الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اته ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

اسلامي لښكر د مدينې په لار

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په بدر كې له درى ورځې اقامت نه وروسته د مدينې په لور وخوځيد. مشركان بنديان او د غنيمت مالونه هم ورسره وْو او ددې نګرانى يې عبدالله بن كعب (رضي الله عنه) ته سپارلې وه. كله چې د صفراء درې له تنګي نه ووت، ددې تنګې او نازيه سيمې تر مينځ پرتې يوې غونډۍ باندې يې واړول او د غنيمت له مال نه يې خمس (پنځمه برخه) جدا كړه او نور پاته يې په مساويانه ډول پر مسلمانانو باندې وويشه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د صفراء په دره كې د نضر بن حارث د وژلو حكم صادر كړ. نوموړى د بدر په ورځ د مشركينو علمبردار و د هغوى بيرغ يې اوچت كړى وْ او د قريشو له هغو لويو مجرمينو او اسلام دښمنه عناصرو څخه شميرل کيده چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې زيان او تكليف رساوه. همغه وه چې علي (رضي الله عنه) يېد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په امر سر وواهه.

لدينه وروسته كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) عرق الظبيه ته ورسيد هلته يې د عقبه بن ابي معيط د وژلو فرمان صادر كړ. دا هغه كس وْ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې ډير تكليفونه رسولي وْ، او مونږ مخكې څه دا ډول پيښو ته اشاره هم كړيده. دا هماغه رذيل وْ كوم چې د لمانځه په وخت كې يې پر رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) باندې د اوښ پريوان ور اچولى وْ، او دا هماغه شيطان وْ چې پخپل چادر سره يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د زندۍ كولو کوښښ کړى وْ او كه ابوبكر (رضي الله عنه) نه واى راغلى، نو نژدې وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مړ كړي. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغه (عقبه) د وژلو امر وكړ، نو ده ورته وويل: يا محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! زما د ماشومانو لپاره به څوك وي؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: اور.(١) ويل كيږي چې دده سر عاصم بن ثابت انصاري او په بل روايت علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) وواهه.

د جنګى تاكتيك او استراتيژۍ له مخې ددې دوو رذيلانو وژل ځكه ضروري وْ، چې دا دواړه نه يوازې جنګي اسيران بلكه په نننۍ ژبه جنګي مجرمان هم وو.

د مباركۍ وفدونه (پلاوي)

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) روحاء ته ورسيد د مسلمانانو هغه مشران يې استقبال او مباركۍ ته حاضر شول چې له مدينې نه د همدې غرض پخاطر راوتلي وو. پدې وخت كې سلمه بن سلامه مباركي ويونكو مسلمانانو ته وويل: تاسې مونږ ته د څه مباركي راكوىْ؟ قسم په خداى مونږ د اوښانو په شان له زړو بوډاګانو ګنجيانو سره مخ شوي وو. پدې خبرې سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تبسم وكړ او ويې فرمايل: وراره! هغوى د قوم مشران وو.

اسيد بن حضير عرض وكړ: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! حمد او ثنا دې وي هغه خداى لره چې ته يې برلاسى او بريالى كړى او ستا سترګې يې رڼې او يخې كړې، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! قسم په خداى زه له بدر نه پدې ګومان نه يم پاتې شوې چې ته به له دښمن سره جګړه كوې، زما خيال خو دا وو چې يوازې د كاروان خبره ده، كه زه خبر واى چې له دښمن سره مقابله ده، نو کله به هم نه واى درنه پاتې شوى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ته رښتيا وايې. وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پداسې حال كې مدينې منورې ته سر لوړى، كامياب او منصور ننوت چې پر دښمنانو يې په مدينه كې د ننه وو كه د باندې ويره او هيبت لويدلى و. ددې عظيمې فتحې په نتيجه كې د مدينې ډير خلك په اسلام مشرف شول، عبدالله بن ابي بن سلول او ملګري يې هم په همدې وخت په ظاهري توګه د مسلمانانو ليكو ته داخل شول.

