دیني، سیرت او تاریخ

اسلام دخواخوږۍ دين دی

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
عن ابې يعلی شدادبن  اوس رضی الله عنه  عن رسول الله صلی الله عليه وسلم  قال : إنّ الله کتب الإحسان علی کل شئٍ،فإذاقتلتم فاحسنواالقتلة ،وإذاذبحتم فاحسنواالذبحة، وليحداحدکم شفرته ،وليرح ذبيحته،{رواه مسلم }

له حضرت  شدادبن اوس رضی الله عنه  څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:الله تعالی پرهرشي باندي  احسان کول فرض کړي دي.

نوکله چي تاسوڅوک وژنئ نوپه ښه طريقه سره يې ووژنئ! اوکله چي تاسويوحيوان حلالوئ نوپه ښه طريقه سره يې حلال کړئ!په تاسوکي دي يوتن خپله چاړه تيره کړي  اوخپل حيوان  ته دي راحت ورکړي(مسلم شريف)

تشريح :له دې مبارک حديث څخه داخبره په ډاگه کېږي چي داسلام مبارک دين يوداسي دخواخوږۍ اومهربانۍ دين دی چي بېلگه يې په دُنياکي نشته اودداسي ښائسته اخلاقواونرميولارښودنه کوي چي نه يوازي دټول انسانيت لپاره گټمن دي بلکي له انسانانوپرته دنورو حيواناتولپاره هم له فائده منددي.

اسلام داسي درحم اوشفقت دين دی چي پرحيوان باندي هم احسان کول  ضرورې ګڼي.

همدارازکه پرچاباندي يوداسي سترجُرم ثابت شوي وي چي له امله يې دمرگ مستحق گرزېدلی وي، بياهم داسلام مبارک دين دهغه سره پر احسان اوښو کولوټينگارکوي.

 دې  حديث ته اوددې په څېرنوروالهی اونبوي ارشاداتوته په کتوسره  داسلام په اړه ددُښمنانوله لوري دهغوبې بنسټواوله حقيقته لرو  تبليغاتوناسمتياڅرگندېږي  چي  داسلام اومسلمانانوپه خلاف په نړۍ کي شروع دي.

 چي له اسلام څخه خلگوته نفرت ورکوي اوددهشت    ګردۍ  اودبې رحمۍ په تورونوسره اسلام تورنوي ځکه په دې حديث کي داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي دهرشي سره نيکي فرض ده تردې  چي دخپل دښمن سره هم احسان اوښه کول ضروري دی،دهغه سره به هم ظلم نه کوې،چي ديوچامرګ رواوي دومره لوی  مجرم وي نودهغه سره به هم ښه کوي  په اسانه طريقه به يې وژنې!!

دحيوان سره دنېکۍ په هکله علماءکراموليکلي دي چي دحيوانانوسره داحسان له جملې  څخه داهم دی چي دحيوان دحلالولوپه وخت کي به چاړه ښه تيروې،حيوان به په اسانی سره حلالوي،غوښه به يې ترهغونه ترې پرې کوي  ترڅوچي يې ساه په  بشپړه  توګه وتلې نه وي،چاړه به دحيوان مخې ته نه تېره کوي ،ترذبحي(حلالولو) مخکي به اوبه ورکوي ،بل داچي دشيدو او داولادونوحيوان به نه حلالوي.

ترڅوچي اولاديې دومره لوی شوی نه وي  چي شيدوته يې اړتيا ختمه شي.

اوبل داچي کله حيوان لوشي نودومره به يي نه لوشي چي ټولې شيدي يې ختمي شي بلکي  يوڅه به پکي پريږدي.

همدارازدحيوان لوشونکی به خپل نوکان لنډوي ترڅوحيوان ته دده د اوږدونوکانوله امله  تکليف ونه رسيږې.

همدارازعلماؤليکلي دي چي يوحيوان به دبل مخ ته نه حلالوي ځکه په دې سره داخطرشته چي دې ژوندي ته تکليف ورسيږي!!

 په دې مبارک حديث کي داحسان په کولوټينگارشوی دی

احسان په دوه قسمه دی:

يواحسان دالله په عبادت کي دی:

هغه داسي چي دالله پاک عبادت په داسي توګه وکړل شي لکه چي الله پاک ويني،که  يې دی نه ويني نودافکربه ورسره وي چي الله پاک ماويني،زماعبادت ويني چي زه يې په څه توګه کوم .
ددې احسان مطلب دادی چي دالله پاک حقوق په ښه اوپوره توګه اداکړل شي .

بل احسان دبندګانوپه حقوقوکي دی .

ددې احسان مطلب دادی چي دمخلوق ټول واجب حقوق په پوره توګه اداکړل شي .

لکه دموراوپلارسره ښه سلوک کول،دخپلوانوسره خپلولي ساتل،په ټولومعاملوکي په داسي طريقه انصاف کول چي څومره حق درباندي واجب وي،هغه په پوره توګه اداکول .

لکه څنګه چي ته خپل مال پوره له بل چاڅخه اخلې،دارنګه به دنوروحقوق هم په پوره توګه وراداکوې.

په دې احسان کي دټولوانسانانواوحيوانانوسره ښه سلوک کول داخل دي،تردې چي په هغه حالت کي به هم ښه سلوک ورسره کوي په کوم کي چي هغه انسان دمرگ مستحق شوی دی او وژل کېږي  لکه څنګه چي په حديث شريف کي راغلي دي : “فإذا قتلتم فأحسنوا القِتْلة”.

نوڅوک چي دوژلومستحق شي،هغه به هم په داسي طريقه وژني،په کومه طريقه يې چي ساه په اسانۍ سره وزي. .

دلته دپام وړخبره داده چي کله مسلمان په دې مکلف دی چي دهغه چاسره به هم ښه کوي چي هغه دوژلومستحق دی اودهغه حيوان سره به هم ښه کوي،په اسانه طريقه به يې حلالوي چي دهغه دحلالولواراده شوې وي، نودهغه چاسره خوپه طريق اولی اوډېرښه کول لازم دي چي هغه دمرګ مستحق نه وي اوبې گناه مسلمان وي!!

پاته دي نه وي چي احسان په دوه قسمه دی

واجب اومستحب

واجب هغه احسان دی چي دچاپرانسان حق واجب وي،دهغوحقوقوپوره کول .

مستحب هغه دی چي پرواجب باندي زيات وي.

له احسان اونېکۍ څخه مراديوازي دلمانځه اوروژې صحيح کول نه دي،بلکي دژوندانه منهج اوطريقه صحيح کول مراد دي.

چي هغه عبادت،معاملې اوکاروبارونه،لمونځ،ښه اخلاق دالله تعالی طاعت اوبندګي اودحقوقوخپلوخاوندانوته سپارل اوخلگوته له تکليف رسولوڅخه ډډه کول اوپرځای يې خيراوښېگڼي ورسره کول دي.

نومطلب مودادی چي داسلام مبارک دين يوداسي دين دی چي دهرچاسره پرنېکۍ ټينگارکوي اودداسي اخلاقوتعليم ورکوي چي بېلگه يې له اسلام پرته په بل هيڅ دين اوقانون کي نشته.

الله پاک دي موږته توفيق راکړي چي اسلامي اخلاق اوعادات په ځان کي راولو.آمين

وصلی الله تعالی علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ليکوال:مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x