نظــر

مونږ په ظهورالدین ژړل ثمرالدین یې په خره سپور راووړ

رشوت

نه پوهېژم دا مقوله به څومره عامه او مصطلح وي چې وایي “ما یې امردین ژاړه قمردین یې په خره سپور راوړو”

ياده مقوله معمولا په داسې حالاتو کې کارول کیژي چې د یوه متعجب او هیښوونکې کار یا پېښې په تعقیب چې تمه یې نه کیژي بل یو متعجب او هیښوونکی داسې داستان مخې ته راشي چې له لومړي هغه ته ورته خو تر هغه ډېر هیښوونکی او د تعجب وړ وي.

 

د بي بي سي راډیو پښتو څانګې ته مې له یوولس کلن نه پخلا کیدونکي بایکاټ او مرورتیا سره سره یو څه زړه ورسپین شو چې تېره اوونی یې د آغلې ډېوې په نوم د بي بي سي له کاره لوېدلې خبریالې هغه داستان خپورکړ چې پکې د افغانستان د یوولس کلنو پرمختګونو او لاسته راوړنو یو مُشت نمونه خروار انځور یې صحنې ته وړاندې کړی دی.

داستان خورا د تعجب او حیرانتیا وړ دی چې څرنګه یو انسان په تېره بیا مسلمان په دوهم قدم کې په عمر پوخ، په دریم قدم کې لوستی په څلورم قدم کې د شرعیاتو د فاکولتې څخه فارغ التحصیل او بالاخره د تاریخي افغانستان په قضایي محاکمو کې برحاله قاضي او د عدل او انصاف او قانون پلي کوونکی کولای شي داسې مختلف الاضلاع فساد  چې مالي، اخلاقي او له غیرت او انسانیت څخه خالي متعدد اړخونه ولري انجام کړي؟

که هر څو هم د کرزي د جګړه مارې ادارې په اړه د فساد خبره ډېره مشهوره ده خو بیا هم د آغلې ډېوې او قاضي صیب ظهورالدین داستان راته خیالي شانته ښکاري او د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند ډرامو ته ورته مې په ذهن کې انګازې کوي، دا په دې مانا نه چې نوموړی داستان به ریښتونی نه وي بلکه په دې مانا چې سالم انسان د ورته فاسدواعمالو انجام څه چې په ذهن کې مجسم کولای هم نه شي.

د ظهور الدین د داستان حیرانتیا مې لا پر خپل ځای ده چې نن مې د کرزي د بدنامې او جګړه مارې ادارې څخه د فساد په اړه د شکایت یوبل هیښوونکی داستان ولوست چې ظهورالدین ته ورته یې د ثمرالدین په نوم په بینواپاڼه کې ظهور کړی دی. د ثمر الدین داستان د فاسد کرزي په نوم د یوه سرخلاصي سرلیک لاندې په بېنوا پښتو پاڼه کې لوستلای شی.

ثمر الدین د حج او اوقافو د وزارت د مقام له سکرتریت سره په جورجاړي کې له ۲۰۰ هلمنديانو څخه چې د حج اراده یې کړې وه له هر یوتن څخه د مزورې ویزې او مزور ټکټ په بدل کې شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي ډالر اخستي او دا چې هغوی له حج څخه پاته شوي دي د پیسو دواپسی پر ځای يې په مرګ ګواښي.

د طالبانو د بیا او حتمي واک د راتلو په هیله

ــــــــــــــــــــــــ

لیکنه : عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x