نظــر

کندهاري زده کونکي د ازموینوپه انتظار کي

د کندهار  ولایت په ښار، نږدې ولسوالیو او پوهنتون کي  د زده کونکو  ازموینې د ازموینو په څېر نه دي  بلکي ډیری وخت دمشوري غوندي دا بهېر په مخ درومي .  

زما د دې لیکني په لوستني سره به شاید ځیني کسان  داسي فکر وکړي چي ګواکي  زه (لیکوال) دکندهاریانو بد ویل غواړم ،  خو داسي نده! په افغانستان کي اوسیدونکي خلک باید خپل افغان ته دافغان په سترګه وګوري، په غم يي غمجن او په خوشحالۍ يې خوشحاله شي .  

که د هیواد په هر کونج او کنار کي چا ته ستونزه پیدا کیږي نو له ستونزي څخه دخلاصون لپاره باید ورسره مرسته وشي .  

کندهار یو داسي ټاټوبی دی چي ستر میړني ، پوهان، څیړونکي او پاچاهان يې پخپل غیږ کي روزلي او لوی کړیدي دي؛  نو شايي چي د دې ولایت اوسیدونکي اوس هم لکه دتل په څېر په ټولو برخو کي لا پرمختګ وکړي او دځان خیر خواه او بدخوا سره  وپیژني  .

زه هم د یوه افغان په حیث غواړم هغه نیمګړتیاوي چي  ما د کندهار په ښوونیز بهیر کي لیدلي دی نورو کسانو ته وړاندي کړم ترڅو نیمګړتیاوي اصلاح شي او دا ټاټوبی یوځل بیا بل احمدشاه، میرویس،حبیبي، رشاد…. وروزي  ؛ له دې لیکني څخه مي هم غرض او هدف یواځي او یواځي  اصلاح ده نه تخریب .

د نوي نظام له رامنځ ته کیدو سره سم په هیواد کي په  ښوونیز بهير کي خورا چټکي راغله  او خدای سته چي ښه پرمختګ يې هم کړی دی .  

خو د دې ترڅنګ يې په ډیری سیمو، ولایتونو او په خاص ډول په  کندهار ولایت کي زده کوونکي بدبختانه  ټول درسونه د ازموینو په ورځو کي زده کوي  او په نورو ورځو کي کي ورته خاصه توجه نه کوي .

که څه هم چي دا به ځیني عوامل لري چي ځینوته به يې دستونزو دلایل دمنلو وړ وي خو دځینو لپاره يې دلایل دمنلو وړ نه دي.  ا

وس چي بیاد تودو سیمو د زده کونکو څخه د ازموینو داخیستلو وخت را نږدې شویده نو ښوونکي او زده کوونکي دواړه خواري کاږي چي  ښوونکي سوالونه ترتیبوي او زده کوونکي  دتېر نیم کال  ټولو درسونو ته اوس تیاری کوي  .

په کندهار کي دښار د ګڼو لېسواوپوهنتون ښوونکي  د زده کوونکودناسمي تربيې او ناوړه سلوک کیسي کوي  . دا یواځي ادعاوي نه دي بلکي حقیقت هم لري . اوس به ځیني هغه نیمګړتیاوي در وپیژنو چي له ازموینو سره اړه لري :

•       دکندهار په ښار کي دیوې زړې او ستري لیسې معاون تېر کال ټیک په همدې ازموینو کي  یو لک افغانۍ له زده کوونکو څخه په سوالونو باندي ترلاسه کړې وي،  چي د ازمویني تر رسیدو يې وړاندي د ښوونکو لخوا جوړ شوی سوالونه په زده کوونکو پلورلي و .

•       دښار په ښوونځیوکي دښوونځیو ادارې خپلو ښوونکو ته په ډیر ټینګار سره وايي چي باید مخکي له مخکي جوړ کړل شوي سوالونه ادارې ته وسپارئ  چي په وینا يي ترڅو زده کوونکو ته تر ازمویني وړاندي ونه رسیږي .

•       دغه د ښوونځيو د ادارو مسولین خپلو استادانو ته دا توصیه هم کوي چي د ازموینې پارچي دي له ازمویني وروسته سمدستي په اداره کي وکتل شي   او  دلیل يي دادي ، چي ښوونکي به نشي کولاي چي چاته  پکي درشوت یا واسطې  له امله لوړي نمرې ورکړي او نور زده کونکي  بیاپکي زیان وویني؛ دا په داسي حال کي چي په هر ټولګي کي له ۴۰ نه تر ۶۵ پوري زده کونکي درس وايي او په یوه ورځ ازموینه ورکوي نو څرنګه امکان لري چي ښوونکی دي ۶۰ پاڼي چي په هره پاڼه کي د ۶ یا ۹ سوالونو ځوابونه لیکل شويدي په دقت سره وګوري بیا دي شوقې ته هم ورسوي .

