افغانستان

پکتيا: طالبانو یو ماشوم د تښتونکو له منګولو وژغوره

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکو له منګولو یو ماشوم را خلاص او خپلې کورنۍ ته يې تسلیم کړ.

شاوخوا دوولس کلن جاويد د سید احمد زوی د پکتیا د احمد ابا د ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې څو ورځې وړاندې په مرکز ګردېز کې سړي تښتوونکو تښتولی و، کورنۍ يې له ډېرو هڅو وروسته پخپله سیمه کې مېشتو طالبانو ته خبر ورکړ.

طالبانو د ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړل، چې تېره ورځ يې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې جاوید د سړي تښتوونکو له منګولو خلاص او د هغه مور او پلار ته تسلیم کړ.

د جاويد پلار سید احمد او د هغه وروڼو هغو طالبانو ته په غاړه کې ګلونه ور واچول چې د دوی د ماشوم د خلاصون په عملیاتو کې يې برخه اخیستې وه.

دوی د طالبانو له دې همکارۍ مننه وکړه او هغوی يې د ولس د سر او مال رښتوني ساتونکي وبلل.

وسله والو طالبانو په خپره کې خبرپاڼه کې د جاوید د خلاصون پخلی کړی او ویلي يې دي چې جاوید يې په زرمت ولسوالۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته سلامت سپارلی دی.

په یاده غونډه کې طالبانو «ژمنه وکړه چې که هرڅوک د هیوادوالو سر او مال ته زیان ورسوي، دوی به يې د هیواد د مدافع ځواک په توګه په وړاندې اقدام کوي او مجرمین به د شريعت سره سم مجازات کوي.»

تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو په ننګرهار کې ورته عملیات ترسره کړي او یو شمېر تښتول شوي يې د تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x