نظــر

د بشر د حقوقو دښمنان څوک دي؟؟!!

ملکي شهیدان

دا ډیر وخت کیږی چې د هر چا له خولې څخه دا الفاظ اورو د بشر دښمنان، وحشت ګر، تروریست، یاغیان او نور داسې زیات نومونه به درته کتار کړی چې سړی ورته حیران پاتې شی او خاصتا د هیواد له ځوانې پاټکۍ څخه یې اورو مګر دوی په دې نه پوهیږي چې دا کسان څوک دی؟ او چا دغه نومونه ورباندې ایښي دی او د څه په خاطر یې ورباندې ایښی دی؟؟ آیا حقیقتا دغه کسان چې د بشر دښمنانو، تروریستانو، یاغیانو، او  په داسې نورو… نومونو یې چې زمونږ د دین او هیواد ستر طاغوت امریکا په مشرۍ او نورو دښمنانو لخوا چې یادیږی وحشت ګر، تروریستان، داړه ماران دي؟ او که هسې زمونږ دښمنان د ګرانو هیوادوالو په سترګو کې خاورې شیندی تر څو چې خپل مورال بایللی او بزدله فوځیانو ته یې دوکه ورکړی او له بلې خوا نړیوالو ته دوکه ورکړی چې مونږ خپل مورال له لاسه نه دی ورکړی او مخ په وړاندې روان یو، بلکې دا ډنډورې هیڅ حقیقت نه لری او نه کوم داسې دلائل شته دي چې دا ثابته کړي چې امریکایان او د هغوی ګوډاګیان حقیقتا خپل هدف ته رسیدلی دی بلکې ورځ تر بلې یی حالات مخ په خرابیدو دی اوس لاره ورباندې ورکه ده چې څنګه له دغه جګړې څخه پښې سپکې کړي تر څو چې په نړیواله کچه خپل شرم او ماتې پټه کړي.

که حقیقت ته لږ شانته سر ور ښکاره کړو نو هر د عقل او شعور خاوند به په دې پوه شی چي وحشت ګر، تروریستان، یاغیان، او د بشر د حقوقو پایمالوونکي څوک دی، خو دلته مشکل دا دی چې په مونږ باندې هغه ټوکه شوېده وایي: چې یو سړی ته چا وویل چې غوږ د سپی وړی دی نو په ځای د دې چې سړی خپل غوږ ته کتلی وای نو سم له وار یې په سپی پسې منډې وهلې، نو اوس په مونږ باندې همغه کیسه شویده څه چې صلیبی یرغلګر او د هغوی لاسپوڅی راته وایې مونږ بې غیر له دې چې خپل لږ سوچ وکړو د دوی په تبلیغاتو پسې روان یو، دا چې نن ورځ د بشر د حقوقو ماسونی سازمان او نړیواله اداره دا نارې وهي چې په افغانستان کې د بشر حقوق تر پښو لاندې شویدی، او خاصتا د ښځو حقوق پایمال شویدی، ښځې د بندیانو په څیر په تورو خونو کې بندي دي او د طالبانو لخوا دوی ته هیڅ حق نه دی ورکړل شوی چې له خپل کهول نه بهر ووځي او یا هم په کومه حکومتی اداره کې دنده ترسره کړي پدې خاطر طالبان تروریستان هم دی، وحشت ګر هم دی، یاغیان هم دی، داړه ماران هم دي او د بشر د حقوقو دښمنان هم دي، خو افسوس چې زمونږ د ګران هیواد ځیني په ډالرو اخیستل شوی ګوډاګیان د بلعوم بن باعورا په شان لوی لوی شیطانان چې د روس سره د جهاد په وخت کې به یې ځانونو ته د جهاد رهبران هم ویل او ږیره به یی تر نامه پورې رسیده او تسبیح به یې هم تر پنځوسهو کمې نه وی دا کارونه یې ټول د ریاکاری په خاطر کول او په ظاهر کې یی ګرانو هیوادوالو او نړیوال ته دوکه ورکوله، خو الله تعالی هر ظالم ته مهلت ورکوي تر آخره پورې یې پریږدې او بیا یې داسې شرموی لکه مونږ او تاسې چې په خپلو سترګو باندې ولیدل چې نن ورځ هیچا ته په مخ باندې د خاورې پوزه هم نه لري، همدغه ډنډوره ورسره زمزمه کوی او بالآخره د دې سبب شوه چې نن ورځ ټوله نړۍ طالبانو ته د تروریستانو او د بشر د حقوقو دښمنان ښکاری.

