دفرانسې سم ویر (!) او د خره سم ملګري

لیکوال : چنار ستړی ‎-

په فرانسه کې برید دوه اړخه دي یو دا اړخ چې برید چا کړی دی دا برخه یې موږ ته ځکه مهمه نه ده چې موږ کار نه ورسره لرو که هر چا کړی وي.

دوهم اړخ یې غمرازي او یا غم شریکول دي آيا موږ په دې مکلف یو چې د هغي فرانسې له دولت سره غمرازي وکړو چې د ډيموکراسي مور بلل کیږي او موږ ته را پیښي ټولي ناخوالي دهمدې ډیموکراسي له لاسه دي.

که ډیموکراسي نه وای فرانسویانو به زموږ د هیواد په کاپیسا او نورو ولایتونو کې ولي زموږ کورونه تلاشي کول ولي به یې زموږ وروڼه له ځان سره دبندیانو په توګه وړل او هلته به یې له هر راز بشري او انساني حقوقو بې برخي کول.

که ډيموکراسي نه وای نو نن به زموږ په ټولنه کې (د خره ملګري ) له کومه کېدل؟

زموږ اسلامي ټولنه چې دزرګونو دیني او عصري علومو له استادانو لله الحمد برخمنه ده ولي به بیا هم په کابل کې دخره لمانځ غوڼډه جوړېدله ؟ او ولي به خره ته دمجاهد لقب ورکول کېده؟

او بالاخره که ډیموکراسي نه وای نو فرانسه به ولي له داسي بریدونو سره مخ کېدله؟

دا خو دهمدې فرانسي ډیموکراټ سیاست دی چې په ګرده نړۍ کې د مسلمانانو تر منځ دیوه یرغلګر هیواد په سترګه ورته کتل کیږي؟

خو بیا هم یو شمېر د خره ملګرو د فرانسې له دولت سره غمشریک کړی دی او ټولنیزو شبکو کې یې دفروفایل خپل انځور دفرانسې په بیرغ کې پټ کړی دی.

دخره په ملګرو هلته دغه ویر غالب شو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو با احساسه افغانانو ددې کړني په ضد غبرګونونه څرګند کړل.

دغو ښاغلیو څه موده وړاندي په یوه غونډه کې دخره صفتونه کول، خو نن د فرانسې غم لمانځي.

په داسي حال کې چې دخره له لمانځ غونډي یې ټول خبر دي خو دوی بیا هم نن د فرانسي په ویر اخته دي . که یې غونډه پته تېره کړې وای ښایي ځینو دفرانسې دویر په لمانځلو کې ګډون ورسره کړی وای خو دوی دلته له عقل څخه خلاص دی چې دلته یې یو وار خر ولمانځه او اوس له نورو غواړي چې دفرانسې په غم ورسره شریک شي.

نو دخرو ملګرو ته به دومره ووایو چې ستاسي خبره نه منل کیږي ځکه ستاسي عقل دلته ټولو ته معلوم دی چې د زرګونو علمي  کدرونو او داسلافو دراڼه او ښائسته تاریخ په شتون کې مو دخره صفتونه کول او خر مو مجاهد بللو .

اوس څوک دفرانسې غم نه درسره لمانځي، داسمه ده چې فرانسې تاسي ته دخره دلمانځلو وخت درکړی د ډالرو احسان یې درباندي لورولی دی او تاسي یې دویزې په انتظار یاست.

خو ټول افغانان ستا سي په څېر دخره ملګري نه دی او نه هم په ډاګه نارې وهي چې موږ دخره ملګري یو.

دخره یارانو !

تاسي په دې نه یاست خبر چې فرانسې زموږ په هیواد کې څومره بې ګنا افغانان شهیدان کړل ؟

تاسي هغه ویر ولي نه لمانځه چې دهمدغي فرانسې حرامیان زموږ هیواد ته بې ښه او بې بده را ننوتل او زموږ په کورنو یې چاپې پيل کړي، ښځي یې په سپيو داړلې ماشومان یې په ټوپکو ډارول او نارینه یې دکور دغړو په مخ کې په شهادت رسول ؟

دخره زبردسته یارانو !

داچې تاسي دخره ملګري یاست دخپلو هیواد والو ویني به دیوې لحظې لپاره له دې امله دروبښو چې ستاسي عقل  ستاسي د محبوب (خره) په مینه کې مغلوب شوی دی.

نو دالجزائر تونس او مغرب اسلامي هیوادونو اشغال چې دفرانسوي مؤرخ جاک په قول یواځي په الجزائر کې داشغال له پيله (۱۸۳۰م) تر (۱۹۶۲م) پوري ۱۰ میلونه مسلمانان ووژل . په څه ډول ور تیریږئ؟

الله ته به یې څه ځواب ورکوئ چې ولي مو داسلام له دومره عنادي دښمنانو سره غمرازي کوله ؟

درسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی چې د درست اسلامي امت دروحي تکلیف سبب شو دهمدې فرانسې دحکومت او اولس په ملاتړ باندي وشو.

خو تاسي دخره یاران اوس هم غم ورسره شریک کوئ ؟

تاسي به بیا هم درسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت امید لرئ ؟

دفرانسې له لوري داشغال شویو هیوادونو دجهادي مشرانو ککرۍ اوس هم دفرانسې په ملي موزیم کې پرتې دي او فخر پرې کوي.

خو تاسي چې په غم ځان شریک بولئ ؟

خدای ته سوال کوم چې دډیموکراسۍ دغه مور په دابل مخ چپه را واړوي چې ناسکه لمسیان یې دلته له ویره سره لمبه شي .

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

‌ډیر عالی لیکوال صاحب په قلم دی برکت شه دا دخره فعالان په هیڅ هم نه شرمیږی تف لعنت دی ورباندی وی الله پاک دی په ټولو اوروپایی ملکونو خصوصا د ناټو په غړو هیوادونو کی داسی ګډوډی جوړی کړی لکه څنګه یی چی نن سبا په اسلامی ملکونو کی د خپلو استعماری موخو لپاره جوړی کړی چی په لسهاو بی ګناه مسلمانان په کی هره ورځ له مینځه ځی زه ددی کار سرسخته طرفدار یم او زه د هر هغه چا کلک ملاتړ کوم او ستایم یی ولو که د هر ډول ایډیالوژی لرونکی وی چی پدی ملکونو کی… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

یاره لیکوال صیب مدني فعالانو ته د خره یاران ویل به دا خره (څلورپای خره یادوم) سخت خپه کړي، د خرو بلا یې پر سر شه

البلاغ
میلمه
البلاغ

ماشاء الله ډیره په زړه پوری تبصره ، مګر یو ځای ته مو فکر نه دی کړی هغه دا چې تاسو ، دوی خپله خره او یا دخره ملګري توصیف کړي دی او بیا ورته وایاست چې تاسو به څرنګه شفاعت غواړي دا شغالان پی وجدانه دی بی ایمانه دی ددوی او د شفاعت یي سره څه دوی د انسانیت څخه وتلي د خریت په طویله کې دی