الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – څلورویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د بدر لويه غزا

د اسلام لومړنۍ پريكنده جګړه

د غزا سبب: د عشيرې په غزا كې مو وويل چې د قريشو يو كاروان چې له مكې نه شام ته روان وْ د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له لاسه ووت، خو كله چې همدا كاروان له شام نه بيرته راستنيده، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) طلحه بن عبيدالله او سعيد بن زيد د كاروان د خبر راوړلو پخاطر د شمال لوري ته واستول. دوى تر حوراء پورې لاړل او هملته پاتې شول تر څو د ابو سفيان كاروان ورباندې تير شو، دوى په منډه ځانونه مدينې ته ورسول او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې له احوال نه خبر كړ.

پدې كاروان كې د قريشو ډير مالونه وو يعنې زر اوښان چې د پنځوس زره طلايي دينارونو (دوه سوه دوه شپيته نيم كيلو سره زر) په اندازه سامان ورباندې بار وْ، او يوازې څلويښت ساتونكي ورسره وو.

دا د مدينې د خلكو لپاره طلايي موقع وه، خو د مكې د مشركينو لپاره لدې دومره ډير مال نه محروميدل ملاماتونكې نظامي، سياسي او اقتصادي ضربه وه. همدا وجه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مسلمانانو ته وفرمايل: ‏‏(‏هذه عير قريش فيها أموالهم، فاخرجوا إليها لعل الله ينفلكموها‏)‏‏. [دا د قريشو په مال او سامان بار كاروان دى، مخې ته يې ورشىْ كيداى شي الله تعالى هغه تاسې ته د غنيمت په ډول دركړي.]

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د كاروان مخې ته ورتلل په هيچا لازمي نكړل، ټول يې خپلې خوښې ته پريښودل، ځكه پدې وخت كې دا ګومان نه كيده چې د قافلې په ځاى به د بدر په ميدان كې له مشركينو سره يوه پريكنده جګړه صورت مومي. له همدې امله ډير اصحاب (رضي الله عنهم) په مدينه كې پاتې شول ځكه هغوى فكر كاوه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دا عمليات به له پخوانيو عملياتو سره څه توپير ونلري. او په همدې سبب له جګړې نه پاتې شويو كسانو باندې څه عتاب او ملامتيا هم نه شته.

د اسلامي لښكر شميره او په ګروپونو ويشل

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د روانيدو لپاره تيار شو، (313 يا 314 يا 317) كسان ورسره وو، له دې جملې نه 82 يا 83 يا 86 مهاجرين، نور انصار چې ( 61) له اوس او ( 170) له خزرج قبيلې څخه وو. دې لښكر د جګړې څه انتظام نه وْ كړى او نه يې پوره تياري نيولې وه، په ټول لښكر كې يوازې دوه آسان چې يو يې د زبير بن عوام او بل يې د مقداد بن اسود كندي وْ. او د پاتې كسانو د هرو دوو يا دريو په سر يو اوښ رسيده ځكه ټول ايله اويا اوښان ورسره وو. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او علي او مرثد بن ابي مرثد غنوي درې واړه په يوه اوښ په نوبت سره سپريدل.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لومړى د مدينې د ادارې او لمانځه ادا كولو لپاره ابن ام مكتوم خپل خليفه وټاكه، خو كله چې روحاء ته ورسيد، نو ابو لبابه بن عبد المنذر يې په مدينه كې د خليفه په حيث ور وليږه.

د لښكر عمومي بيرغ سپين او علمبردار يې مصعب بن عمير قرشي عبدري وْ. لښكر يې په دوو برخو يا غونډونو وويشه:

1- د مهاجرينو غونډ چې بيرغ يې له علي (رضي الله عنه) سره وْ.

2- د انصارو غونډ او علمبردار يې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) وْ.

د ميمنې (ښي اړخ) قومانداني يې زبير بن عوام، او د ميسرې قومانداني يې مقداد بن عمرو او د ساقې مشري يې قيس بن ابي صعصعه ته سپارلې وه، او د لښكر عمومي قومانده رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د لښكر د عمومي قوماندان په توګه پخپل لاس كې اخيستې وه.

د بدر په لور د لښكر روانيدل

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له دې غير مجهز لښكر سره روان شو، له مدينې نه ووت او مكې ته غزيدلې عمومي لاره يې ونيوه مخكې د روحاء تر كوهي پورې ورسيد. او كله چې له هغه ځاې نه وخوځيد نو د مكې لاره يې خپلې چپې خوا ته پريښوده او ښۍ خواته وګرزيد، نازيې ته ورسيد، د بدر په لور د نازيې له يوې برخې تير شو او د صفراء د تنګي او نازيې تر مينځ پرته رحقان نومې وادي يې ووهله بيا له تنګي تير، او د صفراء په خوا مخكې لاړ، له هغه ځاى نه يې د جهينه قبيلې دوه كسه بسيس بن عمرو او عدي بن ابي الزغبا جهيني د كاروان په هكله د معلوماتو راټولولو پخاطر د بدر لور ته واستول.

