نړۍ

په پاريس کې د عامو مسلمانانو پر خلاف لاريون شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه ۲۵ لړم، ۱۳۹۴ ل): دفرانسې دلیلي په نامه ښارکي فرانسویانو دمسلمانانو په خلاف لاریون کړی.

لاريون کوونکو دمسلمانانو پر خلاف شعارونه ورکول او دفرانسې له حکومت څخه يي وغوښتل چي مسلمانان له فرانسې څخه وباسي.

لاریون کونکو له ځان سره په لېږدونکو شعارونو ليکلي و چې ،«مسلمانان دي له فرانسي څخه و ویستل شي.»

مظاهره چیانو همدارنګه دتیري جمعي د برید په خلاف هم شعارونه ورکول دغه برید چي تیره جمعه دفرانسې پلازمینه پاریس کي ترسره شو په ترڅ کي يې ۱۶۰ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ څخه زیات ژوبل شوي وو، ویل کیږي د ژوبلو کسانو له جملي څخه د ۹۰ تنو ټپیانو حالت د انديښنې وړدی.

همدا راز تیره ورځ په هسپانیه کي څو نامالومو کسانو دمسلمانانو یو مسجد ته اور ورکړ.

دفرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې څو نامالومو کسانو دغه مسجد ته دچاودیدونکو موادو په واسطه اور اچولی، پولیس له پیښي څخه سمدستي وروسته دغه مسجد ته رسیدلي، خو تر اوسه پوري یې په دي اړه څوک نه دي نيولي او نه يې هم د تورنو کسانو په اړه پلټنه کړې.

له بلي خوا تیره ورځ نامعلومو کسانو د هالنډ دشمال پرابنټ ایالت په روزندال ښار کي د موروکو ( مغرب) دمسلمانانو مسجد ته اور ورکړ، دهالنډ پولیسو ویلي چي اور مسجد زیانمن کړی خو تر اوسه پوري ددي ښار پولیس هم په دي ندي توانیدلي چي په پیښه کي ککړ کسان ونیسي او یاهم پيښه کي دلاس لرونکو کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دفرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی، چي کیدای شي دپاریس له بریدونو څخه وروسته اروپاکي نورهم توکمیز او نژادي تعصوبونه اوبدبینۍ زور واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر افغان

هغوي چې له اسلامي هېوادونو نه پدې پلمه وتلي چې په اروپا کې به ارامه او سوکاله ژوندي ولري ، اوس دې ورته ټینګ شي ، فرانسویان او اروپایاان تر هغه وخته ستاسو دوستان نه شي کېدای چې تر څو مو ددي دین نه وي منلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x