له بلې خوا که خپل سپیڅلی دین اسلام ته مراجعه وکړو نو وبه ګورو چې دا ټولې د صلیبی یرغلګرو توطئې دی او غواړی چې مسلمانان سره جدا کړی او خپل طاغوتی نظام ورباندې پلی کړي، اسلام مونږ ته هرڅه ښکاره کړی دی او د هر چا حقوق یې بیان کړی دی له هیچا سره یې ظلم او زیاتی نه دی کړی هر حقدار ته یې خپل حق سپارلی دی، او دا طبعی خبره ده چې په منافقینو او د شیطان په لارویانو باندې دا سخته تمامیږی او نه شی کولای چې د اسلامی نظام منګولو ته ځان وسپاری او هر حکم ته یې غاړه کیږدی په اوامرو یې عمل وکړی او له نواهی څخه یې ځان وژغوری.

رابه شو د ښځو حقوقو او تعلیم ته پدې اړه چې غربیان کومه دعوه کوی هیڅ حقیقت نه لری او نه کوم داسې منطقی دلیل لری چې څوک ورباندې قانع کړي، د ښځو د تعلیم مسئله ځکه دوی داسې ټینګه رانیولې ده چې د ښځې په واسطه کومه مجتمع فاسدیږی هغه په بل څیز باندې دومره زر نه شی فاسدیدلای نو دوی ځکه دا نارې وهي چې ښځو ته باید حقوق ورکړل شی او ښځه له نارینه سره برابر حقوق ولری او حال دا چې اسلام ښځې ته کوم مقام ورکړی دی په هیڅ زمان او مکان کې ښځې دغه عظیم مقام نه دی ترلاسه کړی او نه به یې ترلاسه کړي چې د جاهلیت د وخت ناوړه معامله چې له ښځې سره ترسره کیدله یوه ښه بیلګه ده، او بله دا چې الله تعالی د ښځې بدن ډیر نازک جوړ کړی دی او د نارینه بدن یې مضبوط جوړ کړی دی  چې د هر قسم کړاونو په مقابل کې مقاومت کولای شی، او کوم کارونه چې نارینه ترسره کوی هغه ښځه نه شی ترسره کولای او کوم کارونه چې ښځه ترسره کوي هغه بیا نارینه نه شی ترسره کولای، نو الله تعالی یو عادل ذات دی چې د خپلو مخلوقاتو ترمنځ یې په هر شی کې عدل کړی دی او هر حقدار ته یې خپل حق ورکړی دی او په هیچا یې ظلم نه دی کړی، نو غربیان په کوم دلیل سره دا دعوه کوي چې ښځه او نارینه د په هر شی کې سره برابر شی مطلب یې دا دی کوم کار چې نارینه ترسره کوی هغه به خامخا ښځه هم ترسره کوی، مګر دوی بیا په خپله ښځې ته د انسان په نظر هم نه ګوری صرف د خپلې جنسی غریزې د سړولو لپاره یې استعمالوی، د عیاشۍ په مرکزونو کې یې ساز او سرود ته نڅوي خپلې لوبې ورباندې کوی، او طالبان چې بیا زمونږ او ستاسې د خویندو، میندو، او لوڼو د عزت او عفت د خوندیتوب لپاره کوم اقدام وکړی نو بیا په غربیانو باندې ځمکه سور اور وګرځیږی او د خپلو لاسپوڅو په همکارۍ سره ټولې اسلامۍ نړۍ خصوصا زمونږ ګران اسلامی هیواد ته ګواښونه کوي چې د بشر حقوق یې تر پښو لاندې کړل، غربی دیموکراتانو اسلامی نړی ته کوم ارمغان راوړی دی چې دوی بیا زمونږ د مبارک دین او په شریعت مینو طالبانو باندې انتقادونه کوي چې د نړیوال ماسونی سازمان د قانون څخه یې سړغړونه کړیده، او که څوک بیا دا نه مني چې ښځه او نارینه په حقوقو کې سره توپیر نه لری او ښځه او سړی سره مساوی ګڼی نو مهربانی د وکړی دی د هم بچی وزیږوی د ښځې په شان ځکه که داسې ونه کړی نو دا خو بیا د ښځې په حق کې زیاتۍ دی