افغانستان

غزني: اربکيانو يو ولسي وګړی له وهلو ټکولو او لاسونو پرېکولو وروسته وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په غرني ولايت کې اربکيانو يو تن ولسي وګړی له وهلو ټکولو او لاسونو پرېکولو وروسته په بې رحمۍ وژلی دی.

د شاه ولي په نامه د وژل شوي کس د وژل کېدو په غبرګون د اندړو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د غزني د ولايت مخې ته راټول شوي وو او له حکومت څخه يې د شاولي د قاتلينو د نيولو او د سختې سزا د ورکولو غوښتنه کوله.

په دغو راټولو شويو کسانو کې يو هم د شاولي ورور و، هغه پژواک خبري اژانس ته وويل  «زما ورور شاه ولي د برمې کار کاوو، اربکيانو اول رانيولی او ښه يې وهلی او بيا يې ترې لاسونه غوڅ کړي او وروسته يې پرې ټانګ خېژولی دی».

نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې د دده د وررو قاتلين ونيسي او محاکمه يې کړي.

د اندړو يو بل اوسېدونکي محمد خان د دغې پېښې په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې سيمه ييزو پولیسو شاه ولي په ډېره بې رحمۍ وژلی دی.

د محمد خان له قوله په اندړو کې امريکايانو لس کاله تېر کړل خو څوک يې په داسې مرګ نه دي وژلي، خو اربکيان له کفارو څخه هم بدتر دي.

محمد خان وويل چې په اندړو کې سيمه ييز پوليس خلک د پېسو له پاره نيسي او که چېرته پیسې ورنه کړي، بيا يې وژني.
د غزني والي محمد امان هميم د شاه ولي کورنۍ او خواخوږو ته وويل چې تاسو ماته عريضه راکړئ چې هر ډول وي زه به دشاه ولي قاتلين پيدا کوم او سخته سزا به ورکوم، والي وويل چې مونږ ته له دې مخکې هم داسې راپورونه راغلي دي، دا خلک جنايتکاران دي او ولسي خلک ځوروي.

د غزني امنيه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم منلې چې په اندړو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پولیس سربېره يو شمېر نور پاڅون کوونکي هم شته چې په ولسي خلکو ظلمونه کوي.

هغه وايي چې ددغو ناقانونه وسله والو او سيمه ييزو پولیسو د نيولو امر يې هم صادر کړی دی.

د غزني د ملي امنيت مشر علي احمد مبارز هم د ولسي خلکو وژل د اسلامي د اصولو خلاف عمل بللی او ويلي يې دي چې د شاه ولي قاتلينو ته به سخته سزا ورکړي.

د پېښو د شننونکو په اند چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ځینو قومندانانو او وسله والو کسانو له لوري وخت په وخت ولسي وګړي په نښه کيږي چې هر ځل يې چارواکو د قاتلينو د نيولو او د سزا د ورکولو خبره کړې ده خو تراوسه په هېواد کې هيڅ يو قاتل نه دی محاکمه شوی چې له امله يې د بې ګناه قتلونو او د خپلسرو وسله والو ډلو ظلمونه ورځ تربلې په زېاتېدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x