نظــر

پاريس ولې په نښه شو؟

ليکوال: اوريا مقبول جان – پاکستانی ليکوال، ژورناليست او کالم ليکونکی

ژباړن: احمدالله احمدزی

پاريس هغه ښار دی، چې له ننه نږدې دوه نيم سوه کاله وړاندې لکونو خلک په کې سړکونو ته راووتل، دا خلک وږي، تږي او بې وزلۍ ځپلي وو.

د ولس پر زور د ديکتاتورۍ د ختمولو لومړنۍ پېښه په پاريس کې وشوه او دا خلک د واکمنو له کرکې، نفرت او غچ اخيستو کې بې ساري وه.

کارلايل د دغو مظاهرو د انځور اخيستو پر مهال ليکلي: «د کارګرانو، بې وزلاانو او ولسي خلکو ژوند ورځ تر بلې خرابېده، بدبخته خلک، چې شمېر يې پنځه ويشت ميلونه شاوخوا و، د کمزورو ولسي خلکو دومره ستر هجوم د هر بې وزله او وږي کور داستان له ځان سره راوړی و، کورونو کې د اوسېدونکو خلکو يوازې هډوکي پاتې و، پر بدنو څرمنې نښتې وې، سيخ غوښه په کې نه وه پاتې» دا ۱۷۸۹م کال فرانسه وه او له څو کالو راهيسې فرانسه په داسې ګډوډ حال کې وه او دا خلک ورځ تر بلې د لوږې او تباهۍ پر لور روان وه.

دې خلکو له ۱۷۷۷ کال راهيسې د خپلو حقونو لپاره هڅې، مظاهرې او لاريونونه کول. دغه کال فرانسې په رسمي توګه منلې وه، چې هېواد کې يې يوولس لکه بې کاره خلک دي، مګر د لسو کالو په ترڅ کې د بې کاره خلکو شمېر دومره زيات شو، چې بازار کې د خلکو تګ راتګ ستونزمن شو. بيا د ۱۷۸۶ د جولايي په څوارلسمه د ولسي خلکو يو ستر هجوم د پاريس ښار ته راووت، لومړی يې د ښار تر ټولو ستر زندان مات کړ، هغه ټول زندانيان يې خوشې کړل، چې د پاچا د دښمنۍ او مخالفت له امله بنديان وه.

څوارلسم جولايي اوس هم د فرانسې ملي ورځ ده او د ولسي پاڅون لومړنۍ ورځ بلل کيږي. خلکو ځای پر ځای ولسي محکمې جوړې کړې وې، خلک به يې کتل، چې د چا لاسونه به نرم او پاسته و، د خوارۍ او تکليف نښې به پرې نه ښکارېدې، نو هغه به يې وژل، پاچا يې، چې ژوندی ونيوه، نو يو لوړ ځای ته يې پورته کړ، په يوه ستره چاړه يې ترې سر پرې کړ، مګر هېڅوک هم د ده په وژنه نه و خوابدي او په ټوله فرانسه کې د خوښۍ جشن ونمانځل شو. په ټول هېواد کې خلک ګډيدل او له خوښۍ يې وړيا شراب وېشل.

د فرانسوي انقلاب تاريخ ليکونکي دا هر څه د ولسي خلکو غوسه، کرکه او نفرت بولي، تر دې، چې ول ډيورانټ په څېر انقلابې څېرې د فرانسوي انقلاب پر مهال د خلکو سرونو د پرې کولو جواز ورکړی و. هغه په خپل کتاب «The heros of history» کې ليکلي، چې برتانيې کې له فرانسې هم ډېره غريبي وه، خلکو به پخوانۍ څرمنې په اوبو کې وېشولې، د هغو شورا به يې څښله، مګر دا خلک د فرانسويانو په څېر لارو او واټونو ته راونه وتل، د پاچاهانو او چارواکو مرګ يې ونه غوښته او لامل يې دا ښيي، چې برتانوي چارواکو د فرانسې په څېر پر بې وزلانو ملنډې نه وهلې، هېچا دا نه دي ويلي، چې «ډوډۍ نه وي، نو بېسکټ وخورئ» برتانيې کې هېڅ چارواکي د فرانسوي پوځ د سرلښکر په څېر دا نه دي ويلي، چې ټوله فرانسه وږې ده، نو ټول هېواد له وښو ډک دی، خلک دې وخوري کنه. دا جنرال، چې انقلابيانو ژوندی ونيو، خوله يې له وښو ورډکه کړه او بيا يې ترې مرۍ پرې کړه.

د پام وړ خبره دا ده، چې دې خلکو لوږه تنده زغملی شوای، مګر خپله بې عزتي او سپکاوی يې نه شو زغملی، چې بالاخره دا خلک د اور په څېر راپورته شول، د وژنو او مرګونو داسې تاريخ يې جوړ کړ، چې د پوښتنې يې څوک نه و. هر غوړ مخی، خوش لباسه او مالدار به چې مخې ته ورته سر به يې ترې واهه.

د فرانسوي انقلاب له امله دوه شيان رامنځته شول، يو سيکولرزم او دوهم ناپيليون. يو غوښتل، چې د خپل سلطنت سيمه نوره هم پراخه کړي، افريقا او منځني ختيځ کې يې پر مسلمانو هېوادونو بريدونه وکړل. سيکولرزم له مذهبه داسې ازادي واخيسته، چې د هر مذهبي حکم سپکاوی به يې کاو او ټول مذهبي خلک په فرانسوي ټولنه کې سپک شول. په فرانسوي ادب کې، چې د پاپانو او مذهبي مشرانو په اړه څومره کيسې او ناولونه ليکل شوي، د ټولو موخه او هدف د مذهب سکپاوی دی. په فلمونو کې يې د کليسا کردار انځور کړ، پاپ يې د فحش فلمونو برخه وګرځاو.