ځکه ښځه چې کله حامله شی نو ډیر زیات تکالیف ګالي او سړی نه شی کولای کوم تکالیف چې په ښځه باندې د ماشوم زیږدنې په وخت کې راځی وزغمی نو دا څرګنده خبره ده چې سړی ماشوم نه شی زیږولی بلکې ښځه یی زیږوی نو لدې څخه مونږ باید پوه شو چې نارینه او ښځه سره ډیر توپيرونه لری او په حقوقو کې یې هم توپیر موجود دی چې باید ورته قائل شو، او په غرب کې د ښځې حقوق دا دی چې لوڅه وګرځیږی خپل عیش او عشرت وکړی او خپل ځان ته نفقه په خپله وګټی هغه که بیا په هر قسم سره وی که د جسم پلورنې په واسطه وی او که په نورو بی حیائیو سره وی مطلب د ځان لپاره به دومره څه پیداکوی چې خپل روزګار ورباندې وچلوی، مګر زمونږ مبارک دین اسلام بیا ښځې ته ډیر لوړ مقام ورکړی دی او ښځه یی د کهول، اولاد تربیه کوونکې ګرځولې ده او یوه ټولنه هم د یو کهول په شانته ده که چیرې یو کهول منظم وی نو هغه کولای شی چې یوه ټولنه هم جوړه کړی او که کوم کهول فاسد وی نو ټولنه هم د دوی له لاسه فاسدیږی، او د ښځې نفقه یی پر خاوند باندې لازمه کړېده او نور د ژوند ټول ضروریات یی د خاوند په ذمه باندې ګرځولی دی ښځه یی دیته نه ده مجبوره کړې چې له کهول څخه ووځي عفت او حیاء یی تر پښو لاندې شی د بل چا سره مزدوری وکړی او یا بل ناوړه عمل ترسره کړی چې خپل ځانته یو څه اندازه پیسې برابرې کړی تر څو خپل روزګار ور باندې روان کړی، لکه څرنګه چې ټولو نړیوالو او هیوادوالو ته معلومه ده چې طالبانو په خپله شپږ کلنه دوره کې ښځه لدې څخه منع کړې وه چې د خپل خاوند له اجازې نه پرته او د کوم شرعی ضرورت نه پرته بی غیر د محرم څخه بهر ته ووځی او ښځې ته یې ډیر لوړ مقام ورکړی ؤ تر څو چې د ښځې عزت، عفت او حیاء تر پښو لاندې نه شی، او د تعلیم یې هم هیڅکله مخالفت نه دی کړی او نه یې کوی چې په شرعی چوکاټ کې برابر وی او ټولنې ته ېې کوم زیان ونه رسیږی چې ټولنه فاسده کړی او یا د چا عفت تر پښو لاندې نه شی طالبان ورته قائل ؤ اوس هم ورته  متعاهد دي، مګر د نړیوال ماسونی سازمان بشر دښمنان بیا دیته د بشر حقوق وایی چې ښځه او نارینه د یو ځای دنده ترسره کړي او یو مخلوط نظام د جوړ کړای شی چې ښځه او نارینه پکې په مساوی توګه ونډه ولری او د دوی ترمنځ هیڅ توپیر نه وی او هر څوک ازآد وی چې د خپل نفس خواهشات پوره کړی، پلار زوی نه شی منع کولی چې هر څه کوی خپل کار یې دی او میړه ښځه نه شی منع کولی چې هر څه کوی صرف او صرف د دوی مطلب دا ؤ چې څرنګه وکولای شی چې زمونږ باعفته میندې، خویندې بی حجابه کړی او عفت یې له خاورو سره خاورې کړي حیاء له منځه یوسي، او کله چې د یو انسان څخه حیاء لاړه شی نو بیا چې هغه هر څه کوی کولای یې شی او دا هغه څه دی چې دوی یې په هڅه کې دي چې د دې لپاره یې زمونږ د ګران هیواد په اسلامی نظام باندې یرغل وکړ او هیڅ کوم داسې سبب یې پیدا نه کړ چې اسلامی نظام له منځه یوسی بس هسې یی په طالبانو باندې دا تور ولګاوو چې دوی د بشر د حقوقو پایمالوونکي دي.

