الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – درو دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

٧- د بحران غزا

دا يو لوى عسكري تحرك يا ګزمه وه هغه داسې چې د دريم هجري كال د ربيع الاخر په مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د درى سوو كسانو په مشرۍ بحران نومې سيمې ته وتلى وْ. دا سيمه د حجاز په فرع نومي ځاى كې يو معدنياتي مقام دى. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د همدې كال ربيع الاخر او جمادي الاولى مياشتې همدلته تيرې كړې او بيا مخكې لدينه چې جګړه وشي مدينې ته ستون شو.(1)

٨- د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) سريه

دا له احد نه مخكې د مسلمانانو وروستى نظامي تحرك وْ چې د دريم هجري كال په جمادي الاخره كې واقع شويدى او تفصيل يې داسې دى:
قريش د بدر له غزا وروسته ډير پريشانه او بد حاله وو، د اوړي په رارسيدو چې شام ته د دوى د كډې او كوچ وخت وْ نور هم پريشانه شول. ددې كال د تجارتي قافلې مشر صفوان بن اميه قريشو ته وويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او اصحابو يې زمونږ تجارتي لاره بنده كړيده، نه پوهيږو څه ورسره وكړو، ساحل خو د همدوى تر كنترول لاندې دى، دوى هملته وجود لري، او ددې منطقې (سرې بحيرې د ساحل) اوسيدونكو هم سوله او تړون ورسره كړيدى، نه پوهيږو په كومه لار لاړ شو؟ كه دلته په مكه كې پاتې كيږو نو څه چې لرو هغه به وخورو، بيا به څه كړو؟ زمونږ ژوند خو په اوړي كې شام او ژمي كې حبشې ته تجارت باندې ولاړ دى.قريشو په دې هكله مشورې كولى اسود بن عبدالمطلب وويل: صفوانه! د ساحل لاره پريږده، بلكه له نجد نه تيريدونكې د عراق اوږده او سخته لاره ونيسه. دغه لار چې د مدينې په ختيځ كې تيره شوې وه قريشو ته نه وه معلومه، نو اسود پيشنهاد وكړ چې د بني بكر بن وائل قبيلې فرات بن حيان د لاروي په حيث ورسره بوزي.

د قريشو دا تجارتي كاروان د صفوان په مشرۍ په همدې نوې لاره روان شو، خو راز يې پټ پاته نه شو او خبره مدينې ته داسې ورسيده، چې مسلمان شوى سليط بن نعمان د شرابو څښلو په يوه مجلس كې (دغه وخت شراب لانه وْ حرام شوي) له نعيم بن مسعود اشجعي سره يو ځاى شو، كله چې نعيم مست او خمار شو نو د تجارتي كاروان او نوې لارې ټوله كيسه يې وكړه. سليط په ډيره چټكۍ سره د مدينې لاره ونيوه تر څو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له قضيې خبر كړي. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خبر له اوريدو سره سم د زيد بن حارثه الكلبي په مشرۍ يوه سل (100) كسيزه ډله تياره كړه او د كاروان مخې ته يې وروليږله. زيد وخوځيد او د نجد په سيمه كې له قرده نومې چينې (اوبه خور) سره يې په كاروان ناڅاپي حمله وكړه، ټول مالونه يې ونيول، صفوان او ملګرو يې پښې سپكې كړې او د تيښتې لاره يې ونيوه. مسلمانانو د قافلې لاروى او په بل روايت دوه نور كسان هم ژوندي ونيول، او تقريباً د سلو زرو په قيمت غنيمتونه يې چې لوښي او سپين زر پكې وو له ځان سره راوړل. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خمس ورنه بيل كړ او نور يې د سريه (ګروپ) په غړو وويشل، او هغه لاروى فرات بن حيان په اسلام مشرف شو.(١)

له بدر وروسته د قريشو لپاره دا يو بل لوى غم او مصيبت وْ حالت يې ډير خراب شو له هرې خوا ورباندې غم او خفګان راغى. اوس يې په وړاندې يوازې دوې لارې پاته وي لومړې دا چې نور د كبر او غرور له نيلي نه را كوز شي او له مسلمانانو سره د سولې او مصالحت لاره غوره كړي، بله دا وه چې د داسې يوې جګړې اور بل كړي چې د مسلمانانو قوت او زور ويلې كړي، د هستۍ له صحنې يې وباسي، ترڅو د دوى (قريشو) له لاسه تللى مجد او دبدبه بيرته راژوندۍ كړي. د قريشو سركشانو همدا دوهمه لاره غوره وبلله، د انتقام او غچ ناره يې پورته كړه او له مسلمانانو سره د پريكنده جګړې تياري يې پيل كړه. دا او لدينه مخكې پيښې د احد غزا لپاره تمهيد او سبب شوې.

—————–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د