له صليبي جګړو وروسته فرانسې د کليسا په مرسته خپل حکومت ټينګ کړی و، کليسا تر ټولو ستر ځواک و، چې هر مخالف يې په اسانه نيولی او وژلی شو. پاپانو به ويل، چې مخالفينو کې د شيطانانو ارواوې داخلې شوي او دا به يې د مرګ د جواز دليل و.

په فرانسه کې تر ټولو ستر سرمايه دار همدا پاپان و؛ ځکه چې د صليبي جګړو په نوم به يې له خلکو مال هال راټولاو او خپله پانګه به يې پرې جوړوله. له همدې امله، چې له دوه سوه کلن نفرت او کرکې وروسته خلک پرې راپورته شول، نو بيا يې د همدردۍ او مرستې څوک نه و پاتې. له دغه ځايه په فرانسه کې د کليسا او مذهب ځای سيکولرزم ونيو. سيکولرانو خپل دغه کار د بيان ازادي ونوموله او په دې نوم يې هر څه کول. بل پلو د فرانسې له لوري د اشغال شوو هېوادونو استوګن فرانسې کې اباد شول، چې ډېری يې مسلمانان وو. د الجزاير، ليبيا، مصر، شام، لبنان او نورو هېوادو خلک دلته استوګن شول او د سيکولرزم په رنګ رنګ شول. فرانسوي چارواکو دغه کار ته تهذيب او کلتور ويل او ټينګار يې و، چې دا کار بايد دوام ومومي او هوډ يې وکړ، چې سيکولر اخلاق بايد په زور په هېواد کې نافذ شي.

د دوی لومړی هدف ۹۲ مسلمانې ښځې وې، چې پاريس کې ښار کې له حجاب سره ګرځېدې او فرانسويانو له دې امله پرې بنديز ولګاو، چې حجاب يې خپل د هېواد او کلتور لپاره ګواښ وباله. د فرانسوي پارلمان سلګونو وکيلانو هېواد کې د حجاب د بنديز په اړه پرېکړه وکړه. دا پرېکړه نه يوازې د يو چا شخصي ازادي سلبول و، بلکې د حجاب سپکاوی هم دی. له هغې وروسته چارلي ابډو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکاوی وکړ، دغه مجله ښه پوهېده، چې فرانسه کې پنځوس لکه مسلمانان ژوند کوي او دا خلک پر دې هم پوهېدل، چې فرانسه يوازينی هېواد دی، چې هره ورځ درې څلور تنه خپل مذهب پرېږدي او اسلام قبلوي او دې خلکو دې ته فکر نه کاو، چې دا خلک لوږه، تنده هر څه زغمي، مګر سپکاوی او تمسخر نه شي منلی.

۲۰۱۵ کال کې د چارلي ابډو مامورين ووژل شول، په همدې پاريس کې خلکو دوه نيم سوه کاله وړاندې د خپل غچ اخيستو پر مهال ډېر خلک وژلي او ګناه او بې ګناه يې په کې نه دي کتلي.

موږ وينو، چې ټوله اروپا پاريس کې راټوليږي، مګر د خلکو د وژلو په موخه نه، بلکې، د هغه چا د ساتلو او ژغورلو په موخه، چې ستاسې تر ټولو د غوره او محبوب صلی الله عليه وسلم سپکاوی يې کړی او دوی دغه خلک خپل قهرمانان بولي.

انتقام هم د زړه بړاس وي، الجزاير ته فرانسوي پوځيان ننوتل، اسلامي حکومت يې جوړېدو ته پرې نښود، ښځې، ماشومان، واړه او غټان يې شمېره ووژل، پر ليبيا يې هوايي اوځمکني بريدونه وکړل، عراق، بيروت، مصر او شام يې د خپلو ايتلافيانو په مرسته تباه کړل او هلته يې د ولسي خلکو قتل عام جوړ کړ، له زرګونو فټه په هوا کې يې پر ښځو، ماشومانو او بوډاګانو بمونه غورځول، مګر هېڅوک دومره نه و، چې د دغو مظلومانوچيغې او ژړا واوري. د دغو خلکو کورونه ويجاړ شول، له کورو راووتل، په سمندرونو کې غرق شول در په در خاورې په سر په نړۍ کې يو خوا بلخوا خپاره شول او په زړونو کې يې د انتقام اور لمبې کولې.

کوم خلک، چې په پرديو بمونو وژل شوي په سرو سترګو خپل مړي ښخوي، هغه خلک يې ډېر بد ايسي، چې د دوی شاوخوا په نړۍ کې خاندي او مستي کوي.

د هر هېواد اوسېدونکی د خپل هېواد غچ او کسات اخلي، مګر دا خلک ولې فرانسې ته ورسېدل؛ ځکه چې دې هېواد کې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام سپکاوی شوی او بيا ټوله اروپا د همدې سپکوونکو د مرستې او ډاډ په موخه دلته راټوله شوې وه.

هماغه د رول ډيورنټ خبره، چې خلک لوږه تنده زغمي، مګر سپکاوی نه شي زغملی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x