افغانستانخبرونه

فارياب: يو قومندان وژل شوی او بل له لسو تنو اربکيانو سره طالبانو ته تسليم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب ولايت کې د اربکيانو يو قومندان وژل شوی او بل يې له لسو تنو سره طالبانو ته تسليم شوی دی.

د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ ولسوال محمد صالح صالح وايي د جنبش د ګوند غړی او د اربکيانو قومندان عبدالوهاب تېره شپه د المار ولسوالۍ په خدايمت سيمه کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د فارياب د ولايتي شورا مشر عبدالمنان قاطع هم وويل چې عبدالوهاب د طالبانو له لوري د پيکا په مرمۍ له لرې ځای څخه لګېدلی او وژل شوی دی.

نوموړي وويل چې عبدالوهاب په سيمه کې يو با نفوذه او فعال قومندان و چې په سيمه کې د طالبانو په وړاندې جنګېده.

طالبانو د نوموړي قومندان د وژلو مسؤليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې قومندان عبدالوهاب يې د يو غلچکي بريد په ترڅ کې وژلی دی.

په ورته وخت کې طالبانو ويلي چې د ګرزيوان ولسوالۍ د مرکز په سرچکان سيمه کې د محمد انور په نامه د اربکيانو د يوه قومندان په ګډون ۲۰ تنه اربکيان له دوی سره يوځای شوي دي.

د ګرزيوان ولسوال عبدالرزاق کاکړ وويل چې محمد انور شاوخوا لس ورځې وړاندې طالبانو سره خپله همکاري اعلان کړې وه چې کيدای شي د محمد انور په ګډون ۱۰ تنه اربکيان له طالبانو سره يوځای شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x