ټولنیزه برخه

اند و اند(۳): سامئیول هن تنګتن او د تمدنونو د ټکر نظریه!

شلمه پيړۍ، چې په دویمه لسیزه کې يې بلژویکي انقلاب (۱۹۱۷) برپا شو، او په اخره لسیزه کې د همدې انقلاب په ماتون (۱۹۹۳) پای ته ورسید، له ځان سره د شلمې او یوویشتمې پيړۍ د نړیوال سیاست جلا جلا اصولونه څرګند کړل، او وروسته بیا د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو بهرنۍ چارې په همدغو اصولونو وڅرخيدل. د نړیوال سیاست د اصولونو څخه مراد بورژوايي او بلژویکي نړۍ او بلاک ته دانګل، او بهرنې چارې بیا د ټرومین دوکترین، سیټو، سینټو، ناټو، وارسا، باندې څرخیدل… ول.

که د کوم تاریخپوه، او یا د نړیوالو اړیکو متخصص څخه وپوښتئ چې شلمه پيړۍ په یو ټکي کې تعریف یا بیان کړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې به یوازې د «سړې جګړې» الفاظ تر غوږونو شي.

هو! د دوو بیلابیلو نظامونو ترمنځ د سړې جګړې اخ و ډب! د کمونیزم او د کاپیتالیزم غیږې، د امریکا او د شوروی رقابت، او د دوی لپاره د هرمجدون ډګر زمونږ خوار او سپيره غرونه.

خو د سړې جګړې په پای، د شوروی په ړنګیدو، د رقیب نظام په ناکامیدو د لویدیځ ډیرکې مفکرین د فشار او د ډيپریشن څخه خلاص شول، او له دغو جملې څخه خو بعضې د خوشحالۍ داسې څرګندونه وکړه چې د جذباتو ادبي خوا یې د تاریخ د پای په نظریه بدلون ومونده.

د هغه (فرانسس فوکویاما) په اند نړۍ نوره پای ته ورسیده، په دې جګړه کې بری یوازې د کاپیتالیزم او لیبرالې دیموکراسۍ په نصیب شوی، د لیبرالی دیموکراسۍ پرته نور هیڅ دی.

خو په کال ۱۹۹۳ د فارن افئیرز په مشهوره مجله کې ښاغلی هن تنګتون د تمدنونو د ټکر؟ په عنوان یو مضمون ولیکه، او په ۱۹۹۶ کې يې ورته کتابي بڼه ورکړه. همدا زمونږ نننې موضوع ده- د هن ټنکټن د تمدنونو د ټکر نظریه!

هن ټنګټن د فرانسس فوکویاما نظریه چې د تاریخ پای راغۍ، په دا ډول رد کړ: په شلمه پیړۍ کې یوازې د نظامونو ترمنځ اخ و ډب وه، او په یوویشتمه پيړۍ کې به د مختلفو اوو یا اتو تمدنونو ترمنځ ښکر وهل پيل کیږي!

هن ټنګټن پخپله مقاله، د تمدنونو ټکر؟ د پوښتنې تر سرلیک لاندې لیکي، د خپلې لیکنې په دویم پیراګراف کې خپل هائیپاتیسیس په دا ډول وړاندې کوي چې په نړۍ کې به د جګړو او نښتو بنسټیزه عوامل نظریاتي او اقتصادي نه وي، بلکه تمدني به وي!

ملتونه د نوي هویتونو(تمدنونه)، چې په عین حال کې ډیر لرغونی دی، د کشف په حال دي او له نورو بیرغونو سره، چې ډير پخواني دي، د نویو دښمنانو، چې هغه هم څه ناڅه پخواني دي، په وړاندې د جګړې ډګر ته وردرومي(هن ټنګټن. مخ ۱۸) د ثبوت لپاره هغه مختلفې بیلګې راوړي چې یوه بیلګه یې د یوګوسلاویه یو لاریون دی چې د ترکانو او د سعودیانو سره یې د هغوی د مرستو په بدل کې همکاري ښودلی وه، نه د لویدیز سره. د هغه په اند نړۍ وال اوس خپل کلتور او تمدن پلو مائیلیږي چې د ژوند هر اړخ یې متاثره کوی.

افغان لیکوال ډاکتر شریف بهاند په خپله لیکنه کې د هنټنکټن د نظریې په هکله وايي: نوموړی[هن ټنګټن] غواړی په دې توګه د نړۍ د ژوندیو تمدنونو په ویش سره د متحدو ایالتونو له پاره نوي دوستان او دښمنان په ګوته کړي. هغه مخکې لیکي: په اوس وخت کې د نړۍ د هیوادونو تر منځه د سړې جګړې د وخت ویش خپل باور له لاسه ورکړی او ځای یې د اوسنې نړۍ اوو او یا اتو بنسټیزو تمدنونو نیولی دئ.