مدينې ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له تشريف راوړلو نه يوه ورځ وروسته بنديان هم راورسيدل. هغوى يې پخپلو اصحابو (رضي الله عنهم) وويشل، امر يې ورته وكړ چې له بنديانو سره ښه او نيكه معامله وكړي. اصحابو (رضي الله عنهم) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د امر د تعميل پخاطر له بنديانو سره دومره نيكي كوله چې پخپله به يې خرما خوړلي، خو بنديانو ته به يې ډوډۍ وركوله (هغه وخت په مدينه كې خرماوې له ټولو نه ارزانه او بې ارزښته وې، خو ډوډۍ ډيره قيمته او مهمه بلل کيدله).

د بنديانو مسئله

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مدينې ته ورسيد، نو د بنديانو په هكله يې له اصحابو (رضي الله عنهم) سره مشوره وكړه چې څه ورسره وشي؟ ابو بكر (رضي الله عنه) وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! دوى (بنديان) زمونږ وروڼه، د تره زامن او خپلوان (تربرونه) دي، زما رايه خو دا ده چې فديه ورنه واخلې، ځكه دا به له يوې خوا د مشركينو په مقابل كې زمونږ لپاره مالي او اقتصادي تقويه او كومك وي، او له بلې خوا كيداى شي الله تعالى دوى ته هم د نيكۍ هدايت وكړي او زمونږ مرستندويان شي.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ته څه وايې يا ابن خطابه! عمر(رضي الله عنه) وايي ما وويل: زه د ابوبكر (رضي الله عنه) نظريه نه تاييدوم، بلكه زه دا وايم چې ما ته فلانى – نوموړى د عمر (رضي الله عنه) خپلوان وْ، په لاس راكړىْ چې سر يې ووهم، او علي (رضي الله عنه) ته عقيل بن ابي طالب وسپارىْ چې سر يې غوڅ كړي، او فلانى چې د حمزه (رضي الله عنه) ورور وْ حمزه (رضي الله عنه) ته وركړىْ چې مرۍ يې ورپرې كړي، تر څو الله تعالى وويني چې زمونږ په زړونو كې د کفارو او مشركينو لپاره رحم او مهرباني ځاى نلري، دوى (اسيران) خو د مشركانو، سرداران او مشران دي.

عمر (رضي الله عنه) وايي رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د ابوبكر (رضي الله عنه) رايه غوره كړه او زما نظر يې و نه ما نه، فيصله يې وكړه چې له بنديانو نه فديه واخلي. عمر (رضي الله عنه) وايي سبا سهار رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او ابوبكر ته ورغلم، كه ګورم دواړه ژاړي، ما ورته وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ولې؟ ته او ملګرى دې په څه ژاړي؟ پوه مې كړه كه د ژړا وجه راته ښكاره شوه، زه به هم درسره وژاړم، او كه د ژړا وجه نه وه، نو ستاسې حضراتو په ژړا به وژاړم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏ډبكى للذي عرض على ډصحابك من ډخذهم الفداء، فقد عرض عليّ عذابهم ډدنى من هذه الشجرۍ‏)‏ په هغه څه ژاړم چې د فديې قبلولو له امله ستا ملګرو ته پيښ شويدي، ما ته د دوى عذاب له دې ونې نه – يوې نژدې ونې ته يې اشاره وكړه(1) هم لنډ راښوودل شويدى. الله تعالى دا آيتونه رانازل كړيدي: ((مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَنْ يَكُونَ لَهُ أَسْرَى حَتَّى يُثْخِنَ فِي الأَرْضِ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الآخِرَةَ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (67) لَوْلا كِتَابٌ مِنْ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ )) (الانفال: 67- 68)

[نه ښايي نبي لره دا چې وي ده لره بنديان (چې ترې فديه واخلي) تر هغه وخته چې قوي شي په ځمكه كې (د مشركينو د ډير قتل او جرحې په سبب) آماده كوىْ تاسې (اې موْمنانو) اسباب د دنيا (په اخيستلو د فديې سره) او الله اراده لري (تاسې لره ثواب) د آخرت (د مشركينو د قتل په سبب) او الله ښه غالب قوي دى (په انفاذ د احكامو، ښه حكمت والا دى چې هر كار په تدبير او مصلحت سره كوي. او كه نه وى ازلي حكم له جانبه د الله چې وړومبى ليكل شويدى (په لوح محفوظ كې) نو خوامخاه رسيدلى به وْ تاسې ته په عوض د) هغې (فديې) كې چې اخيستى ده تاسې عذاب ډير لوى.]