لکه څرنګه چې مونږ او تاسې ته معلومه ده چې زمونږ په مبارک دین اسلام کې غیر مکلف ماشوم، لیونی مرفوع القلم دي په دوی باندې هیڅ کوم جرم نشته دی نو که تاسې لږ د کابل د لاسپوڅې ادارې زندانونو ته سر ورښکاره کړی نو وبه ویني چې دا دارالمجانین دی او که زندان دی؟ اکثره بندیان پکې لیونیان او غیر مکلف ماشومان دي حال دا چې دغه دوه ډلې د الله په نزد باندې معاف دی خو دوی ظالمانو بیا پدې باندې هم صرفه نده کړې بی ګناه لیونیان او ماشومان او بې اسرې ښځې یې د زندان تورو تیارو ته اچولې دي په داسې حال کې چې په دوی باندې هیڅ کوم جرم نه شی ثابتولی او نه یې داسې کوم شنیع عمل ترسره کړی چې دوی تر زندانونو پورې را رسولې دي بلکې هسې معمولی لانجه یې کې خپل خاوند یې کورنۍ سره منځته راغلې وی او دا خو داسې کوم جرم نه دی او که مونږ او تاسې د تاریخ پاڼو ته وګورو نو هیڅوک به دا ثابته نه کړی چې په کوم اسلامی حکومت کې ښځه بندې شوې ده، خو دوی بیا دومره تجاوز کړیدی چې انسانیت هم ترې شرمیږی او په دغه بې ګناه ښځو باندې چې بیا کوم ظلمونه او جنسی تیري ترسره کیږی یو الله ښه ترې خبر دی، او بیا په ډالرو اخیستل شوی ژورنالستان ګرانو هیوادوالو ته په شهدو کې زهر ورکوي په دغه دری واړه ډلو باندې د طالبانو نوم کیږدی او یو څو خپل بې ضمیره کسان یې راوستی وی ښځینه کمیسونه یې ورته اغوستی وی ویډیو ورنه وکړی او بیا چې کله خبرونه وړاندې کوی نو وایې چې دا طالبان دي چې ښځینه کمیسونه او چادریګانې یې اچولې وې په وسلو باندې سنبال ؤ بارودی واسکټ یې اغوستی ؤ او غوښتل یې چې فدائی بریدونه ترسره کړي خو د ملی امنیت لخوا ونیول شول، مګر دغه بې ضمیره کسان بیا بیرته خوشی کړی یو څه موده وروسته یې بیا را وغواړی په دې باندې صرف له خپلو بادارانو څخه ډالر شکوي او بل هیڅ کوم هدف نه لري هغه په عربی ژبه کې یوه مقوله ده چې وایی: المرء یقیس علی نفسه، سړی ټول کسان په خپل ځان باندې قیاسوی یعنی کوم کس چې بزدله، بې ضمیره، بی غیرته بی ناموسه وی نو په ټولو باندې همغسې ګومان کوی چې ټول به زما په شان وي، نه هیڅکله داسې نه شی کیدلای چې ټول کسان د یو بزدله لاسپوڅي په شان شی چې ټول عمر یې عیش او عشرت کړی وی او شراب خوری او زناکاری یې عادت ګرځیدلی وی عقل یې فاسد شوی وی او شعور هم نه لری د ډالرو په مقابل کې تر خپل ایمان، ناموس، ننګ، غیرت او وطن څخه تیر شی او په معمولی څیز باندې دوکه شی نو اوس دوی هم دا ګومان کوی چې اعوام به هم زمونږ په څیر زر دوکه کیږی او چې مونږ څه وایو هغوی به یې راسره منی، دغه ویډیو او تصویرونه چې دوی یو څو ناموس فروشان را پیدا کړی دی دا لس کاله کیږی چې کله یی په کابل کې د خپلو تبلیغاتو ماشین ته وراچوی او کله په یو ولایت کې او کله بیا په بل ولایت کې، د دې لپاره چې خپل باداران خوشحاله وساتي او د ولس په منځ کې د طالبانو څخه کرکه را پیداکړی مګر هیڅکله به په دغه شوم هدف کې بریالی نه شی زمونږ ولس الحمدلله اوس د دوی په تبلیغاتو باندې تر هر چا ښه پوهیږی او هیڅکله به د طالبانو څخه لاس نیوی ونه کړی او تر خپل وس پورې د خپل ځان او مال قربانی ته چمتو دی چې د الله په لاره کې یې ورکړی، نو دلته بیا یو سوال پیداکیږی چې یو کس د دنیا ژوند سره د تل لپاره الوداع ویلی وی خپل مال او ځان یې ټول د الله د رضا لپاره وقف کړی وي او زخمی کیدل، بندی کیدل، وهل ټکول یې په اول قدم کې په نظر کې نیولی وي چې دا ټول به راته رسیږی او په دې نیت له کوره را وتلی وي چې زه فدائی برید ترسره کوم تر څو چې الله له ما نه راضی شی او جنت فردوس مې په نصیب شی او نیم  سلنه ۰،۵٪ هم په دې باوری نه وی چې زه به بیرته روغ راستون کیږم هغه به ښځینه کمیس واغوندی په داسې حال کې چې په وسله ښه سنبال هم وی بارودی واسکټ یې هم اغوستی وی تر څو چې د کابل د لاسپوڅې ادارې استخباراتی ارګان ورباندې پوه نه شی ځکه چې وبه یې نیسی او د زندان د تورو تیارو شاته به یې واچوی؟؟؟؟؟؟؟ زما په اند څوک چې بیخې عقل هم ونه لری معمولی شعور ولری دا به ونه منی، او د دوی عقل خو فاسد شوی دی ځکه دا خبره جالبه ورته ښکاری چې کیدای شی اعوام ورباندې تیر باسي.

