fbpx
mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نهه ویشتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

ځنې نورې پيښې

د دوهم هجري كال د رمضان په مياشت كې د رمضان روژه، او د فطر صدقه فرض شوه. د زكات د مختلفو نصابونو تفصيل او بيان هم راغى، د فطر صدقې او زكات د نصاب په فرضيت او بيان سره د هغو فقيرانو او بې وسه مهاجرينو ډير مشكلات او ستونزې حل شوې كومو چې د سفر او كار توان او قدرت نه درلود.

له ټولو نه د خوشحالۍ خبره او ډير نيك تصادف دا وْ چې مسلمانان لومړنى عيد چې د دوهم هجري كال د شوال په لومړۍ ورځ وْ هغه وخت ولمانځه چې د بدر په ميدان كې يې لويه فتحه او كاميابى هم تر لاسه كړې وه. څومره بختور وْ دغه عيد چې الله مسلمانانو ته د بري او عزت له تاج ور په سر كولو نه وروسته راوستې وْ، څومره زړه راښكونكى وه د هغه لمانځه صحنه چې مسلمانان له خپلو كورونو نه پداسې حال كې ورته راوتلي وو چې په ژبو يې د توحيد، تكبير او تحميد كلمې جاري وې. هو مسلمانان پداسې حال كې د لومړني عيد لمونځ په هغه ميدان كې ادا كوي چې د تكبير نارې يې آسمان ته اوچتې شوې، زړونه يې د الله له مينې ډك وو، او په ژبو يې د الله د نعمتونو او مهربانيو له امله شكرانې او شكرونه ايستل، د عجز سرونه يې ورته ټيټول او سترګې يې د خپل رب د لا زيات رحمت او رضا په لور كږې وې. الله تعالى خپلو دې نعمتونو ته اشاره كوي فرمايي: ((وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمْ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنْ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ )).( الانفال: 26) [او ياد كړىْ تاسې هغه وخت چې تاسې لږ ضعيفان (مغلوبان كړى شوي وئ په ځمكه كې، ويريدىْ تاسې له دې نه چې وبه تښتوي په تيزۍ سره تاسې خلق ((يعنى مغلوب به كړي تاسې قريش يا فارس ياروم)) نو ځاى دركړ ((الله)) تاسې ته او قوت يې دركړ تاسې ته په كومك (مدد) سره او روزي يې دركړه تاسې ته له طبياتو (پاكو شيانو لكه غنائم)) لپاره ددې چې تاسې شكر وباسىْ.]

د بدر او احد تر مينځ پوځي عمليات

بدر د مسلمانانو او مشركانو تر مينځ لومړنۍ پريكنده وسله واله نښته وه. پدې غزوه كې فتح او برى د مسلمانانو په برخه شو. ددې جګړې له نتائجو نه دوې ډلې خلك ډير غمجن او نا آرامه وو، لومړنۍ ډله هغه مشركين وو چې په جګړه كې مستقيماً زيانمن شوي وو د مال او سر ډير تاوان وراوښتى و. او دوهمه ډله يهودان وو ځكه دوى د مسلمانانو عزت او كاميابي خپل ديني او اقتصادي موجوديت ته لوى خطر او ملاماتونكې ګوزار باله، نو د دوى ټولو په زړونو اور بل شوى وْ او له ډير غم او غوسې نه په ځان نه پوهيدل ((لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا)) (المائدة:٨٢) [له مسلمانانو سره تر ټولو زياته دښمني د يهودانو او مشركانو ده.]

په مدينه كې داسې كسان هم وو چې په ښكاره خو يې له مجبوريت نه او د خپل وقار ساتلو پخاطر اسلام راوړى وْ، خو په پټه او واقعيت كې له مشركينو او يهودانو سره ملګري وو. دا د عبدالله بن ابي بن سلول ډله وه، دې دريمې ډلې هم له مسلمانانو سره لكه د دوو نورو ډلو په شان زياته كينه او عداوت درلود.

څلورمه ډله خلك هم وو، هغوى د مدينې شاو خوا ميشته بدويان او كوچيان وو، دوى ته كفر او اسلام اهميت نه درلود، ژوند يې په غلا او چور روان وْ، د مسلمانانو لدې فتحى او بري نه ډير په تشويش كې شول، ځكه فكر يې كاوه كه چيرې په مدينه كې يو پياوړى حكومت قايم شي، نو بيا خو به حتماً له چور او چپاول نه د دوى لاسونه ورلنډوي پداسې حال كې چې د دوى د روزۍ ګټلو طريقه او لاره همدا ده، نو د دوى زړونه هم د مسلمانانو له دښمنۍ او عداوت نه ډك شول.