او هغه كتاب (نوشته) چې د الله له لوري يې سبقت كړى وْ دا وْ چې ((فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً)) (محمد:٤) [يعنې چې يا احسان ورباندې وكړئ او يا يې د فديې په بدل كې خوشي كړىْ.]

دا آيت د بنديانو په مقابل كې د فديې اخيستلو اجازه وركوي، او همدا وجه وه چې اصحاب (رضي الله عنهم) د فديې قبلولو په وجه په عذاب نه شول، بلكه يوازې عتاب او سر زنش ورباندې رانازل شو هغه هم پدې خاطر چې دوى مشركين له ښو ځپلو او ډير وژلو نه مخكې اسيران كړل. او بله دا چې هغوى له داسې خلكو نه فديه واخيستله چې نه يوازې جنګي بنديان وو بلكه جنګي لوى لوى مجرمان هم وو، داسې جنګي مجرمان چې د جنګ نننى قانون يې هم بې له محاكمې نه خوشي كوي او څرګنده ده چې په دا ډول مجرمينو به يا د اعدام حكم كيږي او يا به په دايمي بند محكوميږي.

په هر حال د ابوبكر (رضي الله عنه) د مشورى سره سم له بنديانو نه فديه واخيستله شوه، د فديې اندازه څلور زره او درى زره درهمه او يو زر درهمه ټاكل شوې وه. او څرنګه چې د مكې خلك په ليك لوست پوهيدل او د مدينې خلك لدې نعمت نه محروم وو، نو دا فيصله هم وشوه هغه بنديان چې د فديې ادا كولو وس نلري هغوى دې د مدينې لسو هلكانو ته ليك لوست ور زده كړي او هر كله چې دې هلكانو ليك لوست ښه زده كړ، نو همدا ددې بندي فديه شوه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ځينو بنديانو ځانګړى احسان او منت هم كيښود، هغوى يې بيله فديې آزاد كړل. له دې جملې نه مطلب بن حنطب، صيفي بن ابي رفاعه، او ابو عزه الجمحي وو دا وروستى بيا د احد په غزا كې اسير او ووژل شو (د پيښې تفصيل وروسته راځي).

همدا راز رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل زوم ابي العاص هم احسان وكړ، خوشى يې كړ، خو دا شرط يې ورباندې كيښود چې د زينب (رضي الله عنها) مخه به نه نيسي يعنى اجازه به وركوي چې هجرت وكړي. ددې وجه دا وه چې زينب (رضي الله عنها) د خپل ميړه ابي العاص د خوشي كيدو او فديې ادا كولو پخاطر څه اندازه مال را استولى وْ، پدې شيانو كې يو اميل هم وْ، دغه اميل په اصل كې د خديجى (رضي الله عنها) وْ، چې خپلې لور زينب (رضي الله عنها) ته يې د ابو العاص كور ته د رخصتيدو په وخت وركړى وْ. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې دا آميل وليد زړه يې ډير نرم شو، اصحابو (رضي الله عنهم) نه يې د ابو العاص د خوشي كيدو خبره وکړه. اصحابو (رضي الله عنهم) قبوله كړه، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ابو العاص دا شرط كيښود چې زينب (رضي الله عنها) ته به اجازه وركوي چې مدينې ته راشي. ابو العاص په خپل شرط وفا وكړه او زينب (رضي الله عنها) مدينې ته مهاجره شوه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زيد بن حارثه او يو انصاري ته وظيفه وركړه امر يې ورته وفرمايه: (كونا ببطن يَډجَج حتى تمر بكما زينب فتصحباها‏)‏. چې لاړ شي او د ياجج په دره كې تر هغې انتظار وباسي تر څو زينب درباندې راشي او بيايې له ځان سره راولئ. هغوى لاړل او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لور يې راوستله، ددې د هجرت كيسه ډير اوږده او له حده نه زياته دردونكې ده.

