
کابل: مدني فعالانو د فرانسې پر «وير» شمعې بلې کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې مدني فعالانو د فرانسې په پاریس کې شوی برید وغانده او د وژل شویو پر یاد يې شمعې بلې کړې.
دغه بريد چې تېره جمعه د فرانسې په پاریس کې وشو، پکې ۱۵۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ نور ډېر ټپیان شول، په کابل کې مدني فعالانو دا بريد پر « انسانیت بريد » ګڼلی او د وژل شویو له کورنیو سره يې په غم کې ځان شریک بللی دی.
په هغه غونډه کې چې د فرانسویانو د وژل شویو پر ياد جوړه او شمعې پکې بلې شولې د نجیب الله په نوم یو تن وویل چې دوی د افغان ځوانانو پر « استازیتوب » دا بريدونه غندي او فرانسویانو سره په غم کې ځان شریک بولي.
یو بل تن اسماعیل منګل بیا وويل چې دوی فرانسویان خپل خواخوږي بولي، ځکه چې د ناټو تر چتر لاندې يې په افغانستان کې افغان ځواکونه روزلي او له افغانانو سره يې مرسته کړې ده، ځکه يې باید په درد دردمن شو.
په دې مراسمو کې د مدني فعالانو له لوري يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو، چې پکې يې پر نړیوالو غږ وکړ چې د دې پېښې عاملین دې ونیول شي او « سخته سزا » دې ورکړل شي.
د پرېکړه لیک لوستونکي جاويد غفور چې په احساساتي لهجه يې په لاس کې نیول شوی لیک لوست وویل چې دا بريد ترهګرو ترسره کړی او « ترهګر نه دین لري، نه مذهب او نه هم سرحد.»
په خواله رسنیو کې بیا د فرانسویانو سره دا ډول خواخوږي د « پروژو » پلي کېدل بلل شوي او ډېری افغان ځوانانو له فرانسویانو سره په غم شریک ځوانان پر دې ملامت کړي چې فرانسې ته د تګ او هلته د اقامې لپاره دا ډول مراسم ترسره کوي.
لغمان مېشتی لیکوال او ژباړن سعدالله فطرت وايي: «له هماغه پېغمبره چې د قیامت په ورځ د شفاعت تمه کوئ او خدای ته به ستاسو د خلاصون لپاره سر په سجده پروت وي نن يې په کوم مخ له دوښمنانو سره خواخوږي څرګندوئ.»
لیکوال او په خواله رسنیو کې فعال جمیل الرحمن ندیم هم ورته نظر لري او لیکي: «همدغه فرانسویان دي چې زموږ دیني او ملي دښمن هیوادونه تقویه کوي او زموږ وژنو کې ورسره هر ډول همکاري کوي، همدوئ دي چې زموږ د خوږ محمد صلي الله علیه وسلم کاریکاتورونه يې جوړ کړل او ټول فرانسوي ملت يې په یوه خوله ننګه وکړه، همدوی دي چې سوونه کاله پخوا موږ ته زموږ رب د دوی په اړه ویلي چې ستاسې دوستان نه شي کیدلای تر څو تاسې يې دین ونه منئ، همدوی دي چې قران يې راته په اړه ویلي که مو مشابهت ورسره وکړ د همدوی له ډلې شمیرل کیږئ.»
یو بل تن جانان خدرخېل بیا لیکي: «هغوی چې اوس د پاریس په مړو مرثیې وایي هغه وخت پټه خوله ول چې په همدې فرانسه کې د چارلي هبدو مجلې لخوا رسوالله صلي الله علیه وسلم ته منسوب له سپکاوي ډک کاریکاتورونه جوړ شوي و.»
ياده دې وي دا غونډه تېره شپه کابل ښار کې د مدني فعالانو له لوري د شمعو پر بلولو سره رڼه شوه.
دا مفت خوره شغالان غواړی چې به همدی لاره ځان وپاریس ته ورسوی او دوی نه دین ، نه وجدان او هم نه ناموس لری لعنة الله علی الکفرین و من والاهم لعنا کبیرا
دګرانو لوستونکو نه په معذرت ۰دا هغه کسان دمدنی شغالانو په نامه دغه یهودو او دنصاراو نظام سره غونډ کړی چی نه حیا لری نه عزت ن دین لری نه ایمان۰له دوو تنو نه زه خبر یم چی کابل کی دمدنی شغالانو ډله کی کار کوی دمکتب دوران کی یی کونه ورکوله نو ټول یی له همدی قراره درواخله او که بیا یی هم زوړنه نه کراریږی نو د ټولو علماو نوم دی نه یادوی۰ هغه ده حکومت کی یی ددوسانو نمونی شته لکه سیاف او کشاف او ځینی نور دوسان هغوی دی دښځو دحقوقو غوښتنه وکړی خولی یی هم… نور لوستل »
دا ټوله د خرو برادري ده ….. څه وخت وړاندې دوۍ په کابل کې خپله ورځ (د خرو ورځ) ولمانځله او کوشش يې کاوه چې ځان انسانانو سره برابر کړي اوس لا خرو نوره ترقي هم وکړه شمعې هم بلولای شي کیدای شی چې د خرو دا ستر خدمت چې خپلې برادري ته يې کړی د فرانس په ژوبڼ کې د زیبرا خرو څخه هم لوړ شي ….
دواره دیوه خره غوژونه دی گیله تری نه ده پکار
دا مدني فعالانو خو هیڅکله دهغو بیګناه افغانانو په غم کی ځان شریک نکړو چی د غربیانو له خوا تر وژل شوي
دا مدني فعالانو خو هیڅکله دهغو بیګناه افغانانو په غم کی ځان شریک نکړو چی د غربیانو له خوا تر اوسه وژل شوي
دغه د مدنی شغالانو ټکی راته ډیر مناسب ښکاره شو چه د دغه ګیدړانو او پلورل شوو د پاره کارول شوی ، طبیعی ده چه استعمار د هر څه د پاره یو څوک لری چه د ټولنیز جوړښت له څیړنی وروسته ورته پلانونه جوړ او هغه ټولنه د خپل پرله پسی غلامی او استثمار لاندی وساتی . زمونږ هیواد خو په دا نیمه پیړی یا ټوله پیړی کی در او دروازه نه لری هماغه د ملا نصرالدین کور دی چه دری دیواله یی نه وو او یو دیوال ته یی بیا لوی لوی قلفونه پراته وو ، نو هر چا… نور لوستل »