fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – دوه دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

٦- د كعب بن اشرف ترور

كعب بن اشرف هغه يهودي وْ چې له هر چا نه يې له اسلام او مسلمانانو سره زياته دښمني او كينه درلوده او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته په زيان او آزار رسولو كې تر ټولو وړاندې و. د نوموړي مور له بني نضير او پخپله د طيي قبيلې له بني نبهان كورنۍ څخه وْ، ډير مالدار او د آرام ژوند خاوند وْ، د عربو په مينځ كې يې په شاعرۍ سربيره په حسن او ښكلا كې هم شهرت درلود، كلا يې د بنو نضير د آبادۍ تر شا د مدينې د جنوبي برخې په ختيځ كې پرته وه.

كله يې چې د بدر په غزا كې د مسلمانانو د بري او قريشي سردارانو د ماتې او سردارانو دمړينې خبر واوريد، نو ويې ويل: آيا دا خبره ريښتيا ده، هغه د عربانو مشران او د خلكو پاچايان ووژل شول؟! كه دا رښتيا وي چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) هغوى مات كړي او وژلي دي نو بيا خو مرګ له ژوند نه غوره دى.

او كله چې له پيښې نه ښه باوري شو، نو ژبه يې راويستله، په رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مسلمانانو پسې يې بد رد ويل او د مشركينو ستاينه يې كوله او هغوى يې غچ او انتقام اخيستلو ته هڅول. پدې يې هم زړه يخ نه شو، سپور شو مكې ته لاړ او هلته د ابي وداعه السهمي د زوى مطلب ميلمه شو. د قريشو په مړيو يې ډير وژړل او په غم كې يې اوږده شعرونه وويل. زيار يې ايست چې د مشركينو په زړونو كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دښمنۍ اور نور هم تازه كړي. په همدې وخت كې ابو سفيان او نورو مشركانو ورنه وپوښتل چې زمونږ دين دې خوښ دې او كه د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دين؟ او له زمونږ نه كوم يو طرف په حق بولې؟ ده په ځواب كې ورته وويل: تاسې له محمده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه غوره او حق په جانب ياست! همدا وه چې الله تعالى دا آيتونه را نازل كړل: ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيباً مِنْ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا هَؤُلاءِ أَهْدَى مِنْ الَّذِينَ آمَنُوا سَبِيلاً)) (النساء: 51)

[ترجمه: ايا ندي كتلي تا هغو كسانو ته چې وركړى شويده دوى ته برخه له كتاب څخه ايمان راوړى دوى په بت او په شيطان او وايي دوى په حق د هغو كسانو كې چې كافران شويدي، دا (مشركين) ښه لاره موندونكي دي له هغو كسانو څخه چې موْمنان دي له جهته د لوري.]

كعب بن اشرف دا ټول په مكه كې ترسره كړل بيا مدينې ته ستون شو، او هلته يې خپله اوږده ژبه په مسلمانانو پسې راوايسته ان تردې چې د اصحابو (رضي الله عنهم) په پاك لمنو پسې يې قصيدې او غزلې وويلې او هغوى يې له حده زيات په تنګ كړل.

په همدې حالاتو كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: (‏من لكعب بن الأشرف ‏؟‏ فإنه آذى الله ورسوله‏)‏. د كعب بن اشرف له شر نه به مو څوك خلاص كړي؟ او لدې غم نه به مو څوك آرام كړي؟ ځكه نوموړي الله تعالى او د الله رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته آزار او اذيت رسولى دى! په ځواب كې محمد بن مسلمه، عباد بن بشر، د كعب رضاعي ورور ابو نائله چې نوم يې سلكان بن سلامه وْ، حارث بن اوس، او ابو عبس بن حبر دې كار ته خپله آمادګي څرګنده كړه، او همدې ټولګي د محمد بن مسلمه تر مشرۍ لاندې د كعب د ترور لپاره كار پيل كړ.

نور روايات وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وويل: ‏‏(‏من لكعب بن الأشرف ‏؟‏ فإنه قد آذى الله ورسوله‏) قام محمد بن مسلمۍ فقال‏:‏ أنا يا رسول الله، أتحب أن أقتله ‏؟‏ قال‏:‏ ‏‏(‏نعم‏)‏‏.‏ قال‏:‏ فائذن لي إن أقول شيئاً‏.‏ قال‏:‏ ‏‏(‏قل‏)‏‏.‏څوك به مو د كعب له شر نه وژغوري؟ ځكه ده الله او د هغه رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته اذيت رسولى دى؟ نو محمد بن مسلمه پاڅيد او ويې ويل: دا كار به زه كوم يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! او زياته يې كړه: غواړې چې ويې وژنم؟ ده (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: هو. محمد بن مسلمه ورته وويل: د پلان د تطبيق پخاطر د څو خبرو اجازه راكړه! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: څه هر څه چې وايې ورسره ويې وايه.

