رباني: سعودي کې به د افغانانو د پاسپورتونو ستونزه ژر حل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي چې په سعودي عربستان کې به د ميشتو افغانانو د پاسپورتونو ستونزه زر حل کړي.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ژمنه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به په سعودي عربستان کې ميشتو افغانانو ته افغاني پاسپورتونه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړله چې په سعودي عربستان کې ګڼ شمېر افغانان په پاکستاني پاسپورتونو وخت تيروي چې د هغوی د پاسپورتونو د ستونزو د حل له پاره به په راتلونکې اوونۍ کې د بهرنيو چارو د وزرات د مالي او اداري مرستيالانو په ګډون متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د دغې ستونزې د حل له پاره به د عربي هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې په ټولو خليجي هېوادونو او په ځانګړې توګه په سعودي عربستان کې د افغان مسافرو د پاسپورتونو ستونزه حل شي.

د بهرنيو چارو وزير د ولسي جرګې په استجوابيه غونډه کې وویل چې په لسګونو زره افغانان په عربي هيوادونو کې په کار بوخت دي چې زياته برخه يې په سعودي عربستان کې دي او تر ټولو ستره ستونزه يې د پاسپورت او ويزې ده.

ګڼ شمير افغان کارګران سعودي عربستان ته د پاکستان په ويزه ځي او نه شي کولای چې مستقيماً د افغانستان په پاسپورت سعودي عربستان ته تګ راتګ وکړي. دغه کسان لومړی د پيسو لارې موقتي پاکستانۍ تابعیت او پاسپورت ترلاسه کوي.

نن ټکی اسیا ته په سعودي کې یو افغان وویل چې دوی په پاکستان کې د یو شمېر کمېشنکارانو له لارې د پاکستان تابعیت او پاسپورت واخېست. هغه زیاته کړه چې دغه تابیعت ۳ میاشتې وروسته ختمیږي چې له کبله یې دوی په سعودي کې له ستونزو سره مخ کیږي.

د یادې سرچېنې په باور سعودي افغانانو ته د کار ویزې نه ورکوي او له همدې کبله زرګونه افغانان په پاکستاني پاسپورتونو دغه هېواد ته ځي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د بهرنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې زر ترزره دې په سعودي عربستان کې د ميشتو افغانانو د پاسپورتونو ستونزې حل کړي .

د ولسي جرګي يو غړي خليل الله شهیدي وويل چې دغې موضوع د يوې ستونزې بڼه غوره کړې او که دغه ستونزه حل نه شوه نو انديښنه ده چې افغاني هويت ته به زیان ورسيږي، ځکه چې افغانان ددې پاسپورتونو له امله خپله په دې اعتراف کوي چې افغانان نه دي.

هغه زیاته کړله چې له دې وړاندې ويل شوي وو چې دغه موضوع حل شوه خو لاهم نه ده حل شوې، هر ځل چې له افغان مسافرو سره د هغوی په ستونزو خبرې شوې دغه ستونزه يې يو جدي مشکل بللی او له دولت څخه يې غوښتي چې د افغانانو دغه ستونزه دې حل کړي.

د ولسمشر اشرف غني له ټاکل کېدو او د ګډ حکومت د رامنځته کېدو وروسته نوموړي سعودي عربستان ته له سفر وروسته وويل چې ډېر ژر به په سعودي عربستان کې د افغان مسافرو د پاسپورتونو ستونزه حل شي خو له یوه کال څخه د زياتې مودې له تېرېدو سربېره بيا هم دغه ستونزه همدا ډول پاتې ده.

دا به څو ورځې وروسته د بهرنيو چارو د وزير له سفر وروسته مالومه شي چې دغه ستونزه حل کيږي او که نه ؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د