نظــر

د مسلمانانو په وړاندی د امریکا رواني جګړه

mindcontrol-728663

رواني جګړه له بنسټیزو اړخونو د عصری روانی عملیاتو بل نوم دی چې نن یې نړۍ په یو شمیر نورو نومونو یاده وي په اصطلاح سیاسی جګړه، د خلکو په زړونو او دماغ اثر غورځول او پروپاګند ویل دي. په رواني جګړه کې اکثر د بیلا بیلو تخنیکونو او لارو کار اخیستل کیږي. دښمن تل هڅه کوي چې د خلکو او اولسونو موخې، ارزښتونه، عقاید، احساسات، چال چلند او یا استدلال د ځان په ګټه تحریف کړي. درواني جکړې تخنیک ددی لپاره کارول کیږي چې خلک دیته مجبور کړي چې خپل ټول چال چلن او افکار ددوئ د مخو لپاره په کار واچوي.

روانی جګړې ته یو ډول غیرمستقیم یرغل هم ویل کیږي چې د نظامی یرغل لپاره ډیر ګټه ور ثابت شوی. دا تخنیک د طالبانو د ریژیم په وړاندی خوره ګټه ور تمام شو ولی چې امریکا په دی وتوانیدله چې په افغانستان او نړۍ کې د خلکو نظر بدل کړي. د رواني جګړې له لاری په یو هیواد د یرغل لپاره کوم قانون نشته ترسو یې مخه ونیول شي همدا ده چې امریکا په افغانستان کې غټه پیسه ددی هدف لپاره مصرف کړه ترسو د مرستندویه موسساتو، پرمختیایي پروژو، راډیوګانی او نوي تلویزونی کنالونو لاری د خلکو په زړونو کې اول ځائ پیدا کړي او بیا یې د خپلو مخو لپاره د خپل هریف په وړاندی د زبر په توګه وکاروي. د طالبانو ستونځه نن همدا ده چې دوئ خپل اهداف، حقانیت او مېړانه تر افغانانو او په څانګړي توګه ترمسلمانانو نه نشی رسولې ولی چې امریکا د خپل بی سري اقتصادي، سیاسی او نظامی قوت له لاری د طالبانو ټولی لاری بند کړي. د افغانستان خلک نن د امریکا له لوری د یو داسی رواني جکړې ښکار دي چې له اخلاقي او شعوري لحاظه یې د وتلو توان نه لري ځکه دی رواني جکړې په عامه توګه نه صرف افغانان بلکی د نړۍمسلمانان دومره تر خپلی اغیزې او اثر لاندی راوستلی چې په خپلو دینی عقائدو، اعمالو او افعالو بی باوره او شکی شوي.

دا یو تریخ حقیقت دی ځکه خو وینو چې نن ډیر شمیر افغانان د باطل دین هادیان دی او وړمه ورځ اورو چې افغانان عیساویان کیږي او یا بی دیني تر بل هر وخت زیاته په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې رامنځته شوي. دا ټول بحران نن د همدای رواني جګړې یوه څنګه ده چې افغانان ورسره مخامخ دي.

دا لنډه لیکنه می له دی لپاره وکړه چې تاسو د نیواکګرو ځواکونو په ټولو هربو پوه شی چې دوئ د مسلمانانو په وړاندی د هری لاری څخه کار اخلی ترسو مسلمانان د اسلام څځه واړوي

انشاء الله که وخت راسره مل شو په راتلونکی کې به په دی اړه یوه تفصیلی لیکنه وکړم.

ستاسو ورور

ابو انس مجاهد

د رواني جکړې په اړه مالومات:

http://en.wikipedia.org/wiki/Psychological_warfare

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x