پدې ترتيب سره مسلمانان له ټولو خواو نه له خطرونو او تهديدونو سره مخ شول، خو مخكى يادوشويو ډلو له مسلمانانو سره د معاملې بيلې بيلې لارې ونيوې. هرې ډلې هغه طريقه غوره كړه چې د خپلو اهدافو د تحقق لپاره يې مناسبه بلله. د مدينې او شاو خوا برخو هغو خلكو چې په ښكاره يې ځانونه اسلام ته منسوبول د مسلمانانو په خلاف د فتنو، دسيسو، توطئو او نورو مشكلاتو راولاړولو لاره خپله كړې وه.

د يهودانو يوه ډله داسې وه چې له مسلمانانو سره يې د ښكاره او علني دښمنۍ لاره نيولې وه. هلته د مكې مشركينو د انتقام او غچ اخيستلو لپاره مټى رانغښتلې او د حملې تياري يې نيوله، او لكه چې مكې مسلمانانو ته د حال په ژبه داسې پيغام ورليږلى وْ:

و لابد من يوم اغر محجل     يطول استماعي بعده للنوادب

[داسې يوه رڼا او ځلانده ورځ ډيره ضروري ده چې له هغې نه وروسته تره ډيره وخته په مړو د ژړيدونكو ژړا واورم.]

وروسته همداسې وشول، يو كال وروسته د مكې مشركينو د مدينې په پولو كې د احد په نامه مشهوره جګړه توده كړه كوم چې د مسلمانانو په هيبت او منزلت يې ډير منفي اثر واچاوه. خو مسلمانان ددې ټولو خطرونو مقابلې ته ودريدل او ددې خطرونو په خنثى كولو كې يې داسې رول ولوباوه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قيادت، عظمت، ويښتابه، د خطرونو په پوره پيژندنه او ادراك د خطرونو د له مينځه وړلو پخاطر په حكيمانه تدبير او تخطيط دلا لت كوي، چې په راتلونكو پاڼو كې به ورته لنډه غوندې اشاره هم وكړو.

د كدر په سيمه كې د بني سليم غزا

د بدر له غزا نه وروسته د مدينې استخباراتو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته لومړى دا خبر راوړ چې د غطفان قبيلې يوه څانګه (بني سليم) په مدينه باندې د حملې تياري نيسي، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له دوو سوو كسانو سره په ناڅاپه توګه د دوى مقابلې ته ور روان شو، او د كدر (1) تر سيمې مخكى ورغى. بنو سليم په ځان كې د مقابلې توان ونه ليد، وتښتيدل او پنځه سوه اوښان يې دلته په ځاى پريښودل، چې مسلمانانو راونيو او وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خمس اخيستلو نه وروسته پر لښكر باندې وويشل، هر چا ته دوه دوه اوښان ورسيدل، پدې وخت كې يې ده (يسار) په نامه يو غلام هم ونيو، چې بيا يې آزاد كړ.
رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دلته له دريو ورځو تم كيدو نه وروسته بيرته مدينې ته ستون شو. دا غزا له بدر نه له راستنيدو نه اوه ورځې وروسته يعنې د دوهم هجري كال د شوال په مياشت كې پيښه شوې وه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پدې غزا كې سباع بن عرفطه او په بل روايت ابن ام مكتوم(١) په مدينه كې خپل خليفه ټاكلى وْ.

٢- د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د قتل توطئه

د بدر په غزا كې د ماتې له امله مشركين ټول په لړزه راغلي وو، اور پرې بل وْ او مكه له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره له دښمنۍ او كينې نه د جوش كټوې په شان خوټكيده. بالاخره دوه قهرمانان يا غښتلي ځوانان فيصله كوي او تصميم نيسي چې د دوى په ګومان د دوى د اختلاف او بدبختۍ، ذلت او سپكاوي اصلي عامل يعنى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له مينځه يوسي. له بدر نه كمه موده وروسته عمير بن وهب جمحي له صفوان بن اميه سره په حطيم كې ناست وْ، عمير خو د مكې هغه شيطان وْ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو ته يې ډير تكليف رساوه، او زوى يې وهب په بدر كې اسير شوى وْ. دلته يې په بدر كې د وژل شويو مشركينو (اصحاب قليب) كيسه وكړه، نو صفوان ورته وويل: لدينه وروسته په ژوند كې خير او مزه نشته. عمير ورته وويل: رښتيا دې وويل، قسم په خداى كه دا قرض راباندې نه واى چې وجه يې هم نه ورته لرم، او دا اولاد مې نه واى چې له مرګ نه وروسته ورباندې ويريږم، نو همدا اوس به په اوښ ورسپريدم او محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به مې واژه، زما بهانه هم جوړه ده زوى مې ور سره بندي دى.

