هوښياران خپل زيان هم په ګټه بدلوی شي

ژباړه: احمدزی

حضرت سعدي رحمه الله فرمايي، چې له يو خوش اخلاقه او ښه ځوان سره يو بدرنګه او بد اخلاقه غلام و، تل به خيرن ګرځېده، بويونه به ترې تلل، له سترګو به يې اوښکې روانې وې، په کار او خدمت کې دومره ناراسته و، چې ساری يې نه و، نه يې خپل ځان او چاپېريال پاکاوه او نه يې بل څوک پرېښودل.

سعدي صيب فرمايي، غلام دومره سخت بدرنګه وه، چې تندی ته له کتلو وړاندې به د سړي زړه ورانېده، کوم کار پسې به يې، چې ولېږه، نو کار به يې کړی و، يا نه، مګر چې را به غی، له ادابو او اجازې پرته به يې پر دسترخوان حمله وکړه، داسې وحشي خوراک به يې کاو، چې د نورو زړه به يې موړ کړ او دا خو لا لرې خبره وه، چې دی دې، چا ته د اوبو ورکولو تکليف وکړي.

يوه ورځ د دې نېک او هوښيار سړي مېلمه راغی، چې د غلام دا بد شکل او کړه وړه يې وکتل، خپل ملګري ته يې مشوره ورکړه، چې داسې بدرنګه او بد اخلاقه غلام خو بايد سر له ننه رخصت کړې، داسې غلام ساتل خو د خپل زړه خوراک دی، له خيره يې شر زيات دی، بايد ويې پلورې.

سړي ځواب ورکړ، چې نه، هېڅکله نه. زه دا بد اخلاقه او بدرنګ غلام هېڅکله نه بدلوم؛ ځکه چې ما د ده له خوی او کارونو ډېر څه زده کړي، په خپلو خويونو، کارونو او اخلاقو کې مې د ده له امله بدلون راغلی او نه غواړم، چې دی له خپل ځانه جلا کړم.

دا له اخلاقو لرې خبره ده، چې زه داسې يو څوک له ځانه جلا کړم، چې د هغه له امله ما په خپل ژوند کې ډېر څه موندلي وي.

هوښيار سړی تل کولای، چې خپل زيان په ګټه بدل کړي، خو عقل او فکر غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د