې، د حجرې په يوه څنډه كې كيناست شا يې زما شا ته وه، هغه لا همدلته ناست وْ چې غږ وشو: ابو سفيان بن حارث بن عبدالمطلب راغى، ابو لهب ورته وويل: دلته راشه، تا به حتماً خبر راوړى وي. ابو رافع وايي، ابو سفيان راغى او له ابو لهب سره كيناست نور خلك ټول ورته ولاړ دي، ابو لهب ورته وويل: وراره! وايه د خلكو څه حال وْ؟ ده ورته وويل: څه حال وْ، خبره دا ده چې مونږ له داسې يوه قوم سره مخامخ شوي وو، چې په مقابل كې يې زمونږ زور وتلى وْ، مونږ خپل ځانونه دوى ته حواله كړي وو، خوښه د دوى وه چې څنګه مو وژني او څنګه مو بنديانوي، خو قسم په خداى زه لدې ټولو سره سره خپل خلك نه ملامتوم، ځكه مونږ له داسې سپينو خلكو سره مخامخ شوي وو، چې د ځمكې او آسمان تر منځ په تورو و سپينو آسونو سپاره وو، والله چې هغوى نه څه پريښودل او نه يې څوك مخې ته ټينګيدى شوى

ابو رافع وايي: ما د خيمې څنډه پورته كړه او ومې ويل: والله، چې دا ملائكې دي، زياتوي: ابو لهب لاس پورته كړ او په ده مخ يې يوه كلكه څپيړه راكړه، زه هم ورپاڅيدم او ورسره په جګړه شوم، خو څرنګه چې زه كمزورى وم، نو پورته يې كړم او پر ځمكه يې راوويشتم او د پاسه راباندې كيناست او وهلم يې، پدې وخت كې ام الفضل پاڅيده او د خيمې يوه ستنې يې راواخيسته او ابولهب ته يې په ده سر داسې يوكلك ګوزار وركړ چې سر يې ډير زيات مات شو، بيايې ورته وويل: دا چې مالك يې نشته، نو كمزورى دې وليد! پدې ګوزار پسې ابو لهب ذليل او سپك پاڅيد، قسم په خداى چې لدينه وروسته يوازې اوه ورځې نور ژوندى وْ، الله تعالى په عدسه مبتلا كړ، (عدسه يو قسم دانه يا يو قسم طاعون دى چې عرب يې په بدفال نيسي) او له همدې عدسې نه مړ شو. له مرګ نه وروسته درى ورځې همداسې پروت وْ، زامنو يې لاس نه ورووړ، نه يې څوك خوا ته ورنژدې كيدل او نه يې چا د ښخولو فكر كاوه، خو كله يې چې زامن د خلكو له شرم او عار نه وويريدل او فكر يې وكړ كه يې همداسې پريږدي، نو خلك به خبرې ورپسې وكړي، مجبور شول چې يوه كنده ورته وكيندي، بيايې له ليرې  نه په يوه لرګي سره پدې كنده كې ورواچاوه، او له ليرې  نه يې تيږې ورباندې وروغورځولې او پټ يې كړ.

پدې ترتيب سره د بدر په ميدان كې د مشركينو د رسوا ماتې خبر مكې ته ورسيد، دې خبر د مكې په اوسيدونكو ډير بد اثر وكړ، ان تر دې چې هغوى په مړيو باندې ژړا منع اعلان كړه، دا پدې خاطر چې د مدينې خلك د دوى په ژړا نور پسې خوشاله نه شي.

يوه په زړه پورې واقعه دا هم ده چې پدې غزا كې د اسود بن مطلب درى زامن وژل شوي وو. نوموړى په سترګو ړوند وْ او زړه يې غوښتل چې د زامنو په مرګ ښه په چيغو چيغو وژاړي، يوه شپه يې د يوې ښځې د ژړا آواز واوريد، فورا يې خپل غلام واستاوه او ورته ويې ويل: وګوره چې په مړيو د ژړلو اجازه وركړل شويده او كه څنګه؟ آيا قريش پخپلو مړيو ژاړي؟ چې زه پخپل زوى ابو حكيمه وژاړم، زما سينه خو له ډيره غمه په چاوديدو ده.

غلام يې لاړ او كله چى بيرته راغى ورته ويې ويل: دا د هغې ښځې د ژړا آواز دى چې پخپل ورك شوي اوښ پسې ژاړي. دلته اسود له كنترول نه ووت او په خوله يې دا شعرونه جاري شول:

اتبكي ان يضــل لها بعير      و يمنعها من النوم السـهود
فلا تبـكى على بكر و لكن      على بدر تقاصرت الجدود
على بـدر سراة بني هصيص      و مخزوم و رهط ابي الوليد
وبكي ان بكيـت على عقيل      و بكي حارثا اسد الاسود
و بكيهم، ولا تسـمي جميعا      ومـا لابي حكيمة من نديد
الا قد سـاد بعـدهم رجال      ولولا يوم بـدر لم يسودوا
[آيا دا پدې ژاړي چې اوښ يې ورك شويدي؟ او پر هغه باندې بې خوابۍ يې خوب ورك كړيدى. په اوښ مه ژاړه، بلكه په بدر وژاړه چيرته چې قسمتونه ايرې شويدي،هو په بدر وژاړه چيرته چې بني هصيص، بني مخزوم او ابوالوليد د قبيلې سرداران دي، كه ژاړې نو په عقبل وژاړه په هغه حارث وژاړه چې د زمريانو زمرى وْ نو په هغو خلكو وژاړه او د ټولو نومونه مه اخله، او د ابو حكيمه خو هيڅ مثل او سيال نه وْ، وګوره، له هغوى نه وروسته داسې خلك سرداران شول، كه د بدر ورځ نه واى، نو كله به هم نه وو سرداران شوي.]

