ټولنیزه برخه

ماشومان خوشاله ساتئ!

عبد البصیر حامد

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: ان في الجنة دار یقال لها دار الفرح لا یدخلها الا من فرح الطفال. کنز العمال یعني: یقینا په جنت کې یو کور دی چې هغه ته دار الفرح [د خوشالیو کور] وایي، دې ته به هغه خلګ ننوځي چې خپل ماشومان خوشاله ساتي. په دې حدیث کې رسول الله صلي الله علیه وسلم د خپلو ماشومانو په خوشالولو باندې د جنت زېری راکړی، له دې نه مالومه شوه؛ چې ماشومان خوشال ساتل د الله د رضا سبب ګرځي.

د ماشومانو د خوشالولو څو لارې چارې دي، د بیلګي په توګه: ماشومانو سره په لوبو کې کله کله شریک کېدل، د هغوی جائز خواهشات پوره کول، د هغوی سره د ښو اخلاقو چلند کول، هغوی ته کله کله داسې ټوکې کول چې په کولو سره د هغوی زړونه خوشاله شي او بې اختیاره وخاندي. خو دلته مو باید دې خبرې ته پام وي، چې: په داسې ټوکو کې نه دروغ وي، نه د چا سپکاوی وي او نه د غیبت کومه برخه په کې وي.

لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راځي؛ یو ځل یوه سپین سرې ښځه د رسول الله صلي الله علیه وسلم په خدمت کې حاضره شوه، پوښتنه یې وکړه؛ زما له پاره دعا وکړه چې جنت ته لاړه شم؟ رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل: جنت ته خو بوډۍ نه شي تلی، په دې خبره اورېدو سره هغې وژړل، رسول الله صلي الله علیه وسلم موسکی شو او وې فرمایل: جنت ته له ننوتلو مخکي به الله ټول مسلمانان نر او ښځې په دویم ځل ځوانان کړي[ته به هم د ځوانۍ پر مهال جنت ته داخلیږې] په دې خبره اورېدو سره هغه خوشاله شوه.

په داسې ټوکو کې نه دروغ شته، نه د چا سپکاوی او نه د چا غیبت، په داسې ډول سره که خپلو ماشومانو ته ټوکې وکړل شي نو ښه خبره ده. او دې ته مو باید پام وي، چې ټوکې دې پر ځای وي نه هر وخت، د دې لپاره چې؛ خپل عزت دې هم په ځای پاته شي، ځکه زیاتې ټوکې او مزاح زیان رسوي، نو کله کله په کار دي. او د ماشومانو د دې عادت هڅه باید هم وشي، چې ښه اخلاقه او خنده رویه وي، په مخ یې هر وخت مسکا او تندی یې ورین وي. د مسلمانانو شان دا ده؛ چې هر وخت خوشاله او په مخ یې مسکا ځلیږي، کله هم بد اخلاقي او ناوړه کارونه ونه کړي، او په دې غوره اخلاقو باید ماشومان هم وروزل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x