په مكه كې د خطر اعلان

له بل پلوه د كاروان مشر ابو سفيان په ډير احتياط سره د حالاتو څارنه كوله، ځكه هغه پوهيده چې د مكې لاره له ډيرو خطرونو سره مخامخ ده، هر وخت يې په اوضاع ځان پوهاوو او له نورو كاروانونو نه يې د لارې په هكله معلومات اخيستل. بالاخره پدې خبر شو چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل اصحاب پر قافلې باندې د حملې لپاره تيار كړيدي، نو فورا يې ضمضم بن عمرو غفاري ته پيسې وركړې او مكې ته يې واستاوه تر څو قريشو د كاروان د نجات او مرستې لپاره راوبولي. ضمضم په ډيره بيړه ځان مكې ته ورساوه، او هلته يې د عربو د عاداتو سره سم د اوښ پزه او خپل كميس څيرې كړ، كجاوه يې چپه كړه او پاس پر اوښ ودريد او په لوړ آواز يې نارې كړې اې قريشو! قافله…. قافله…… محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب يې له ابو سفيان سره ستاسې پر مالونو حمله كوي، فكر نه كوم چې په لاس به درشي، كومك… كومك…..

د مكې خلك د جنګ تياري نيسي

ددې اواز په اوريدو سره د مكې ټول مشركين په حركت راغلل، او ويې ويل: آيا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب يې فكر كوي چې دا هم د ابن حضرمي كاروان دى؟ قسم په خداى چې ژر به پوه شي چې زمونږ معامله بل ډول ده ټول پدې سلا شول چې يا به هر څوك پخپله ځي او يا به خپل عوض ليږي، خو زياترو جنګ ته تلل غوښتل خصوصا مشرانو او رئيسانو. پدې سره له ابو لهب پرته نور ټول مشران جنګ ته تيار شول ابو لهب د ځان په عوض خپل پوره وړى واستاوه. قريشو شاو خوا عربي قبيلې هم له ځان سره ملګرې كړې او له بني عدي پرته چې يو كس يې هم جنګ ته ونه ووت نورې ټولې قريشي قبيلې جګړې ته روانې شوې.

د مكي لښكر شميره

د روانيدو په وخت كې ددې لښكر شميره يو زر او درى سوه (1300) جنګيالو ته رسيده چې ورسره سل آسان (600) زغرې او بې شميره اوښان چې دقيقه شميره يې نده معلومه. عمومي قومندان يې ابو جهل وْ او د قريشو ( 9) مشرانو د لښكر لوژستيكي امور، تمويل او رسد په غاړه اخيستى وْ، دوى به هره ورځ (9) او كله (10) اوښان حلالول.

د بني بكر قبيلو لانجه

كله چې لښكر د تلو تياري ونيوله، نو قريشو ته يو ځل له بني بكر سره خپله دښمني او لانجه ورپه ياد شوه، او وويريدل چې هسې نه هغوى د شا له خوا ورباندې حمله وكړي چې پدې سره به دوى له دوو خواو نه راګير شي! نژدې وْ چې دا تشويش يې له مخكې تګ نه پښېمانه كړي، په همدې وخت كې شيطان د بني كنانه د مشر سراقه بن مالك بن جعشم المدلجي په شكل كې ورته راغى او ورته ويې ويل: زه ستاسې ملګرى يم او ضمانت دركوم چې كنانه به د شا له خوا ستاسې په حق كې داسې څه نه كوي چې تاسې يې نه خوښوئ.