بيا محمد بن مسلمه د كعب بن اشرف كور ته ورغى او ورته ويې ويل: دا سړى (اشاره يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته وه، له مونږ نه صدقه غواړي او كه رښتيا درته ووايم مونږ يې ډير ستومانه او په جنجال اخته كړي يوو. كعب ورته وايي: دا به مو نور هم تر ستونيه كړي. محمد بن مسلمه په ځواب كې ورته وايي: اوس څه وكړو، اوس خو دا شويدي او د هغه پيروي مو منلې ده مناسبه به نه وي چې لاره ورنه بيله كړو، اوس به ورسره يوو او ګورو به چې د كار نتيجه يې څه خيژي، اوس راغلى يو تر څو يو او يا دوه وسقه غله پور راكړې، (يو وسق 60 صاعه يا تقريباً 150 كيلو ګرامه کيږي).

كعب ورته وويل: سيي ده خو څه شى راته ګرو كړىْ! ابن مسلمه ورته وويل: څه غواړې؟ هغه ورته وويل: ښځې راته ګرو كړىْ. محمد بن مسلمه په ځواب كې ورته وايي: پداسې حال كې چې ته په عربو كې له ټولو نه ښايسته ځواني لرې، ښځې به څنګه درسره ګرو كړاى شو؟! كعب ورته وايي: نو بيا مو بچيان راسره ګرو كړىْ! ابن مسلمه وايي: بچيان به څنګه درته ګرو كړو، سبا به خلك پيغور وركوي چې دا په يوه، دوو وسقه غله ګرو شوي وو دا خو ستر عيب او ننګ دى، څه مونږ به خپله وسله درته ګرو كړو. كعب پدې سلا شو دواړو نيټه سره وټاكله چې محمد بن مسلمه به وسله ورته راوړي.

ابو نائله هم د محمد بن مسلمه په شان پلان جوړ كړى وْ. كعب ته ورغى څه وخت يې له يو ځاى بل ځاى نه شعرونه سره واورول، بيايې ورته وويل: ياره! زه خو د يوې ډيرې مهمې خبرې او ضرورت په خاطر درته راغلى يم او پدې شرط يې درته وايم چې پټ يې وساتې! كعب ورسره ومنله او ډاډ يې وركړ چې وايه راز دې نه افشا كوم.

ابو نائله ورته وويل: ددې سړي (اشاره يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ده) راتګ خو زمونږ لپاره غم او مصيبت شو، ټول عربان مو دښمنان شول، ټولو په يوه خوله او يوه لاس زمونږ په خلاف كاره وايي وكړه، لارې راباندې وتړل شوې، دومره سختي راباندې راغله چې ځان او اولاد مو په خطر كې دى، بربادي ده او تباهى. دا ډول خبرې وشوې او په پاى كې يې دا هم ورته وويل: زما يو څو نور ملګري هم دي او بالكل زما په شان رايه او نظريه لري، غواړم هغوى هم درته راولم تر څو څه شى ورباندې خرڅ او په مونږ خپل احسان وكړې. پدې ترتيب محمد بن مسلمه او ابو نائله وكولاى شواى كعب پخپل دام كې راګير كړي، اوس كه هغوى له وسلې او ملګرو سره ورځي، نو كعب به يې بد نه ګڼي.
بالاخره د دريم هجري كال د ربيع الاول په څوارلسمه شپه دا ټولګى د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خدمت ته حاضر شو، او د سپوږمۍ په سپينه رڼا كې رسول مبارك (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله تر بقيع غرقد پورې ورسره لاړ او پدې مبارك قول سره يې رخصت كړل: ‏‏(‏انطلقوا على اسم الله، اللهم أعنهم‏).د الله په نامه حركت وكړىْ، اې خدايه ته د دوى مرستندوى شې. بيا خپل كورته راستون شو او هلته يې په لمانځه او دعا شروع وكړه تر څو الله هغوى پخپل هدف كې بريالي كړي.

نوموړي مجاهدين د كعب كلا ته ورغلل، ابو نائله غږ پرې وكړ چې راووزه! كعب راپورته شو چې د باندې راووزي، ښځې چې نوى يې واده ورسره كړى و ورته وويل: پدې وخت كې چيرته وزې، دا آواز ما ته خطرناك ښكاره شو؟! كعب ورته وايي: مه ويريږه دا زما ورور محمد بن مسلمه او بل مې رضاعي ورور ابو نائله دى، بله دا چې مرد كه د تورې ګوزار ته هم وغوښتل شي ورځي او پښه په شا نه ږدي، دا خبره يې وكړه او د باندې پداسې حال كې راووت چې فضا يې په خوشبويۍ اخيستې وه.

