تر ټولو غوره او ګټور سبزیجات

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه ۱۳۹۴ل): میوه او سبزیجات د انسان د بدن ډیر مهم روغتیايي مواد پوره کوي او انسان له یو شمیر مهلکو او خطرناکو ناروغیو څخه ژغوري.

نن مو له یو شمیر هغو سبیزیجاتو سره اشنا کوو چې په کې شته ویټامینونه او منرالونه کولی شي تاسې له مختلفو ناروغیو او روغتیايي نیمګړتیاوو څخه وژغوري.

زعتر (Arugula):

یو ډول بوټی دی چې پاڼې يي تازه له خوړو سره خوړل کیږي. هره پاڼه يي یو کالوري لري. په کې شته ویټامینونه او منرالونه له پروتین (Protein)، فایبر (Fiber)، کلسیم (Calcium)، اوسپنه (Iron)، مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین (Vitamin A)، سي (C)، کې (K) او بي ۶ (B6) څخه عبارت دي.

تاسې کولی شي د دغې سابه تازه شنې پاڼې په سلاد کې په تازه ډول استعمال کړئ او له بې شمیره روغتیايي ګټو يي برخمن شئ.

تور بانجان:

یو تور بانجان ۱۱۰ کالوري لري. د مګنیزیم (Magnesium)، فایبر (Fiber)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین سي (Vitamin C)، کې (K)، او بي ۶ (B6) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي.

ګلپي:

د ګلپي د ګل یوه کوچنۍ برخه ۳ کالوري لري. زیاته اندازه پورټین (Protein)، مګنیزیم (Magnesium)، فایبر (Fiber)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین سي (Vitamin C)، کې (K) او بي ۶ (B6) لري. په تازه ډول له سلاد سره هم خوړل کیدی شي.

پوڅکۍ:

یوه پوڅکۍ دوه کالوري لري. د فایبر (Fiber)، پروټین (Protein)، اوسپنه (Iron)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین ډي (Vitamin D)، او بي ۶ (B6) له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. له مختلفو خوړو سره یو ځای استعمال کیدی شي.

ژیړ مرچ:

یو ژیړ مرچ ۴۰ کالوري لري. زیاته اندازه فایبر (Fiber)، مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، ویټامین اې (Vitamin A)، سي (C) او بې ۶ (B6) لري. دغه خواړه هم په مختلفو طریقو سره خوړل کیدی شي خو تر ټولو غوره طریقه يي تازه خوړل دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قانع غزنوے
میلمه
قانع غزنوے

ولې خفه یې؟ ﮐﻪ ﺗﻪ ﻏﺮﯾﺐ ﯦﯥ، خلک ﻗﺮﺿﺪﺍﺭ ﺩي. ﮐﻪ ﺗﻪ ﻣﻮټر ﻧﻪ ﻟﺮﯤ، ﺧﻠﮏ پښې نه لري. ﮐﻪ ﺗﻪ له ﻣﺼﯿﺒﺘﻮﻧﻮ څخه ﺳﺮ ټکوې، ﺧﻠﮏ ﻟﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ راهيسې د ناروغۍ په بستر ﭘﺮﺍﺗﻪ دي. ﮐﻪ ﺳﺘﺎ څه ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻥ ﺷﻮﯼ وي، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ډﯾﺮ ځاني ﺍﻭ ﻣﺎلي ﺗﺎﻭﺍﻧﻮﻧﻪ ﺷﻮي دي، حتا د ځینو کارخانې په اور سوځېدلي او خپل ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی. صبر وکړه او له الله تعالى څخه په لمانځه سره مرسته وغواړه؛ ځکه الله تعالى د قرآنکریم د (سُوۡرَةُ البَقَرَة) په (۱۵۳) نمبر آیت کې فرمایلي: -«يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ… نور لوستل »