د مكي لښكر روانيدل

لدې اطمينان او ډاډ ګيرنې وروسته د مشركينو لښكر په ډير كبر او غرور سره له مكې نه روان شو. قرآنكريم د دوى حالت ته اشاره كوي فرمايي:((بَطَراً وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ)) (الانفال: 47).ترجمه :[په ډير کبر، خيال او خلکو ته ځان ښودنې په حالت (روان دي) او د خداى له لارې نه منع کوي]

او لكه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرمايي له خپل زور او وسلې سره پداسې حال كې چې له الله تعالى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې د دښمنۍ بيرغ اوچت كړى وْ د مدينې په لور وخوځيدل ((وَغَدَوْا عَلَى حَرْدٍ قَادِرِينَ)) (القلم: 25) [ترجمه: سهار مهال پداسې حال کې دخپل کښت د ريبلو لپاره ووتل (چې فقيرانو ته د نه ورکولو نيت يې درلود) او ځانونه يې توانمند شميرل.] د ټولو زړونه له كينې، غوسې او غضب نه په جوش راغلې وو تر څو له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو نه ددې انتقام او پور واخلي چې هغوى څنګه او په كوم جرات سره د دوى په كاروان كې سترګې خښې كړيدي؟

لنډه دا چې په ډيره بيړه د شمال په لور د بدر خوا ته لاړل، د عسفان له وادي، قديد او جحفى نه تير شول او هلته يې د ابو سفيان له طرفه داسې خبر تر لاسه كړ چې ورته وايي: تاسې د خپلو مالونو، كاروان، او افرادو د ساتلو پخاطر راوتلي يئ، الله تعالى هغه ټول وساتل، نجات يې وركړ، نو  بيرته ستانه شىْ.

كاروان نجات وموند

هلته ابو سفيان په ډير احتياط او تدبير سره په عمومي لار روان وْ، د څارنې او كشف عمليات يې څو چنده كړي وو، خو كله چې بدر ته را لنډ شول خپله د قافلې تر مخ شو وړاندې لاړ او مجدي بن عمرو يې وليد د مدينې د لښكر په هكله يې معلومات ورنه وغوښتل. هغه ورته وويل: ما خو څه نا آشنا څوك ندي ليدلي، يوازې دوه سواره وو دلته راغلل له هغه غونډۍ سره يې اوښان چو كړل، ژي يې له اوبو ډك كړل او بيرته لاړل. ابو سفيان فورا دې ځاى ته ورغى او د اوښانو پچې يې راواخيستې، ماتې يې كړې كه ګوري چې د خرما مندكې (زړي) دي پكې، نو ويې ويل: قسم په خداى چې دا د مدينې واښه دي. بيا په بيړه خپل كاروان ته ورغى عمومي لاره يې چې په بدر ورغلې وه چپې خوا ته پريښوده، او په لويديځ كې د ساحل په لور روان شو، او پدې سره يې قافله د مدينې له لښكر نه خلاصه كړه او د مكې مشرانو ته يې هغه پيغام ورواستوه چې هغوى ته په جحفه كې ورسيد.

مكي لښكر د بيرته ستنيدو له ارادې وروسته سوړه كوي

د ابو سفيان د پيغام له رسيدو نه وروسته د مكې لښكر د بيرته ستنيدو تكل وكړ، خو ابو جهل په ډير كبر او غرور سره وويل: نه والله كه تر هغه ستانه شو تر څو بدر ته نه وو تللي او هلته مو درې شپې نه وي تيرې كړي. هلته به څو اوښان حلالوو، خلكو ته به ډوډۍ وركوو، د شرابو څښلو ګرم محفلونه به د ډمانو په آوازونو او سندرو لا پسې ګرموو، تر څو عربان زمونږ د راتګ دبدبې او غونډيدو خبر واوري، او د تل لپاره زمونږ رعب ورباندې كيني.

خو اخنس بن شريق د ابو جهل لدې خبرې سره سره د بيرته ستنيدو خبره وكړه، مګر چا وا نه وريده. بالاخره يوازې هغه د بني زهره له تقريبا درى سوه كسانو سره بيرته ستون شو. ابن شريق د بنو زهره حليف او پدې وخت كې د دوى قوماندان وْ. د بدر په غزا كې د بنو زهره قبيلې يوه فرد هم ګډون ونكړ، د اخنس پدې نظريه او عمل د بنو زهره خلك له حده زيات خوشاله وو، او هميشه يې ده ته خاص احترام او اطاعت درلود.

د بنو هاشم خلكو هم د بيرته ستنيدو اراده وكړه، خو ابو جهل په ډيره سخته او تونده لهجه ورته وويل:تاسې به له مونږ څخه نه جدا كيږئ، او تر هغه به راسره وئ تر څو مونږ ټول نه وو ستانه شوي. د بنو زهره له جدا كيدو وروسته د مكې لښكر پاتې تقريبا زر كسان د بدر په لور روان شول مخكې لاړل، او د هغه غونډۍ شا ته يې واړول چې د بدر په وادي كې د ننه له جنوبي خولې (العدوه القصوى) سره پرته ده.