هلته ابو نائله خپلو ملګرو ته ويلي وْ، كله چې كعب راشي، نو زه به يې د سر بويولو په بهانه ويښتان رانيسم او كله مې چې پدې بهانه ټينګ راونيو، نو تاسې به ورباندې ګوزارونه وكړئ. كعب راغى څه وخت يې خبرې اترې سره وكړې، ابو نائله ورته وويل: خوښه مو نده عجوز نومى درى (خوړ) ته لاړ شو، د شپې دا پاته برخه به هلته تيره كړو. ده وويل: سيي ده، نو روان شول. د لارې په اوږدو كې ابو نائله وايي: په ژوند كې مې دا ډول اعلى او بهترينه خوشبويي نده ليدلې! كعب ته دې خبرې ډير خوند وركړ او ويې ويل: زه د عربو له ټولو نه زياته خوشبويه ښځه لرم. ابو نائله ورته وويل: اجازه دې ده سر دې يو ځل بوى كړم. كعب اجازه وركړه، نو ده يې لاس په ويښتانو كې ننه ايست پخپله يې بوى كړ او ملګرو ته يې هم وربوى كړ.

لږ ساعت وروسته يې بيا دده په اجازه همدا كار تكرار كړ، تر څو كعب ښه ډاډه شو او دوى لږ نور هم مخكې لاړل، نو بيا يې اجازه ورنه غوښتله، كعب اجازه وركړه، نو لاس يې په ويښتانو كې وربند كړ، ټينګ يې راونيو او خپلو ملګرو ته يې وويل: وهىْ دا د خداى دښمن! هغوى د تورو څو ګوزارونه پرې وكړل، خو تورې سره تيرې بيرې شوې او يو يې هم كاري واقع نه شو. پدې وخت كې محمد بن مسلمه خپل كلنګ ته لاس كړ او له نامه نه لاندې يې داسې كلك ګوزار ورباندې وكړ چې شا ته ورنه وخوت او د خداى دښمن داسې يوه چيغه وكړه چې هر چا واوريدله او همدلته ځاى په ځاى شو.

د مسلمانانو لدې ټولي نه يو تن حارث بن اوس د خپلو ملګرو د تورو په څوكو زخمي شوى وْ او وينې ترې روانې وې. نور ملګري يې روان شول او كله چې د عريض ډاګ ته ورسيدل پام يې شو چې حارث خو ورسره نشته، څه وخت ورته ودريدل چې هغه هم ورپسې راورسيد، نو دوى هغه اوچت كړ او روان شول او كله چې بقيع غرقد ته ورسيدل په لوړ آواز يې د تكبير ناره اوچته كړه.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د دوى دا ناره واوريدله او پوه شو چې هغه د خداى دښمن يې وژلى دى، نو پخپله يې هم تكبير ووايه، او كله چې دوى ورته راورسيدل ورته ويې فرمايل: ‏‏(‏أفلحت الوجوه‏). بريالى اوسىْ.

دوى په ځواب كې ورته وويل: او ته هم بريالى اوسې يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! او د كعب سر يې مبارك حضور ته وړاندې كړ، ده د خداى شكرانې په ځاى كړې، د حارث په زخم (ټپ) يې خپلې مباركې لاړې پورې كړې هغه فوراً جوړ او روغ شو بيايې هيڅ درد و نه ليد.(1)

د كعب ترور او وژلو د يهودانو په زړونو كې ويره او ډار واچولو. ټول پدې پوه شول چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د امن دښمنان، عهد ماتونكي او فتنه اچونكي نه پريږدي چې په مدينه كې فساد خور كړي، لومړې ورته نصيحت كوي او كه نصيحت اغيزه ونكړي، نو بيا يې په اوسپنيز سوك برابروي.

يهودان دومره وويريدل چې د خپل دې سركش مشر په وژلو نه يوازې چپ او آرام كيناستل بلكه زيار يې ويوست ځانونه په عهد او تړون پابند وښيي. پدې ډول سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تر يوه وخته پورې د مدينې له داخلي مشكلاتو او ستونزو نه بې غمه شو او د ډيرو هغو خطراتو مخه ونيول شوه چې په مدينه كې يې د پيښدو امكانات ډير زيات وو.

اوس رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فرصت درلود چې له بهرنيو مشكلاتو او خطرونو سره مقابله وكړي.

——————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د