•       کوم ښوونکي چي د اداري دمشرانو خبره ومني او په اداره کي د زده کوونکو دپاڼو دځوابونو په کتلو بوخت شي  اول د اداري مشر له ښوونکو څخه غواړي چي فلانکي شاګرد ته  زیاتي نمرې ورکړه ، ورپسي د لېسې معاون او په ترتیب سره هر ښوونکي یو یو شناخته زده کوونکي لري راځي او دهغه په اړه له ښوونکي څخه د ډیرو نمرو هیله کوي .  تر دې اندازه چي د پاڼو دکتلو په مهال د ښوونځي ملازم هم په غوږ در پریوزي او وايي چي فلانکی جان چي د فلانکي ټولګي زده کونکي دی زما دخالا دعمه لمسی دی هیله ده چي مرسته ورسره وکړي . په راتلونکو څو ورځو کي به  په کندهار کي دکانکور ازموینه هم واخیستل شي،  تېر کال هم چي په کندهار کي دکانکور ازموینه اخیستل کیده نو افغاني مخابراتي شبکوته ښه اقتصادي تمامه شوه که څه هم چي اوس په ټول هیواد کي دا حال دی؛  څو اونۍ وړاندي چي په ارزګان، غزني ، زابل، پکتیکااو نورو ولایتونو کي  د کانکور ازموینه اخیستل کیده  هلته هم ځینوبا احساسه محصلینو دسیمي  مشرانو او پوهانو او په پوهنتونو کي استادانو پخپل ولایت کي د کانکور له ازموینی ورکوونکو سره خورا ګڼي تیلفوني او مستقیمي صلاح مشورې وکړي او دلیل يي هم دا وو چي دخپل ولایت ډیری  بې سواده د لوړو زده کړو د وزارت په اوږو ورسپاره کړي . دلته سړي ته هماغه ټوکه ور یاده شي ،چي یو دیموکرات ځوان ته یو خواخوږي  ویلي وو چي راشه لمونځ به وکړو بیا سره بازار ته ځو هغه له شرمه په لمانځه ودریدخودا به يې  ویل چي په لمانځه خو له شرمه څخه ودریدم نو راباندي وایي به يي څوک !؟

•       په ښوونځیو کي په ازموینو کي د ریاضي ، مثلثاتو، هندسي او نورو مضامینو دتعویذونو ګرځولو، او لوستلو خو له ډیري وخته قانوني مسونیت درلود خو اوس د نوي ټیکنالوژۍ په راتلو سره دې پروسي عصري بڼه غوره کړیده چي زه به تاسوته  څو بیلګې وړاندي کړم؛باید یادونه وکړم چي  په ازموینوکي دا پرمختګ  یا  ما خپله لیدلی او یا  ښوونکو راته ویلي دي ، چي دا ټولي کېسې  دکندهار په ښوونځیو او پوهنتون کي  پیښي شوي وي ، پیښږي او پیښي به شي .

•       هغه زده کونکي چي ښه توان او اقتصادي وس لري په یوه نوي استخباراتي قلم په کور کي دازمویني لپاره ټول ممکن ځوابونه په سپین کاغذ ولیکي  چي د قلم رنګ په عادي ډول نه معلومیږي، کله چي دازمویني صحنې ته راشي نو دقلم په سر کي یو کوچني برق وي هغه سپینو پاڼو ته ور رڼا کوي او لیک ښکاره کیږي نو ټوله دازمويني پاڼه په پوره اطمینان، افغاني غرور، او ایماني جذبه سره بشپړه ځوابوي  .

•       اوس ځیني زده کونکي داسي هم کوي چي په تیلفون کي د ممکنه سوالونو دلیکل شویو ځوابونو څخه عکسونه  اخلي او  د ازمویني په صحنه کي يې تر  پټو(څادر)  لاندي په پوره احتیاط او ځیرکۍ سره ګوري او دسوالونو ځوابونه لیکي .

•       ځیني زده کونکي داسي هم کوي چي کله ځیني ښوونکي سوالونه زده کونکو ته وايي نو په ازموینه کي ناست زده کونکي خپل مبایل تیلفون له بل ملګري سره چي تر دیواله پټ وي  رخ کوي او هغه د ټیلفون په وسیله د ښوونکي سوالونه سم دستي ثبت کوي او په عاجل ډول د اسانو او لنډو سوالونو ځوابونه ورته مسیج کوي    واه واه  عصري دنیا ! .

•       بله نوي او معاصره لاره داده چي زده کوونکي د محصلینو په ګډون خپل د ازمویني کتاب فوتوکاپی ته وړي او کاپي يې مایکرو کوي تقریبآ ټول کتاب په یوه کوچنۍ ورقه کي کاپي کوي او په ښه اطمینان سره ورڅخه د ازمویني پر مهال  کار اخلي .

•       نوي لار دا هم اوس رایج شویده چي ټول ښوونکي خو په اینګلیسي نه پوهیږي او ځیني زده کونکي په اینګلیسي پوهیږي چي هغه بیا په مجله یا بل کتاب باندي په اینګلیسي تورو نقل لیکي او چي کله استاد ورڅخه پوښتنه وکړي چي دا د څه شي کتاب دی نو هغه ورته وايي چي په دې کتاب یا مجله باندي د ازمویني پاڼه ایږدم .

•       د پرتوګ په پایڅو، دکمیس په لمنو، په څنګلو باندي نقلونه خو ټول خلک پیژني  اوس دنقل داسي معاصري لاري هم شته چي په لیکلو يي سړي شرمیږي .

•       دکامیابۍ او لوړو نمرو لاس ته راوړل  یوه بله لاره هم شته چي د دکندهار اوسیدونکي ، زده کونکي او په دندو بوخت ښوونکي ښه پوهیږي . دا او دې ته ورته ګڼي ستونزي په ښوونیز بهېرکي  شته چي باید حل شي خو دلته یواځي په ذکر شویو ستونزو او ټګیو اکتفا وشوه هیله ده چي په ښوونیز بهېر کي دې ستونزي ته جدي پاملرنه وشي چي له یوې خوابه حق  حقدار ته ورسیږي او له بلي خوا به د زده کړه ترڅنګ تربیه هم ډیره شي .

عبد الله حقپال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x