افغانستان

پکتيکا: برمل کې پاکستاني پوځيانو او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډه سیمه کې پاکستاني پوځيانو د افغان سرحدي ځواکونو پر ټولو پوستو بريدونه کړي دي.

د پکتیکا د ولايتي شورا مرستیال نعمت الله بابري وايي چې لومړی پر پاکستاني ملېشو توغندیز برید شوی چې هغوی يې په غبرګون کې جګړه پیل کړه او تر پرون تياره ماښامه يې دوام وکړ.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې وروروسته له هغه چې تېره روځ – شنبه، لړم ۲۳مه – پاکستاني جنرالانو په انګور اډه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړه شوې دروازه رسمي پرانیستله، پرون ماسپښين مهال افغان سرحدي ځواکونو پر پاکستاني پوستو بريدونه وکړل.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې جګړه تر تياره ماښام روانه وه، چې پکې دواړو لوریو له سپکو او درنو وسلو هم کار اخیستی دی، خو د پکتیکا ځايي مسوولین د يو ماشوم او درې سرحدي عسکرو د ټپی کېدو مني.

پژواک خبري اژانس د سرحدي ځواکونو د یوې سرچينې له قوله وايي چې پاکستاني پوځيان د سرحدي پولیسو پر ټولو پوستو بريدونه پیل کړل، تېر ماښام ناوخته د پکتیکا د والي وياند وویل چې جګړه تمامه شوې او ځواکونه يې مرستندویانو ته اړتیا نه لري.

ياده دې وي په دې سیمه کې نږدې شپږ میاشتې وړاندې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازې جوړولو چارې پیل شوې، چې په میاشت کې يې کارونه خلاص او تېره شنبه يې رسمي پرانیسته وشوه.

که څه هم د دروازې جوړولو پر وخت د پکتیکا ځايي چارواکو د دروازې د چارو د درولو خبر ورکړ، خو اوس يې منلې ده چې پاکستاني جنرالانو دغه دراوزه رسمي پرانیستې او د « پولې » په توګه يې د پېژندلو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAHMATULLAH

موږ هم لدې تورمخو نشوو خلاص
الله دي دوی تبا کړي
څوک سي دا پاکي خاوري ته په سپکه ګوري الله به یی شرمنده کړي انشاالله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x