اقتصادخبرونه

د ملي تدارکاتو کميسيون د ۸۲۲ ملیون افغانيو په ارزښت ۱۰ تړونونه منظور کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): دملي تدارکاتو کميسيون د خپلو کارونو او نوي پلانونو په اړه په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې د ۸۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د ملي دفاع، فوايد عامې ، او کورنيو چارو وزارتونو او د چارو د لوی رياست ۱۰ تړونونه منظور شول او د اتو نورو پروژو د تړونونو د پروژو وخت تمديد شو.

په دغه غونډه کې د دولت دبېلابېلو ادارو ځينې پروژې وڅېړل شوې او وويل شول چې د تېر کال په پرتله د دفاع او کورنيو چارو په وزارتونو کې له سل ميليونو افغانيو څخه زیاته سپما شوې ده.

په دغه غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرائيه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله، د عدليې، اقتصاد او ماليې وزیرانو او ملي تدارکاتو کميسيونو مسؤلينو ګډون درلود.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې په دغه غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسيون د افغانستان بانک، د چارو لوی رياست، د لوړو زده کړو، کرنې، فوايد عامې، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو ۱۸ بېلابېلې پروژې وڅېړل شوې.

همداراز د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتو په اړه د شويو تړونونو کې د تېر کال په پرتله ۱۰۴ ميليونه ۲۱۹ زره ۲۷۹ افغانۍ سپما وشوه.

دملي تدارکاتو د کمیسيون د غونډې په پای کې وويل شول چې د تېرو کلونو د تړونونو په پرتله نږدې ۹ مليارده زياتو افغانيو سپما شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شفیق نوری

عنوان کی تنها ۸۲۲ افغانی لیکل شوی خو په خو په تشریح کی یی ۸۲۲ میلیونه افغانی دی

Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x