په مدينه كې د فتحې زيرى

كله چې د مسلمانانو فتحه او برى په برخه شو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مدينې اوسيدونكو ته د عاجل زيري لپاره دوه كسان عبدالله بن رواحه د مدينې د پاسنۍ برخې اوسيدونكو ته او زيد بن حارثه د مدينې د لاندينۍ برخې اوسيدونكو ته د زيري لپاره واستول.

هلته مدينه كې يهودانو او منافقانو پخپلو دروغو خبرونو او پروپاګند سره بده ورځ جوړه كړې وه ان تر دې چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مرګ خبر يې هم خپور كړى وْ. او كله چې يوه منافق زيد بن حارثه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په اوښه (قصواء) باندې سپور وليد، نو ويې ويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وژل شوى دى، او دا يې اوښه ده، مونږ خو يې پيژنو، دا هم زيد بن حارثه دى چې راتښتيدلى دى او له ډيرې ويرې يې هيڅ هم تر خوله نه خيژي. په هر حال دواړه زيري وړونكي مدينې ورسيدل، مسلمانان ورنه تاو شول، او خبرو ته يېغوږ شول، بالاخره پدې باوري شول چې د مسلمانانو فتحه او برى په برخه شويدى.

په مدينه كې هرې خوا ته خوښې او خوشالي خوره شوه، د تكبير او لا اله الا الله نارې اوچتې شوې، مدينه ټوله له خوښۍ نه په حركت راغله. مسلمان مشران يې د بدر لارې ته ورغلل تر څو خپل عظيم رهبر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ددې لويې فتحې مباركي ووايي. اسامه بن زيد وايي: مونږ ته د فتحې خبر هغه وخت راورسيد چې مونږ په مدينه كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په لور رقيه (رضي الله عنها) باندې چې د عثمان (رضي الله عنه) په نكاح كې وه خاورې اړولې وې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زه هم د رقيې (رضي الله عنها) د خدمت لپاره له عثمان (رضي الله عنه) سره په مدينه کې پرې ايښى وم.

د غنيمت مسئله

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له جګړې نه وروسته درى ورځې نور هم د بدر په ميدان كې پاتې شو، او لدې ځاى نه لا نه وْ خوځيدلى چې د غنيمت د مالونو په سر د مسلمانانو تر مينځ اختلاف پيدا شو. او كله چې دا مخالفت او اختلاف زيات شو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې ټول كسان دې د غنيمت مالونه ده ته وسپاري. سپاهيانو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر عملي كړ او ټول شيان يې ورته تسليم كړل، وروسته وحي راغله او دا مشكل يې حل كړ.

له عباده بن صامت (رضي الله عنه) نه روايت دې وايي: له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره له مدينې نه ووتلو، تر څو بدر ته ورسيدو له خلكو (مشرکانو) سره جګړه وشوه، الله تعالى دښمنانو ته ماتې وركړه ، له مونږ يوه ډله خلك داسې وو چې كافران يې پسې اخستي وو او وژل به يې، خو بله ډله داسې وه چې په غنيمتونو پسې شوي وو راټولول او جمع كول به يې، يوه بله ډله خلك په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راټول شوي وو ويريدل چې هسې نه دښمن په فريب او چل سره څه ضرر ورورسوي، نو هغوى د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ساتنه كوله، خو كله چې شپه شوه خلك سره راغونډ شول، هغو كسانو چې د غنيمت مالونه يې راوړي وو وويل: مونږ دا مالونه راټول كړيدي، د هيڅ چا برخه نشته پكې، او هغو كسانو چې په دښمنانو پسې تللي وو ويل: پدې مالونو كې ستاسې برخه زمونږ له برخې نه ډيره نده، ځكه دا مونږ وو چې دښمنان مو مات كړل او لدې مالونو نه مو ليرې  وساتل. او هغو كسانو چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ساتنه يې كړې وه ويل: مونږ خو لدې ويرې نه چې دښمنان په پټه او چل سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته زيان و نه رسوي د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ساتنه او دفاع مشغول وو. پدې ترتيب سره دا مشكل را پيدا شو تر څو وحي را نازله شوه او پدې هكله يې داسې فيصله وكړه: ((يَسْأَلُونَكَ عَنْ الأَنْفَالِ قُلْ الأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ)) (الانفال:١)
[ترجمه: پوښتنه كوي دوى له تانه (اې محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له (حكمه) د غنائمو څخه ووايه دوى ته چې دا اموال د غنيمتونو خاص الله لره دي او رسول (د الله) لره دي (چې تقسيم يې كړي سم له شرعي اصولو سره) پس وويريږىْ تاسې له الله نه او اصلاح وكړىْ تاسې د هغه حال چې په مينځ ستاسې كې دى (يعنې په خپلو مينځونو كې سره دوستي وكړىْ او نزاع پريږدىْ) او حكم ومنىْ تاسې د الله او (حكم ومنىْ تاسې) د رسول د الله كه يئ تاسې موْمنان (په حقه سره).] او لدينه وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د غنيمت مال د مسلمانانو تر مينځ وويشه.1

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د