افغانستان

ولسي جرګه: د تخار امنیه قومندان او جنايي مدير خلک تښتوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی وايي چې د دې ولایت امنیه قومندان او جنايي مدير خلک تښتوي او د پیسو په بدل کې يې بېرته را خوشي کوي.

قدرت الله ذکي وايي چې د تخار امنیه قومندان نورمحمد حکيمي او جنايي مدير معلم عبدالروف د پیسو لپاره خلک تښتوي او بیا د ټاکلیو پیسو په بدل کې بېرته خوشي کوي.

ذکي وايي چې دی د دې دعوې د ثبوت لپاره په لاس کې کره اسناد لري او حاضر دی چې په محکمه کې د دې دواړو سړو تښتوونکو اسناد وړاندې کړي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو دې استازي وویل چې په لاس کې داسې ويډيوکليپ هم لري چې د سیمې قومي مخور هم دا تاييدوي چې امنیه قومندان او جنايي مدير خلک تښتوي او له کورنیو يې پیسې غواړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که د کورنیو چارو وزارت او پخپله ولسمشر د دې سړي تښتوونکو مخه ونه نیسي نو لرې نه ده چې خلک يې پر وړاندې وسلو ته لاس کړي.

تر اوسه د تخار امنیه قومندان نور محمد حکيمي او جنايي مدیر معلم عبدالروف د قدرت الله ذکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ بیا وسله والو طالبانو د پکتیا په زرمت کې د دې ولسوالۍ له احمد ابا ولسوالۍ نه تښتول شوی ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته تسلیم کړ، خو د تښتوونکو د هویت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x