صفوان دا فرصت غنيمت وګاڼه ورته ويې ويل: قرض دې په ما، زه يې ادا كوم، ستا اولاد به هم زما له اولاد سره يو ځاى وي، يعنى لكه زما د خپل اولاد په شان به وي، او تر څو چې ژوندي دي كفالت او سرپرستي به يې كوم. او داسې به پيښه نه شي چې زه څه ولرم او دوى ته يې ورنه كړم. عمير ورته وويل: سيي ده خو دا راز پټ ساته. صفوان وويل: بې غمه اوسه. بيا عمير لاړ توره يې تيره او زهرجنه كړه او مدينې ته روان شو. كله چې هلته ورسيد او د مسجد له دروازې سره يې خپله اوښه چو كوله پدې وخت كې عمر (رضي الله عنه) چې له مسلمانانو سره يې د بدر په غزا كې د الله تعالى له كرم او نصرت نه خبرې كولې، متوجه شو او سترګې يې په عمير ولګيدې، ويې ويل: دا سپى، دا د الله دښمن، د څه شر او فتنې لپاره راغلى دى؟! فورا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورغى او ورته ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! د خداى دښمن عمير توره په لاس راغلى دى. رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: قال‏:‏ ‏‏(‏فأدخله علي‏)‏. رايې ولىْ. عمر (رضي الله عنه) راغى او عمير يې له غاړې سره دده د تورې له پړي نه ونيو، څو كسه انصارو ته يې وويل: لاړ شئ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره كينىْ، ددې خبيث (عمير) خواته متوجه اوسىْ ځكه دا باوري او مطمئن سړى ندى. بيا يې عمير د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته وړاندې كړ. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وليد، نو ويې فرمايل: ال‏:‏ ‏‏(‏أرسله يا عمر، ادن يا عمير‏)‏. عمره! دا پريږده او عميره! ته را لنډ شه. هغه ورغى او ورته ويې ويل: سهار په خير! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏قد أكرمنا الله بتحية خير من تحيتك يا عمير، بالسلام تحية أهل الجنة)‏‏. عميره! الله تعالى ستاسې له تحيې نه غوره تحيه چې د اهل جنت تحيه ده راكړې او هغه (سلام) دى. بيايې ورته وويل:‏‏(‏ما جاء بك يا عمير ‏؟‏‏)‏. عميره ولې راغلى يې؟ ده وويل: له تاسې سره دې بندي راوستې يم، نيكي ورسره وكړىْ! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل‏‏:(‏فما بال السيف في عنقك‏؟‏‏)‏. نو دا توره دې ولى په غاړه كې اچولې ده؟ عمير وويل: خداى دې دا تورې په بلا ووهي، ددې تورو مونږ ته څه ګټه راورسيده؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وويل: ‏‏(‏اصدقني، ما الذي جئت له ‏؟‏‏)‏. رښتيا وايه د څه لپاره راغلى يې؟ ده وويل: زه صرف د همدې غرض لپاره راغلى يم. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: قال‏:‏ ‏‏(‏بل قعدتَ أنت وصفوان بن أمية في الحِجْر، فذكرتما أصحاب القليب من قريش، ثم قلت‏:‏ لولا دين علي وعيال عندي لخرجت حتى أقتل محمداً، فتحمل صفوان بدينك وعيالك على أن تقتلني، والله حائل بينك وبين ذلك‏)‏‏.‏ نه داسې نده، ته او صفوان چې په حطيم كې سره ناست وئ، د قريشو د قليب (كندې) خاوندان (هغه چې په بدر كې ووژل شول) مو ياد كړل، بيا تا وويل: كه زما د قرضدارۍ او اولاد غم نه واى، نو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مرګ لپاره به ورغلى وم، بيا صفوان ستا قرض او اولاد پخپله غاړه واخيستل، تر څو ته ما ووژنې، خو الله تعالى ستا دا شوم هدف نه ترسره كوي. ددې په اوريدو سره عمير وويل: زه شاهدي وايم چې ته د الله رسول يې، يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! كله به چې تا د وحي او آسمان خبر راوړ، نو مونږ به نه مانه، خو دا خبره چې له ما او صفوان نه پرته بل هيچا هم نده اوريدلې، قسم په خداى چې ته الله تعالى ورباندې خبر كړى يې، ثنا او صفت دى هغه خداى لره چې د اسلام په لور يې زما لارښوونه وكړه، او دې ځاى ته يې راوستم. ورپسې يې د شهادت كلمه وويله، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اصحابو ته وفرمايل: وسلم‏:‏ ‏‏(‏فقهوا أخاكم في دينه، وأقرئوه القرآن، وأطلقوا له أسيره‏)‏‏. خپل ورور ته دين ورزده كړىْ، قرآن ورته ولولىْ او بندي يې ورته آزاد كړىْ.

هلته په مكه كې به صفوان خلكو ته ويل: صبر وكړئ ډير ژر به د داسې پيښې زيرى واورئ چې د بدر غم به مو ورباندې هير شي. او تل به يې له خلكو نه د عمير په هكله پوښتنې كولې، بالاخره يوه سواره لدينه خبر كړ چې عمير مسلمان شويدى، نو صفوان قسم ياد كړ چې نور به نه ورسره خبرې وكړي او نه به ورته څه ګټه ورسوي. عمير بيا مكې ته راستون شو او هملته ديره شو، خلك يې اسلام ته رابلل او د همده په لاس ډير كسان په اسلام مشرف شول.(1)

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د