د بنديانو په ډله كې مشهور او تيز زبانه خطيب سهيل بن عمرو هم وْ. عمر (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته عرض وكړ چې دده د مخې دواړه غاښونه ورمات كړه، بيا به يې ژبه بنده بنده غوندى كيږي، او هيچرته به هم ستا په خلاف مغرضانه خطبې نه شي ويلى، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عمر (رضي الله عنه) دا وړانديز رد كړ، ځكه دا د مثلې په حكم كې راځي او پدې ډول عمل سره د قيامت په ورځ د الله د ګرفت ويره هم ده.

سعد بن نعمان (رضي الله عنه) د عمرې ادا كولو لپاره مكې ته لاړ، هلته ابو سفيان بندي كړ د ابو سفيان زوى عمرو هم د بنديانو په ډله كې وْ، نو هغه يې خپل پلار ابو سفيان ته وروليږه چې هغه يې په بدل كې سعد بن نعمان را خوشى كړ.

ددې غزا په هكله د قرآنكريم تبصره

ددې غزا په هكله د انفال سورت نازل شو، او كه چيرې دا تعبير درست وبلل شي، نو ويلى شو چې دا سورت په حقيقت كې پدې غزا باندې يوه الهي تبصره وه، خو دا داسې تبصره ده چې له هغو تبصرو سره ډير توپير لري كومې چې پاچايان او د لښكر قوماندانان يې له فتحې وروسته خلكو ته اوروي.

الله تعالى په پيل كې د مسلمانانو نظر د هغو تقصيراتو او اخلاقي كمزورويو په لور راوګرزاوه، كومې چې لا تر اوسه له دوى سره موجودې وې، او ځينى خو يې په همدې وخت كې له دوى نه پيښې شوې وې دا هم پدې خاطر چې مسلمانان ځانونه لدې نقايصو نه پاك كړي، د كمال او عظمت لوړ مقام ته پورته شي.

پدې پسې يې له مسلمانانو سره د الله تعالى له نصرت او غيبي كومك نه يادونه وكړه، ددې هدف دا وْ چې مسلمانان په خپل قوت او شجاعت غره نه شي، كبر او غرور يې زړونو ته لار پيدا نكړي. هغوى بايد تل په الله توكل ولري، د الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په وړاندې تسليم او فرمانبردار و اوسي.ورپسې يې هغو لوړو او غوره اهدافو ته اشاره وفرمايله د كومو لپاره چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې خونړۍ جګړې ته ننوتى وْ، او هغه صفات او اخلاق يې په ګوته كړل د كومو په وجه چې دوى ته فتحه او برى ور په برخه شوى وْ او يا چې د هغې پذريعه جنګونه ګټل كيداى شي. بيا يې مشركينو، منافقينو، يهودو او جنګي بنديانو ته خطاب فرمايلى، ډير فصيح او بليغ نصيحت يې ورته كړى تر څو هغوى د حق په واړندې تسليم شي او په حقيقت اعتراف وكړي. وروسته يې مسلمانان مخاطب ګرزولي او د غنيمت په هكله يې اساسي او څرګند اصول او قوانين ورته بيان كړيدي.

پدې پسې يې د جنګ او سولې هغه قوانين او اصول توضيح او تشريع كړي کوم چې پدې وخت كې اسلامي دعوت ورته اړتيا درلوده. دا ددې لپاره چې د مسلمانانو جنګ بايد د جاهليت له جنګ نه بيل او اوچت وي، او مسلمانان بايد په اخلاقي، عملي او ټولو نورو اړخونو كې له نورو نه مخكې او وړاندې وي. او دنيا بايد پدې پوه شي چې اسلام خالي نظريه نده، بلكه اسلام خپل پيروان په ټولو هغه اصولو او مقرراتو به عملي توګه سينګاروي د كومو چې دغه دين غوښتونكى دى او نور خلك ورته رابولي.

بيا يې د اسلامي حكومت د قانون او دستور د ځينو موادو يادونه كړيده. او له هغه نه دا په ډاګه كيږي چې د اسلامي حكومت په حدودو كې د ننه او له پولو نه د باندې اوسيدونكو مسلمانانو تر مينځ څه توپير وجود لري.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto