fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – یو دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

٤- د سويق غزا

پداسې حال كې چې صفوان بن اميه، يهودان او منافقان د اسلام په خلاف په توطئو او هلو ځلو بوخت وو، ابو سفيان د يوه داسې تحرك او عمل په لټه كې وْ چې خطر او تكليف يې كم، خو اثر او نوم يې ډير وي، تر څو له يوې خوا د خپل قوم حيثيت او منزلت بيا را ژوندى كړي او له بل پلوه د دوى د زور او توان ښكارندوى شي. قسم يې خوړلى وْ نذر يې ايښې وْ چې تر هغې به له جنابته ځان نه مينځي تر څو يې پر محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حمله نه وي كړى. همدا وه چې په خپل قسم د وفا په اساس له دوو سوو سپرو سره روان شو او د قناه نومې سيمې په برنۍ خوا كې پراته نيب نومي غره په لمن كې يې چې له مدينې نه تقريباً دولس ميله ليرې پروت و واړول، خو څرنګه چې پر مدينه باندې د ښكاره او مخامخ حملې توان او جرات يې نه درلود، نو د يوه غلچكي او تروريستي پلان د عملي كولو په لټه كې شو. د شپې په تياره كې مدينې ته ننوت، د يهودانو د مشر حيي بن اخطب كور ته ورغى، خو هغه له ويرې نه دروازه ورته خلاصه نكړه، نو د بني نضير قبيلې د يوه بل مشر او خزانه دار سلام بن مشكم دروازه يې وروټكوله، هغه كور ته د ننه كړ، ښه مهماني يې وركړه، شراب يې ورباندې وڅښل او د خلكو پټ ښكاره حالات يې ورته بيان كړل. بيا ابو سفيان د شپې په وروستۍ برخه كې خپلو ملګرو ته ورغى او له هغه ځاى نه يې يوه ډله راوليږله، هغوى د مدينې عريض نومې سيمې ته ننوتل او هلته يې د خرما ځنې ونې غوڅې كړې ځنې نورو ته يې اور ورته كړ، او يو انصاري يې چې له خپل حليف (ملګري) سره يې په فصل (پټيو) كې كار كاوه وواژه او وروسته بيرته د مكې په لور وتښتيدل.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له پيښې خبر شو، نو په چټكۍ سره ورپسې ووت، خو ابو سفيان او ملګري يې ډير ګړندي تښتيدلي وو. او پدې خاطر چې ځانونه خلاص او بار سپك كړي د خپلې توښې او خوراك زياته برخه د سويق (د غنمو يا اوربشو ډير ميده اوړو) توبرې يې په لاره غورځولى وې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې په لټه پسې ان تر قرقره الكدر پورې وړاندې لاړ، خو هغوى په تيښته بريالي شوي وو. مسلمانانو د هغوى د اوړو توبرې راټولى كړې او بيرته مدينې ته راستانه شول. او د سويق (ميده اوړو) د همدې توبرو له امله دا غزا د سويق د غزا په نامه ونومول شوه، چې د بدر له غزا نه دوې مياشتې وروسته يعنې د دوهم هجري كال د ذي الحجې په مياشت كې پيښه شويده.

او دا ځل هم رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مدينې لپاره ابو لبابه (رضي الله عنه) خپل خليفه ټاكلى وْ.(1)

٥- د ذي امر غزا

دا غزا چې د دريم هجري كال د محرم په مياشت كې واقع شويده له احد نه مخكې او له بدر نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر مشرۍ لاندې له ټولو نه لويه عسكري حمله وه.

ددې غزا سبب څه داسې وْ: رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خبر تر لاسه كړ چې د بنو ثعلبه او محارب زيات شمير كسان پر مدينه باندې د حملې لپاره تياري نيسي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې خبر له اوريدو سره سم څلور نيم سوه سواره او پياده له ځان سره كړل، عثمان بن عفان (رضي الله عنه) يې په مدينه کې د خليفه په توګه پريښود او پخپله د دښمن په لور وخوځيد.

د لارې په اوږدو كې اصحابو (رضي الله عنهم) د بني ثعلبه قبيلې جبار نومى شخص ونيو او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) حضور ته يې راووست. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د اسلام بلنه وركړه او هغه په اسلام مشرف شو. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغه د بلال (رضي الله عنه) په لاس وركړ تر څو د دښمن تر سيمې پورې مسلمانانو ته لار وښيي.

هلته دښمنانو د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د راتګ د خبر له اوريدو سره سم خپل ځايونه پريښودل او شاو خوا غرونو ته وتښتيدل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخكې لاړ او تر ذي امر نومې چينې (اوبه خوړ) پورې چې دښمنانو د غونډيدو لپاره ټاكلى وْ ورسيد او هلته يې واړول. او ددې پخاطر چې د غليم په زړه كې نوره ويره هم واچوي، د خپل زور او توان اندازه وروښيي، پوره يوه مياشت يعنې د دريم هجري كال صفر ټوله مياشت يې هملته تيره كړه او وروسته بيا مدينې ته ستون شو.(1)

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د