د هن ټنګټن دغه اوه یا اته تمدنونه په لاندې ډول دی: لویدیز، لاطیني امریکايي، افریقايي، اسلامي، چینايي، هندي، بدهايي، او جاپاني تمدنونه.

د سامئیول هن ټنګټن په اند، د تمدنونو تر منځ ټکر به نړیوال سیاست هم تر خپلې اغیزې لاندې راولي.هغه څه داسې وینا کوی چې په دې نوې نړۍ کې، سیمه ییزو سیاستونو قومي ماهیت غوره کړی او نړیوال سیاست د تمدنونو سیاست دی. د سترو ځواکونو ترمنځه سیالۍ خپل ځای د تمدنونو ترمنځه ټکر ته ورپريښي دی (هن ټنګټن. مخ ۲۴)

د تمدنونو ټکر او د نوی نړیوال نظام جوړول په نهم څپر، د تمدنونو نړیوال سیاست، کې هن ټنګټن د مسلمانانو او د چینایانو ترمنځ د اتحاد اعلان کوی، او د پاتو نورو شپږو تمدنونو سره یې اتحاد ناشونی ګڼي. په دلیل کې هغه وايي، چې مسلمانان د نړۍ د پاتو نورو تمدنونو سره د ټکر ماضي درلودلای او له چین سره یې نلري او د بلې خوا چین د خپل ګاونډي هند سره یو وارې د پولې پر سر د جګړې ډول ته خپل فوځیان ګډولی هم دی نو ځکه دواړه اړ دی چې له یو بل سره اتحاد وکړي. یو ځای خو هغه د قذافي یوه حواله هم ورکړی چې چین ته یې نیک مرغي ویلی وه.

د هن ټنګټن په اند د لویدیز تمدن لپاره د خطر دوه شړنګاني اسلامي او چیني تمدنونه دی، د اسلامي تمدن څخه د هغه مراد اسلامي ریدیکالیزم، یا اسلامک فنډمینټلیزم یعنی اسلامي بنسټ پالنه ده، او د هغه چین په هکله د هغوی د ریګدیدا څرګندونه ده، چې د تیرو لسیزو څخه راپدیخوا په ۷.۸ سلنه پرمختګ کوی، او په ۲۰۲۷ کې به د امریکا او د لویدیز څخه لومړی مقام واخلي! هو، هم هغه چین چې امریکا یې اوس د هم هغې ټرومین دوکترین په مټ د چین شاوخوا حصار جوړوی، په استرلیا کې د هغوی د فوځیانو نوی هډه او هلته اعلان کول چې امریکا د پاسفیک ځواک دی! د دغو دواړو تمدنونو ترمنځ د تورې او د ډهال وهلو صحنې دی.

د اسلام په هکله هن ټنګټن وايي چې د تیرو پيړیو راهیسې د مسلمانانو په آبادۍ کې زیاتوالی روان دی، اکثره ځوانان یې بی روزګاره دی چې دا بیا اسلامي تحریکونه جذبوی او د خپلو ګټو او موخو لپاره یې استعمالوي(!) زیاتره مسلمانان د نورو په مقابل کې ځان په حق ګڼي؛ د لویدیز فوځي عملیات چې هغوی یې د خپلو اقدارو د تحفظ لپاره ترسره کوی په اسلامي نړۍ کې په بده کتل کیږي؛ د کمیونیزم د ګډ دښمن نه پس اوس مسلمانان او لویدیځ یو بل ته د دښمن په سترګه ګوری؛ د هغه په اند دا هغه څه دی چې د دواړو ترمنځ د تمدنونو جګړه او ټکر ته لاره هواروي.

د خپل کتاب په اخرني څپر، د تمدنونو راتلونکی، کې هن ټنګټن امریکا ته مشوره ورکوی چې د تمدن ساتلو لپاره پکار ده چې هغوی خپل کلچر دلاسه ورنکړي، هغه دغه نظر په خپل اخرنی کتاب، مونږ څوک یو او ایمایګریشن، کې لیکي که امریکا ته د لاطیني وګړو راتګ کنټرول نشو نو په امریکا کې به دوه ډوله خلک، دوه ډوله کلچره او دوه رنګه ژبې وي! ګویا هغه امریکا ته وار دمخې خبرداری ورکړی.