ګرانو لوستونکو! که مونږ او تاسې لږ سوچ وکړو نو دا به راته جوته شی چې د بشر حقوق یوازې او یوازې د اسلام په مبارک دین کې خوندی دی نه د بشر دښمنانو په نړیوال ماسونی سازمان کې خوندی کیدای شی او نه بل داسې قانون شته چې د بشر حقوق پکې خوندی وي، ټولو هیوادولو د سر په سترګو ولیدل چې په ګران هیواد کې د صلیبی یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو لخوا زمونږ په خویندو او میندو باندې څومره ظلم او جنسی تیري ترسره شول؟ حتی په دغه لنډ وخت کې د کابل د لاسپوڅې ادارې د وحشی داړه مارانو لخوا زمونږ په بې اسرې او معصومو خویندو باندې په څو څو ځله جنسي تیري ترسره شول، د صلیبی یرغلګرو لخوا د شپې د چاپې پر مهال زمونږ خویندې او میندې بی عزته شوې حتې تر دې پورې چې د وحشی ځناورو لخوا په بې ګناه تنکیو ماشومانو باندې جنسی تیري ترسره شول، خو هیچا د دوی په دغه مظلومانه چیغو باندې غوږ ونه ګراوه دا خو لا پریږده چې دغه ظالمان باید محاکمه شوی وای خو دومره یی هم ونه ویل چې دغه کار د بشر د حقوقو مخالف کار دی بلکل یې ځانونه ورباندې کاڼه کړل.

نن ورځ طالبان ځکه وحشت ګر او یاغیان شول چې د صلیبی یرغلګرو او د دوی لاسپوڅو ته یې سر ټیټ نه کړ، د خپل ایمانی مسؤولیت لپاره یې ملا وتړله او دغه بشر دښمنه، غیر اخلاقی دودونو ته یې شا کړه د اسلام او خپل هیواد د آزادۍ په خاطر یې خپل خوږ اولاد او نور د کهول غړی له خپل شفقت څخه محروم کړل تر څو چې اسلام مبارک دین د تل لپاره سر لوړی وی  او د اسلام په دښمنانو یې لاره ورکه کړه او داسې شکست یې ورکړ چې نړیوال هم ورباندې اعتراف کوي.

نو اوس تاسې په خپله فیصله وکړی چې د بشر د حقوقو پایمالوونکي څوک دی؟؟؟ او هغه بشر دوستان نن ورځ چیرې دي چې د دغه بیچاره مظلومانو چیغې واوري؟؟  نو هیڅوک دا نه شی زغملی چې د خویندو او میندو عزت یې د وحشی ځناورو او د هغوی د لاسپوڅو لخوا لوټ کیږی او دی بی غمه خپلې مزې او چړچې کوی او ځان یې د خپل نفس د خواهشات په سیند لاهو کړی وي.

لیکوال: نسیم سمسور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x