د اسلامي لښكر لپاره د حالاتو حساسيت او نزاكت

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لا د لارې په اوږدو كې د ذفران له سيمې سره وْ چې استخباراتو ورته د كاروان او مكې د لښكر خبرونه راوړل. ده مبارك ته پدې خبرونو كې له غور او څيړنې وروسته دا ثابته شوه چې بې له جګړې بله چاره نشته او اوس داسې يوه جراتمندانه، غيرتي او مدبرانه اقدام ته ضرورت دى چې د شرك د لښكر دا غرور ورمات كړي. واقعيت دا دى كه چيرې قريش همداسې پريښودل شوي واى چې پدې سيمه كې د غرور او فساد نيلې وزغلوي، نو پدې سره به په عسكري ډګر كې د هغوى لاس نور هم مضبوط او په سياسي ميدان كې به يې نفوذ او اثر زيات شوى واى. او ددې په مقابل كې به د مسلمانانو شان او عظمت زيانمن كيده، بلكه اسلامي حركت به د يوه بې روحه كالبد حيثيت غوره كاوه او د اسلام دښمنانو ته به نوره دا آسانه وه چې پر مسلمانانو باندې د حملې او تيري جرات وكړي.

بله مهمه خبره دا چې مسلمانانو ته ددې ضمانت چا وركاوه چې د مكې لښكر به د مدينې په لور وړاندې نه ځي، او هملته به پردوى حمله او تيرى نه كوي؟! هيچا هم دا ضمانت نه شوى وركولى، كه پدې حساس وخت كې مسلمانانو ابتكار له لاسه وركړى وى، نو د خلكو په مينځ كې به د دوى هيبت او عظمت ډير زيانمن شوى واى.

د شورى غونډه

پدې خطرناك، او ناڅاپه رامخ ته شوي وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشورتي شورى غونډه دايره كړه. ده پخپله په حالاتو رڼا واچوله، او له اصحابو سره يې پدې هكله نظريات تبادله كړل. ځنې خلك داسې هم وو چې په حالاتو له خبريدو وروسته ويرې واخيستل، زړونه يې په رپيدو راغلل او دا همغه كسان دي چې الله تعالى يې په هكله فرمايي:

((كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقاً مِنْ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ (5) يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ )).   (الانفال: 5-6)

ترجمه: [همداسې لكه چې ستا رب ته له خپل كور نه له حق سره راويستې، او يوې ډلې مسلمانانو ته دا كار سخت ښكاريده، او د همدې حق (جګړې) په هكله يې له معلوماتو وروسته په همدې حق كې له تا سره مناقشه كوله او داسې ښكاريدل لكه چې په رڼو سترګومرګ نه بوول كيږي.]

خو د لښكر د قوماندانانو موقف بل ډول وْ، ابوبكر (رضي الله عنه) پاڅيد او ډيرې ښى خبرې يې وكړې، ورپسې عمر (رضي الله عنه) پاڅيد دې ته ورته نيكې خبرې يې وكړې. بيا مقداد بن عمرو (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! مونږ درسره يو هغه وكړه چې الله يې امر كړى، قسم په خداى مونږ به كله هم د بنو اسرائيلو په شان درته و نه وايو چې ته او ستا رب جنګ ته لاړ شئ، او مونږ به دلته ناست وو، بلكه مونږ داسې درته وايو: ته او ستارب جنګ ته لاړ شىْ، مونږ هم په جګړه كې درسره يو، قسم په خداى كه امر راته وكړې چې تر برك الغماد پورې درسره لاړ شو، نو تر همغه ځايه به له تاسره اوږه په اوږه جګړې ته ادامه وركوو.رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مننه ورنه وكړه او دعا يې ورته وفرمايله.

دا درى واړه مشران مهاجرين وو، او څرنګه چې پدې لښكر كې د مهاجرينو تعداد لږ و، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) غوښتل د انصارو رايه هم معلومه كړي، ځكه له يوې خوا په جګړه كې د هغوى رول اساسي وْ، او له بلې خوا د عقبې د معاهدې په اساس هغوى پدې نه وو مجبور چې له مدينې نه د باندې جګړې ته داخل شي، نو همدا وجه وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغوى درى واړو د خبرو له اوريدو نه وروسته وفرمايل: اې خلكو ستاسې رايه څه ده؟ مقصد يې انصار وو. د انصارو مشر او علمبردار سعد بن معاذ (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مطلب پوه شو او ويې فرمايل: لكه چې د تا اشاره زمونږ خوا ته ده يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! ده وفرمايل: هو. سعد (رضي الله عنه) وويل: مونږ ايمان درباندې راوړى، او ستا تصديق مو كړى، او ددې شاهدي مو وركړې څه چې تا راوړي هغه ټول حق دي، او پدې مو د اطاعت او پيروۍ عهد او پيمان درسره كړئ، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! څه چې غواړې همغه وكړه، قسم په هغه خداى چې ته يې په حق راليږلى يې، كه وغواړې پدې بحر كې ځانونه واچوو، نو مونږ به ټول له تاسره يو ځاى ځانونه په بحر كې ور لاهو كړو، ددې پروا نلرو چې سبا مو له دښمن سره مخامخ كړې، مونږ په جګړو كې د ډير صبر او د مقابلې په وخت كې د ځوانمردۍ او پايمردۍ خاوندان يو، كيداى شي الله تعالى زمونږ هغه جوهردروښيي چې د تا مباركې سترگې پرې يخې او رڼې شي، نو د خداى په بركت سره حركت وكړه.