د سامئیول هن ټنګتن د تمدنونو د ټکر نظریې په نړۍ کې زبردست بحث راپورته کړ، د فارن آفئیرز د مدیر په اند، د دغه مجلې په تاریخ کې په کومه موضوع دومره زیات بحث نه وه شوی، څومره چې په دې موضوع وشو! دې نظریې په نړۍ کې هم پلویان وموندل او هم مخالفین. د ایران پخواني اولس مشر خاتمي خو په ۱۹۹۹ کې د دغه نظریې خلاف « د تمدنونو ترمنځ خبرې اترې» برپا کړ، او په ۲۰۰۵ کې د هسپانیې وزیر اعظم او د ترکیې وزیر اعظم رجب طیب اردوګان په شریکه د ملګرو ملتونو په ۵۹ مه غونډه کې د تمدنونو اتحاد وړاندې کړ، ترڅو د اسلامي تمدن او د لویدیز تمدن ترمنځ تفاهم راولي او د ددوی ترمنځ د خلیج فضاء راکمه کړي.

د مفکرینو په سطحه دغه نظریه د فلسطیني مفکر ایدورد سعید، امریکايي روښان فکره نوم چومسکي، د ترکیې اسلامیست فتح الله ګولان، پوهاند خورشید احمد، امرتیا سین، او… نورو لخوا رد کړای شوه.

پاکستانی نومیالی او وتلی پوهاند خورشید احمد د تمدنونو د ټکر په هکله یو جلا دریځ نیولی هغه د تمدنونو ترمنځ د ټکر نظریه د اسلامي تمدن او د مسلمانان ځپل ګڼي، چې تر دې دمه د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو کې تر سترګو کیږي.

مشهور اسلامي لیکوال شیخ سلمان العوده پخپل کتاب کې په دې یقین لري چې د تمدنونو ټکرونه په هر حال شتون لري، د دې ټکرونو په زرهاو بڼې دی او په زرګونه ډګرونه. یوځای فکري جګړه ده او په بل ځای کې د دیني او عقائدو ټکر، چیری علمي ښکر جنګول دی، او په نورو ځایونو کې بیا سیاسي او اقتصادي اخ و ډب. او دا هر څه د هر اړخیز تمدني ټکرونو مختلفې بڼې دی.

کیدای شي هن ټنګټن په چینايي، جاپاني او په هندي او بودايي تمدن کې تیر وتلی وي؛ شاید نور مفکرین دغه څلور جلا تمدنونه ونه ګڼي! او په یو کې يې شمول کړي.

د پخوا څخه مسلمانانو مفکرینو او قرآن د حق او باطل کښمکښ څرګند کړی، او د تمدنونو تر حده مودودی، اقبال، سید قطب او نورو د اسلام او د لویدیز ترمنځ ټکر ښودلی. اقبال خو د بلژویکانو د انقلاب په وخت او د سړې جګړې څخه ډیر مخکې اصلي خطر اسلام ګڼلی وه، مودودی خو پکې ډیر مخته تللی وه او کمونیزم او سرمایه دارانه نظام یې د سیکې دوه مخه ګڼلي ول-دواړه یو تمدن. او سید قطب خو بیا مسلمانانو ته د سپین پوستو د پای زیری اورولی وه.

که هر څه وي، د تمدنونو د ټکر نظریه د علمي لحاظه او د تمدن د تعریف له رویه غلطه هم وي، خو دغې نظریې د متحده ایالاتو بهرنۍ چارې په یو نوی سمت روانې کړي او نوی نړیوال نظام ته یې لاره هواره کړې وه، هم هغه نوی نړیوال نظام ته چې امریکا یې په نړۍ کې د خدایې په درجه اخستی وه، او بیا په دې زیار کې وه چې له دغې درجې څخه ونه لویږي. هو! هم هغه نظریه چې د تیرو دوو لسیزو راپدیخوا اکثره جګړې د همدې نظریې په بنسټ او د نیو-کانز په مرسته ترتیبیږي.

Lewany.leekwal@hotmail.com

اخذ لیکونه:

العوده، سلمان شیخ.(۱۹۹۹). د تاریخ پای. احمد، خورشید پوهاند.(۲۰۰۳). د تمدنونو ټکر؛ حقیقت او که خیال. بهاند، شریف. نړیوال کیدل؛ د یوویشتمې پيړۍ ستراتیژي. افغان- جرمن انلاین هن ټنګټون، سامئیول. (۱۹۹۳). د تمدنونو ټکر؟. فارن آفیئرز. هن ټنګټون، سامئیول پي. (۱۹۹۶). د تمدنونو ټکر او د نوی نړیوال نظام جوړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x