په يوه بل روايت كې راځي چې سعد بن معاذ (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته وويل: فكر كوم چې ته لدينه ويريږې چې انصار به يوازې پخپل وطن كې ځانونه ستا په دفاع ملزم ګڼي! زه د انصارو خبره كوم او د هغوى ځواب وايم، لاړ شه چيرته دې چې زړه وي، پوره واك لرې چې له خپلې خوښې سره سم د هر چا سره اړيكې ټينګې كړې، او كه غواړې چې له چا سره اړيكې وشلوې، نو ويې شلوه. زمونږ له مالونو نه د خپلې خوښې په اندازه واخله، او څه چې دې زړه وي همغه راكړه او مونږ ته هغه مال چې ته يې رانه اخلې د هغه په نسبت ډير غوره دي چې راته پرې يې ږدې. او په څه چې ته امر كوې هغه مونږ ته منظوره ده. والله كه تر برك الغماد پورې لاړ شې، مونږ به هم درسره روان وو او كه وغواړې پدې بحر كې به له تاسره يو ځاى ځانونه لاهو كړو.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د سعد (رضي الله عنه) له خبرو نه ډير ډاډه او راضي شو، بيا يې وفرمايل: ‏‏(‏سيروا وأبشروا، فږن الله تعالى قد وعدنى إحدى الطائفتين، والله لكأني الآن أنظر إلى مصارع القوم‏)‏‏.‏ [حركت وكړىْ، او زيرى واورىْ، الله تعالى له ماسره له دې دوو شيانو (كاروان يا لښكر) نه د يوه وعده كړې ده قسم په خداى دا دى لكه چې زه همدا اوس ددې خلكو (مشركينو) د وژلو ځايونه وينم.]

اسلامي لښكر مخ په وړاندې درومي

بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ذفران نه وخوځيد، د اصافر غرونه يې ووهل او (الديه) نومې بانډې ته كوز شو ورپسې يې حنان نومې غونډۍ ښۍ خوا ته پريښوده مخكې لاړ او له بدر سره نژدې يې واړول.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خوا د كشف او څارنې عمليات

په همدې ځاى كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپل ملګري ابوبكر (رضي الله عنه) سره يو ځاى د كشف او څارنې لپاره ووت، د قريشو د لښكرو په شاو خوا سيمو كې يې يو عربي سپين ږيرى وليد. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: د قريشو او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په هكله څه معلومات لرې؟- د راز پټ ساتلو پخاطر يې د دواړو لښكرو پوښتنه ورنه وكړه – هغه بوډا ورته وويل: لومړى دا راته ووايئ چې تاسې څوك يئ؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل: ‏‏(‏إذا أخبرتنا أخبرناك‏)‏. لومړى ته خبر راته ووايه، بيا به مونږ ځانونه در معرفي كړو. بوډا وويل: سمه ده دا پدې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: هو. بوډا وويل: خبر شوى يم چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحاب يې په فلانۍ ورځ راخوځيدلي دي، كه دا خبر رښتيا وي، نو نن به محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په فلانۍ سيمه كې وي. همغه ځاى يې ښوولى وْ په كوم كې چې د مدينې لښكر پروت وْ- او د مكې د لښكر په هكله خبر راكړل شوى چې هغوى په فلانۍ ورځ حركت كړى، كه خبر وركوونكى ريښتونى وي نو هغوى به نن په فلاني ځاى كې وي- او همغه ځاى يې ښوولى وْ كوم ته چې قريش را رسيدلي وو. او كله يې چې خبره خلاصه كړه، نو دوى ته يې وويل: تاسې څوك يئ (تاسې له چا نه يئ؟) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: مونږ له ماء (اوبو) څخه يو. دا يې وويل او روان شو. بوډا له ځان سره وايي: د كومو اوبو؟ آيا د عراق له اوبو؟